کور / شعر / مورنۍ ژبه پښتو

مورنۍ ژبه پښتو

لس زرونه کاله مخکې پیدا شوې داسیا په زړه کی وروڼه خویندې ژبې
مغولی؛ترکستانی اوهندوارین یوه پښتوبله پارسو دي خوږې ژبې
په دوه سوه ممالکو د ډنیاکی مختلف رنګونه،خلک اوخپلې ژبې
عربی وه له پخوادعلم ژبه خوغربیانوتخنیکی کړې برګی ژبې
اوس وګورئ دانګریزجرمن کمال ته پسې نه رسی روسی فرانسی ژبې
لږبه غوږشودپښتوژبې داستان له پښتنو شاهانوخرڅه کړې ژبې
بیټ نیکه،امیرکروړ شعرونه جوړکړل غلیمانو یی کتاب سیځلې ژبې
خوشحال خان،رحمان،حميد،الفت بینوا حبیبی،خادم،رشاد رشتینې ژبې
څومره بیته څومره نثره لیکل سوی لانورڅومره وئیل کیږي ښکلې ژبې
قندهاری،. نګرهاری،وردګ جنوبی یوڅوګړوکې دی فرق دیوې ژبې
پښتونخواکې پرې اردو شوه مسلطه! کابورا او هریوا کی شیعې ژبې
پردۍ ژبې زده کول که دی کمال بی کماله چه پښتو کړی نورې ژبې
دخدای پار دی پښتنوټول سره یوشئ یوه پښتوکړۍ یوې پښتونولي ژبې
باچاخان اوصمدخان لږدر په یاد کړئ دسیندونو،سردرواوحجرې ژبې
بس حمیدالله ډيرۍ ژبې دې زده کړې بې زړه مه شه؛زړه ور د ساپې ژبې

په ټوله پښتني زړه وره مینه ډ.حمیدالله زړه ور صاپئ/بلجيم ۲۰۱۳/۰۶/۱۹