کور / تازه خبرونه / دهندی فلمونوپخواني وتلي ستوري پران کریشان د(۹۳) کلنوپه عمر مړشو

دهندی فلمونوپخواني وتلي ستوري پران کریشان د(۹۳) کلنوپه عمر مړشو

نوی دهلي:دهندي سینما مشهوروتلي سینمایې لوبغاړي پران کریشان سیکاندپه ممبي کي د( ۹۳ )کالو په عمرمړشو .پران دوي اووني مخکمي په ممبي کي روغتون ته یووړل شو اودتیري جمعي په ورځ په هغه روغتون کي مړشو.
پران دشپیتوکالو څخه زیات دهندپه سینما کي مرکزی رول لوبولی اوتر( ۴۰۰) څخه یې په زیاتوفلمونو کې دتکړه لوبغاړي په توګه ونډه اخستی ده ،چې زیاتره فلمونه یې ترننه پوری ډیرمینه وال لري.
پران په (۱۹۴۰)کال دهندی فلمونو ډګرته راووتي او(دخاندان اوعورت) په نامه فلمونو کي ډیرښه وځلیدی.پران دهندی فلمونوپه چوکاټ کي زیاتره وخت منفي یا د( بدماش) رول لوبولي دی .هغه دډاکو اوبدماش په رول کي ډیربریالي وو ،نوځکه دډیرومینووالو په زړونو کي یې ځای در لودي.
دروان کال دمي په میاشت کي پران ته دهندحکومت لخواه د( Dadasaheb Phalke,داداصاحب بهلکي)په نامه ستره جایزه ورکړل شوه ،اوهمدارنکه په( ۱۹۹۷)کال کي هغه ته “Lifetime Achievement Award” جایزه دژورنال Filmfare لخواه ورکړل شویده.
په (۱۹۷۳)کال کي پران د(زنجیر او سماش) په نامه فلمونوکي ډیرمشهورشو اوهغه وخت ځوان امیتا بچن دپران سره په یادوفلمونوکوي وتلی لوبغاړی وپیژندل شو.
پران کریشان سیکاندپه اوسني پاکستان لاهورکې زیږېدلی وو،هغه په (۱۹۴۰)کال کي دیاملا جات فلم له سناریو لیکوال سره ترناڅاپي لیدنې وروسته یې دغه فلم کې د لوبېدو لپاره مټې راونغښتې.دغه فلمي ستوری دپاکستان او هندترجلا کېدو وروسته له لاهوره هندوستان ته ولاړاو هلته یې په فلمونو کې خپل رول ته ادامه ورکړله.