کور / کتابتون - هنر او ادبيات / لراوبر کتابتون: د [سیاسي عینکي] په نوم د طنزونو مجموعه پر لیکه سوه

لراوبر کتابتون: د [سیاسي عینکي] په نوم د طنزونو مجموعه پر لیکه سوه

د [سیاسي عینکي] په نوم د طنزونو مجموعې په اړه علم ګل سحر لیکي :

ښاغلی همت صاحب دا اړتيا ويني چي بايد له فساده ډکه اداره د طنز په ژبه مسخره شي، له ټولو ستونزو اوخنډونو سره سره په هوډمنو ګامونو پر خپله لاره روان دی او په جرئت سره يې ليکي. د همت صاحب دطنزونو ژبه ساده، خوږه او روانه ده، ډيالوګونه يې لنډ او د کيسې په پرمختګ کي ښه مرسته کولای شي، لکه دا بېلګه يې :
(اې وروره! دا چټلۍ دي ولي زموږ د کور مخ ته واچولې، دا ځای د چټليو دی؟
_ نو چيري يې واچوم؟ بل ځای نسته
_ ولي پخوا دي چېري اچولې؟
_ پخوا خو ښاروالي فعاله وه، هره ورځ به يې وړل، اوس هم که ښاروالي بيرته فعاله سوه ستا دکور مخ ته يې نه اچوم، نور څه غواړې؟
_ ښاروالي نو څه معلومه ده چي څه مهال به فعاله سي؟
_ دنيا په اميد خوړل کېږي، ټول کارونه خو په يوه ورځ نه سمېږي، په دې وطن کي له دېرشو کالو راهيسي جګړه روانه ده.) د بشپړ متن لپاره دلته کلیک وکړئ.

د کتاب پېژندنه :
د کتاب نوم  : سياسي عينکي
ليکوال  : عبدالنافع همت 
د چاپ کال  : ١٣٨٨ش
د پښتۍ طرح : هژبر شينواری
برېښناليک  :  an_himmat@yahoo.com
ګرځنده ټليفون : ٠٠٩٣٧٠٨١٩٨٤٥١
انلاين چاري  : مختار احمد احسان  – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون

د کتاب د لوستلو او ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ size = 1.49 MB


يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !