کور / هستوي فزيک / آیا پوهیدئ ؟ اتلسمه پرله پسې برخه

آیا پوهیدئ ؟ اتلسمه پرله پسې برخه

1. چې که چیرې یوه احمقانه پوښتنې ته په تمسخرآمیزه موسکا سره په څو ثانیو کې ځواب ورکړی دا ستاسو په ذهني روغتیا او پیاړتیا دلالت کوئ .
2. چې په ۲۰۰۴ کال کې یوه فیل یوه میرمن او د هغې ماشوم ځوی ووژل خو تر هغه یې سیمه پرېنښوده چې د هغوۍ جسدونه خښ نکړئ.
3. چې په نړۍ کې۹۸٪ مرګونه او جنسي تیری د ملګرو او خپلوانو لخوا ترسره شوی دي.
4. چې زمزمه کول مو پښتورګو ته یو ښه سپورټدی.
5. چې ډیر هغه کسان چې لوی مضاوې لري په ټولنه کې د یوه ځانګړي احترام خاوندان دي.
6. چې د آمریکا په نبراسکا کې یو ۱۴ وګړو لرونکی ښارګوټی دی چې په کې ۴ د ځښاک توکو هټۍ شته.
7. چې په دویمه نړیواله جګړه کې د آلمانانو یو تحت البحري جګړیزه بیړۍ په تشناب کې د عارضې له کبله غرکه شوه.
8. چې په چین کې د آپل داسې جعلي هټۍ (دوکان) شته چې آن کارکونکي یې فکر کوي چې دا په ریښتیا د آپل هټۍ ده.
9. چې مثبت فکر د انسان ماغزه د ښو کارونو او تصمیمونو لپاره هڅوي.
10. چې په دویمه نړیواله جګړه کې روسانو د آلمانانو پر ضد ځانمرګی سپیو څخه کار اخیسته.
11. چې د خوړلو په وخت کې ټلویزیون مړ کول د ښه خوړو او دهغو په مثبت اثر کې ښه اغیزه لري.
12. چې د ځښاک ۷۰٪ اوبه له یخبندانو څخه راځي.
13. چې د نړۍ تر ټولو سورور څړک په برازیل کې ده چې ۱۶۰ موټر په یوه وخت کې څنګ په څنک ورباندې تللای شي.
14. چې موسکا د زړه په درملنه کې ترټولو اغیزمن دارو دي.
15. چې سهار وختي جنسي اړیکي (جماع) تر نور هرډول مسکن د انسان وجود ته تسکین ورکوئ.
16. چې دردوونکی احساس تر ۱۲ دقیقو پورې له مینځه ځي او که چیرې تر دې مودې ډیر شي بیا نو دا احساس نه بلکې اصلی درد دی.
17. چې ۹۰٪ ناروغۍ له روحي فشار څخه را مینځ ته کیږئ.
18. چې په ۱۷ پیړۍ کې د انګریزانو تر اشغال مخکې هندوستان د نړۍ تر ټولو شتمن هیواد وؤ.
19. چې په اوکراین کې کرستمس د جنوري په ۷ نیټه لمانځل کیږئ.
20. چې په هندوستان کې د غواوو د حقوقو لپاره هم قانون شته.
21. چې په کوپړه (ناریال)کې شته اوبه د انسان د وینې پلازما خاصیت لري.
22. چې په نړۍ کې ۹۳٪ کارتونه د میرمنو لخوا پیردول کیږي.
23. چې په نړۍ کې شته سره زر د نړۍ ټولو وګړو ته پینځه، پینځه ګوتمۍ برابرولای شي.
24. چې د یوه یونیم ساعته وحشتناکه فلم کتل په بدن کې ۲۰۰ کالوري غوړ سیځي چې دا اندازه له نیم ساعت فزیکی کار سره برابره ده.
25. چې د نړۍ تر ټولو سترې کمپنۍ د موټر جوړولو کمپنۍ دي.