کور / کیسه / ډيجيټل کېمره

ډيجيټل کېمره

د لوی سړک څنډي ته سوم د لښتي غاړي ته مي د موټرسايکل پر بريک پښه کښېکښل د مخامخ دوکان پر ښيښه يې دروازه ليکل سوي ول .

(( دلته هر راز ډيجيټل کېمرې او سوني ريکسن موبايلونه تر لاسه کولای سئ ))

دسمال مي وو يادګاري تصويرونه اخيستل راته ښه وايسېدل اجازه مي وغوښته دوکان ته ورننوتلم

دوکاندار په خندني انداز راته وويل :

– څه دي په کار ول !؟

– ډيجيټل کېمره

– فرق پکي سته څو والا غواړې .

– ښه کېمره

– ها ته دا وګوره چي ټوله کندهار پسي وغواړې ولاکه يې پيدا کړې .

د کېمرې د ښه معلومولو لپاره مي دوکاندار ته وويل .

– وروره ته زما څخه يو تصوير ونيسه چي څه ډول عکس اخلي

د کېمرې روښنايي مي سترګي را وبرېښولې ،دوکاندار د کېمرې سکرين زما خواته کړ او وې ويل

– تصوير دي خپله فوټوشاپ سوی ، ته ورته وګوره د مخ زخي ،مخي دي ګرسره نه ښکارې زوم يې در څخه جوړ کړ .

د زوم د لفظ په اورېدو مي د ورا څلوريشت موټران سترګو ته ودرېدل ،ورته ومي ويل

– دا په څو ده ؟

– ښايسته ځوان يې تر پنځه زره افغانيو مي تر دې ننه ولاکه چاته کمه ورکړې وي خو تاته په څلور زره .

– ها واخله

د موټرسايکل د شټرينګ مخ مي قلف کړی وو ، پام مي نه وو ګېر ته مي واچاوه پر تړه د ناست سړي مي بيا کور ور خراب کړی وو ،خو ژر مي موټرسايکل په بريک کنټرول کړ ، ځان مي لښتي ته واچوه د لښتي په لوشو مي راسته پښه تر نيمايي توره سوه .

کور ته راغلم ټول حيران سول مور په وارخطايي سره راته وويل جنګ دي کړی او که ټکر .

هغه د پېښوريانو پر چم مود مي خراب وو ومي ويل .

– بس په دغه دوو کي يوه کيسه راپېښه سوېده نو .

په خيرنه پښه مي يوه دانه سربسته ډيټول صابون خلاص کړ .

مور مي وويل .

– په دې کارتن کي څه دي ؟

– کېمره ډيجيټل کېمره په تصوير کي د مخ ټکي ،مکي نه ښکاره کوي ډېره نامي کېمره ده پوره څلور زره افغانۍ مي پر ورکړې .

مور ته مي درد ورغلی په تونده لهجه يې راته وويل

– دا دې څه کوله ګناه لري ؟!

څه مي نه سوای ورته ويلای مور وه خو ورور مي وار تر مخه کړ .

– څه يې کوې موري دسمال يې دی ،ځوان دی ،خوشالي لري .

خپلي کوټې ته ولاړم او کشره خور مرسل مي راوغوښتل او ورته ومي ويل

– سبا ته خو دسمال دی دغه کېمره درسره واخله له ورينداري څخه دي عکسونه پرې ونيسه ،ګوره مور او بابا ته ونه وايې .

د دسمال په ماښام مي له خوره کېمره واخيستل ،تلوسه مي وه چي د راغوښتل سوي انجلې تصوير ووينم

په بسم الله مي د کېمرې د روښانه کېدو بټن وواهه ، په اخيستل سوي تصوير کي مړې سترګي يوه انجلۍ ولاړه وه ، هيڅ خوند يې هم رانه کړ په نا اميدۍ مي بل تصوير په راوستی ، په دې تصوير کي د انجلې سترګي زرغوني وې په کرکه مي د خپلي کوژدني بل تصوير په راوست ،تصوير ګډ وډ وو ، په بګراونډ کي يې ، د خدای ج د اشرف مخلوقات بيلابيل رنګونه ليدل کېدل ،تور سري ،سپين سري ،ماشومان ټول پربدرنګي ناوې راګرځېدلي ول .

کېمره مي همداسي ګل کړه په خپل کارتن کي مي واچوله او د المارۍ لوړه دروازه مي راخلاصه کړه .

ژوند خو تېريږي په ټول کور کي له چا سره سم نه وم بس له هر چا سره مي خوله وهله

کال واوښت او هغه ورځ راورسېدل ،چي زه ورته ډېر خوابدی وم واده مي سو ، دوستان ، ملګري ،ګاونډيان ټول زما په واده کي کښته پوره کيږي او نصيحتونه راته کوي څوک وايي دا ورځ بيا نه درباندي راځي ، څوک وايي ، خپه پر څه يې ،څه او څه ،خو زما د خپلي کوژدني بد رنګ انځورنه په ذهن کي دي ،د ژوند هغه رنګونه چي ما به ورځني الهام اخيست بد رنګ سوي ول او پر ما يې هم ښه پوره اغېز کړی وو ،ځکه ټولو ملګرو مي راته ويل ،چي ځان دي بدرنګ کړی دی په څه دي فکر خراب دی ؟

خو ما به څه نه ويل او له هر چا به همداسي بې ځوابه ويلو تېرېدم .

ماځيګر په ګل پوشه موټر کي د خپل کور پر خوا روان سوو، ورور مي موټر تازه ، تازه زده کړی وو پر سړک ولاړو پوليسو ته مي د شيرنۍ د ورکولو لپاره زړه نازړه جيب ته لاس کړ ، موټر له جمپ څخه په يوه حمله کي تېر سو مخامخ سپيني کورولا ته يې غېږه ورکړه ،د شا له سيټه بسم الله وي شروع سوې په وارخطايي مي مخ ور واړوه د ناوي الوتي رنګ ته ځېر سوم ، هيڅوک هم نه ول خوږ سوي له جنجالونو وروسته بيرته موټر حرکت وکړ ،خو د ناوې تصوير مي جګ سترګو ته ولاړ وو او له ځانه سره لګياه سوم

– دا هغه نه ده دا څومره ښکلې هغه څومره بدرنګه .

کورته په رسېدلو مي ورور ته وويل .

– هله زما کېمره له المارۍ څخه راته راوړه .

– سمه ده وروره دستي .

له کېمرې سره په موټر کي پاته سوم ټولي دروازې مي په ځان پسې لاک کړې ،د کېمرې يو ،يو تصوير مي بيا په راوست هو ،همدغه انجلۍ وه ،رنګ همدا وو خو د کېمرې د تصوير او ددې د مخامخ ليدلو تر منځ ډير فرق وو .

همدا کېمره وه چي زه يې خطا ايستلی وم د ښايسته انسان تصوير يې زما تر سترګو داسي راوستلی وو ،چي بېله ما يې هيڅوک هم د بدرنګۍ تصور نسي کولای ، کېمره مي پر همدې ځای د موټر ټېر ته کښېښودل اوس په هيڅ کېمرې باور نه لرم د ډيجيټل له نوم څخه مي کرکه کيږي .

هيواد راډيو تلويزيون کندهار
۲۰۱۳ – ۰۶ – ۲۷