کور / د ډيورنډ کرښه / د لوی افغانستان لپاره دښکېلاکګرو،یرغلګرونوی امپریالستي پلان

د لوی افغانستان لپاره دښکېلاکګرو،یرغلګرونوی امپریالستي پلان

سریزه :
د ډیورنډتحمیلي کرښه د کاغذ پرمخ او د شمالي جنوبي افغانستان پلان شوې دسیسه

د افغانستان دخپلواکۍ په پنځه ډیرش کلنه جګړه او روان خونړي کړکېچ کې دامریکا،بریتانیا، پاکستان ، ایران ، روس،هند او د ناټوګڼ شمیر هیوادونه ښکېل دي .که دنړۍ جګړیز تاریخ ته وکتل شي او په کې د بیلو بیلو جګړو لاملونه وپلټل شي،نو څرګنده به شي،چې دجګړو دظاهري پلموتر شا نورې سترې ستراتیجیکي سیاسي،اقتصادي موخې پرتې دي ،چې د وخت له تیریدوسره بیا ورو ورو دغه پوځې موخې رابرسیره شوي هم دي .انګریزان اوامریکایان اوس په افغانستان کې د خپلو پوځونو د خوندې ساتلو لپاره په افغانانو د سیاسي فشارنو نورې لارې چارې لټوي .
دلوی افغانستان دویشلو،ټوټه ټوته کیدو لپاره د انګریزي ،امریکایي او پنجابي امپریالستي نیواکګرو ، یرغلګرو پلانونه ،دسیسې داستخباراتي ادارو اجنټانو،دبهرنیوچاروسیاسي ډیپلوماټانو، دافغانستان لپاره د ځانګړو استازو، دیرغلګرو هیوادو سفیرانواو دناټو پوځي جنرالانو ترمنځ دپټو پټو ناستو ولاړو خبرو اترو څخه داسي مالومیږي، چې امریکایي اوانګریزي جنرالان د پنجابي جنرالانو سره په ګډه هڅې کوي، دافغانستان دامنیت اودځان خوندي کولو په اړه یوه سیاسي معامله وکړي . دوی دلوی افغانستان د ویشلو په اړه لږ ترلږه دلاندي دوو ستراتیجیکي پوځي موخو ترلاسه کولو لپاره خپل تور، پټ او پښتون افغان ضد ناکامه خونړي پلان لاتراوسه تر لاس لاندي لري .
پاکستان دخپل زیږیدو څخه تر نننه دبریتانیا سره د غلامي او چاپلوسۍ ژورې تاریخي اړیکې لري . اوس يې له امریکایانو سره د ترهګري په خلاف جګړه کې دافغانستان د ویشلواو ټوته کیدولپاره په نوېو دسیسې او توطیولاس پوري کړي دی . دغه هیواد په سیمه کې د بریتانیا او امریکا د سترو پوځې ستراتیجیکو موخو لپاره یوه ستره جنګي اډه او یوپوځي ګارنیزوني هیواد دی . پاکستان یا پنجاب دافغانستان دخاوري ستره برخه پښتونخوا، ازاده قبایلي سیمه او دافغانستان د اقتصاد شا رګ د ګوادر بندر ترانزیتي لاره لکه د انګریز انودپخواني امپراتورۍ په قالب کې په چل ول او پل اشغال کړي ده .
لومړي : انګریزي، امریکایي جنرالان دپنجابي جنرالانو سره په ګډه په لراوبر لوی افغانستان کې دخپلو پوځي اډوخوندي کولو په اړه له یوبل سره له ډیرې مودې راهیسې پوځې تکتیکې دوه اړخیزه مرستې اومعاملې پیل کړي دي .
دوهم : ښکېلاکګر ځواکونه او پوځونه غواړي، له یوبل سره دپټو سیاسي ،پوځې همکاريو له لارې یوبل ته امتیاز ونه وکړي، تر څو دوی په لراوبر افغانستان کې دسخت دریز و وسله والوطالبانو دغورځنګ دګواښونو پروړاندې ګډ دریځ غوره کړي اوپه افغانستان اوسیمه کې دتلپاتي سولې،امنیت او سوداګریزو اړیکو راواستوپه اړه ګډه همکارې ولري . نیواکګر او استعمارګر غواړي، د خپلو استعماري پلانونو له لارې په منځني اسیا کې دطالبان غورځنګ دشطرنج په ستره لوبه کې په کشت کې راګیر او بلاخره په مات کړي . دلته مطلب د هغو خپلواکو طالبانو اوعناصروڅخه دی، چې دوی استعماري ،امپریالستي ګټې او پلانونو ته خنډ او له کنټړوله وتلي ډلې دي .
یرغلګر هڅې کوي له همدې لارې دخپلو سترو سیاسي ،پوځې ،اقتصادي ستراتیجیکو موخو لپاره لاره هواره کړي . دوی اوس د شمالي اوسویلي افغانستان دویشلو پټ پلان طرحه هم له ځانه سره لري او د افغانستان په دنننه کې ځیني بدنامه پیژندل شوي، پلورل شوي،نمک حرام ،بي بیخه ،بي بنیاده ، ناپوهه او پلید ایراني او پاکستاني مذور عناصر،دغو استعماري ناکامو شومو خونړي پلانونه ته چکچکې وهي ، دویدافغانستان په دې سیاسي بد حالت کې دملوالطوایفي،غیرمتمرکز، فدرالي او پارلماني نظامونو غوښتنې په سرکې لري .
د اې ایس اې تور پنجابي نیواکګر افسران د خپلو پوځي مهمو موخو دترلاسه کولو په بدل کې د امریکايي او انګریزي جنرالانوڅخه د همدې سیاسي معاملي په بدل کې امتیازونه غواړي، د امریکايي پوځي اډو په شتون کې دافغان اوسني کمزوري، مفسد، انحصاري ماتیدونکې حکومت او یادراتلونکې ملي مرکزي پراخ بنسټه، خپلواکه افغان شموله دولتونه د ډیورنډ تحمیلي کرښې منلو ته اړ باسي .
په لوی افغانستان کې ښکېلاکګر او نیواکګر په خپله خوښه او ګټه دافغان ملت د ارادې خلاف ،دافغانانو دځمکني بشپرتیا، دملي ګټو او ملي یووالي پرضد ناولې خونړي پلانونه طرحه کړي دي . دافغانستان په اړه دانګریزانو، امریکایانو سیاست لکه د پاکستان او ایران په څیر یو دوه مخې توراستعماري سیاست دی . په ډیرخواشینۍ سره باید وویل شي،یرغګر او نیواکګر په دې ښه پوهیږي ، چې افغانستان خپل خپلواک منځلاري ملي قیادت نه لري . اوسني سیاسي سیاستوال بي اتفاقه ،ځان غوښتونکې،په خپلو وړو وړو ډایرو، دامونو او سخت دریزو ګوندي کړیو کې راګیر پاتي دي . دوی د ډیورنډ کرښې او دافغانستان راتلونکې دولت په اړه ټولوته یوه منل شوي په نړیوالو معیارنوسیاسي طرحه اوتګلاره نه لري . یرغلګر ډیر ښهپوهیږي ،چې دولتي ولس پښتانه افغانان په خپلو کې سره ویشلي دي . دوی د بي اتفاقي د اور په لمبو کې هره ورځ سوځي اودجګړې په ناوړه روحي ناروغي کې اخته دي .
افغاني اسلامي مذهبي ډلې تل د پنجاب د تیري او شومو پلانو په وړاندې چوپتیا غوره کړي .کله چې افغاني اسلامي ډلې پر لراوبر پښتنو باندې دپاکستان پوځ ښکاره تیري او ظلمونه غندي ،سړي ته داسي ښکاري، لکه چې ملګرو ملتونه پر فلسطینیانوداسرائیلي پوځیانوبریدونه، ظلمونه اوجنایتونه غندي . دوی هیچ داسي نه ښکاري ، چې افغاني اسلامي مذهبي ډلې د افغانانو ترمنځ دیوموټیتوب ،سلامتیا اوله ملي ګټوڅخه دفاع کوي،دوی دپنجابي پوځیانود تیري په وړاندې د خپلي پلارني خاوري اوځمکني بشپړتیاڅخه دفاع فکر په سر کې نه لري . افغاني اسلامي سخت دریځه ډلې لکه د نور یرغلګرو په چوپړکې دافغاني دلې دخپل کړیدلي در په دره ولس سره هېچ ډول خواخوږي نه ښیي .
دافغاني اسلامي ډلو یوه بله ستره بدمرغي دا هم ده،د دوی ډلو دځینو مشرانو ماغزه د اې ایس اې د وژلوپه فابریکو اویا مدرسو کې مینځلي شوي دي . دوی ته په دغه مدرسو کې دانګریزانو دډیورنډ استعماري کرښه په رسمیت ورپیژندل شوي ده، دوی اصلآپنجاب دیو استعماري ځواک په څیر نه پیژني او که پيژني بیا ورته غلي دي . دپښتنواسلامي ډلې پر خپلو پښتون ولس د پنجاب پوځي تیري ، ظلمونه او ناروا اشغال نه وینې. دوی دانګریزي جنرالانوخبره دپنجابي جنرالانو په خوله مني . ځینو ملایانو په خپلو فکرونو کې په لوی افغانستان کې د انګریزانو استعماري کرښه او دانګریز استعمار منلي دی .

داستعمارګرو یرغلګرو د A ,B,C تور پلانو طرحه:

امریکایانو دخپل A پلان له مخې افغانستان ترخپل پوځي اشغال لاندې راوست . دوی اوس غواړي پښتانه افغانان هم ترخپل پوځې کنټرول لاندې لاولي. دوی دخپلو پوځي موخې لپاره په بل پلان باندې کار پیل کړو.
په پایله کې په نوي ډهلي کې دامریکا سفیر Robert Blackwill د B پلان وړاندې کړو. د دې پلان له مخې افغانستان باید په دوو برخو وویشل شي .د پلان له مخې د افغانستان سویلي برخه باید د طالبانو او پنجابیانو په واک کې ورکړل شي او شمالي برخه به دیوداسي ګوډاکې حکومت ترکنټرول لاندې وي، چې د امریکایانو په چوپړ کې بایدوي . په امریکا کې د دې پلان په اړه لا تر اوسه ټوډې خبرې اترې رواني دي .
د افغانستان دټوټه ټوټه کیدولپاره د لندن ستراتیجیکې استعماري طرحه د سي پلان C په نامه یا دیږي . د دې پلان له مخې افغانستان به په اتو اداري واحدونو یا زونو د توکمو په پر نسیب ویشل کیږي . د لویدیځ درسنیو پهحوله د انګریزانو د بهرنیوچارو وزارت دغه سي پلان له امریکایي او پاکستاني چارواکو سره هم شریک کړي دی . ددغه پلان له مخي افغانستان بابد په اتو زونو یا کوشنیو حکومتونو وویشل شي او ځیني سیمې به د طالبان په ولکه او کنټړول کې هم ورکړل شي .
انګریزانو دخپل استعمار زړه نسخه ، فلسفه او پالیسي بیا رامیدان ته کړه،چې وايي، ملت یا خلک وویشه او حکومت ورباندې وکړه. د انګلستان د محافظه کار ګوندسیاستوال او د ولسي جرګې غړي Tobias Ellwood په ډاګه ویلي دي ،چې د پلان له مخې به دافغانستان ځینې اداري واحدونه یا زونونه طالبانو ته وروسپارل شي . دغه هیواد به څو سیمه ایزه اداري دولتي یا فدرالې نظام په څیر واحددونه ولري اوهره یو برخه به د یوځواکمن لومړي وزیر له خوا اداره کیږي ،تر څو دغه قبایلي ،توکمې شخړې او ادرارې فساد ته د پای ټکې کیښودل شي .
د سي پلان له مخې به افغانستان په لاندې ادارې زونونه د فدرالي حکومت په څیر وویشل شي، لکه کابل، کندهار،هرات، بلخ، کندوز،ننګرهار،خوست او بامیان .
د پاکستان د صدراعظم د امنیت سترسلاح کار ،د پنجاب ستر مکار د انګریزانو ستر خدمتګار سرتاج عزیز هم دانګریزانو دC پلان له مخې د شمالي ټلوالې سره پټي خبرې اترې بیا پیل کړي دي .
انګریزي استعمارګرو اوامریکایي امپریالیستي استعماري پلان جوړونکې له خپلو غلام صفته پنجابیانو سره غواړي،افغانستان له تجزیي سره مخامخ کړي او افغانان په ډیر نور بدمرغیو، ستونزو، خونړیو کورنیو جګړو کې سره ووژني .
امریکایان دافغانستان د راتلونکې دولتي نظام یا فورم لپاره بل ډول استعماري پلان هم لري ، دوی دافغانستان د مرکزي دولتي نظام په ریاستي فدراټیف نظام دبدلوپلان هم لري . امریکایانو په دې اړه د شمالي ټلوالې له مشهورو بدناموجنګې جنایتکارانو او جنګسالارانو سره په کور دننه او بهر ډیري پټې ناستي ولاړي خبرې اترې هم ترسره کړي دي .
یرغلګر خپل استعمار ي پلان په لومړۍ ځل څو میاشتې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی مارک ګروسمن له یوه سیمه یز تلویزیون سره په یوه مرکه کې رابرسیره کړو او وویل ، د امریکا حکومت ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بیلتون رسمي کرښې ګڼی، دا د امریکا متحده ایالاتو پالیسی ده . په بل ځاي کې د افغانستان لپاره د امریکا سفیر جېمز کنينګم کندهار ته د خپل سفر پرمهال ژورنالستانو ته وویل ، دا څه نوې خبره نه ده، يواځې امريکا نه، بلکې يو شمېر نور هېوادونه هم ډېورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسمي پولې په توګه پېژني .
دامریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر Willim Brunsپه کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ډیورنډ دکرښې
په اړه د واشنګټن رسمي دریځ هماغه دی، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن بیان کړی وو، یعنې د امریکا په اند، دا کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نړیواله په رسمیت پېژندل شوې پوله ده .
ورسره په کابل کې دانګریزانو سفیر Richard Stagg د ډیورنډ کرښې په اړه وايي، دافغانستان او پاکستان ترمنځ د څولسیزو راهیسې د ډیورنډ تاریخي سرحدي کړکېچ ، کوم چې دواړه هیوادونوپه اړیکو باندې ډیره ناوړه اغیزه لري، دا کړکېچ دومره پیچلي نه دی چې حل نشي . د انګریز سفیر Richard Stagg د دواړو هیوادو څخه غواړي ، چې دوی باید د دغې تاریخي کړکېچ په اړه جدي خبرې اترې پیل کړي . د ډیورنډ کړکېچ حل به په سیمې کې سیمه ایزه سوله او ثبات به رامنځ ته کړي .
دغه انګریزي ډیپلوماټ په ډګر وايي، چې د ورستیو لسوکالونو څخه مخکې وختو ته په کتوسره، نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه سرحدي پوښتنه ډیره اسانه حل کیداي شي . دانګریز سفیر اشاره داوسني مفسد،کمزوري،دجنګسالار او پښتون ضد انحصاريحکومت ته وه . کوم استعماري پلان د انګریز سفیر
Richard Stagg د ډیورنډ نړیوال کړکېچ دحل په اړه چمتوکړي و، ده د نور جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه .
په دې اړه یو روسي سیاسي کارپوه Alexander Knyazev ، د ډیورند کرښې په رسمیت پیژندلو په اړه دیو توافق لیک یا لاسوند څخه خبر ورکوي ،کوم چې د افغان حکومت یوې ځانګړي پښتون ضد کړې له خوا چمتوکړل شوي وو. دی وايي، دوه کال مخکې د حامدکرزي دحکومت یوې برخي دغه توافق لیک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په توګه د ډیورنډ کرښې په رسمیت پیژندلو په اړه چمتو کړل شوي وو .
له دې توافق لیک سره به کر زي مجبور کړل شی،چې د افغانستان د اکثریتو وګړو په ځانګړي ډول د ملي پښتنو دسختو نارامیو اومنفي غبرګونو سره مخامخ شي . په ځانګړي ټوګه د هغو وطنپالو، هیواد پالو پښتني کړې یا ډلې له خوا،کوم چې دوی د لراوبر پښتنو افغانانو د بیا یوالي لپاره مبارزه کوي ، دغه پښتانه هغه پښتني سیمې چې اوس دپاکستان تر ولکې لاندي دي، د افغانستان سره بیرته یوځای کول غواړي ، دوی دغه سیمه خپل قانوني، توکمي او تاریخي حق بولي . دپښتنو دغه ستره کړې ،کرزي به له ډیر سختو ،ننګونو ، غبرګونونه او نارامیو سره مخامخ کړي .
روسي کارپوهان او دسیمې پوځي ستراتجیستان په امریکا کې دجوړه شوي امریکا يي پوځې ستراتیجي ته، چې له مخه يي په مرازي شریف کې هم دامریکانو یوه پوځي اده جوړه شوي ،دوی دغې پوځي اډې ته د منځي اسیا د نارامه کولو او بدامني په سترګه ورته ګوري .
د روسې دپوهنیزو چارو د اکاډمۍ او د ختیځ انسیتیټوت غړي Alexander Knyazey په دې اند دی ،چې متحده ایالات تر ټولو لومړني موخه دا ده ،چې په سیمه کې نارامي او بدامني ته لمن ووهي . ده دا هم وویل ، په عمومي ټوګه د امریکا او دناټو په ستراتیجي کې مهم ټکې دمرکزي اسیا،قفقاز اوقزاقستان نارامي شامله ده .
دپاکستان په ستراتجیکې ژوره کې تر ټولو لوی او مهم ټکې لومړۍ له افغانستان سره د ډیورنډ کرښې مسله . دوهم دستر ورور هند سره دکشمیر لانجه او دټومي جګړې ګواښ . دریم د مرکزي اسیا بازارنو ته د پاکستاني سوداګریزو مالونوتګ راتګ تهلاره موندل دي .
د پاکستان تر ټولو لویه ستونزه له افغانستان سره د ډیورنډ نه منل شوي کرښه ده، دا غوښتنه په وارو وارو د پاکستاني چارواکو له لوری په یوه او بل ډول تکرار شوې او په ډول ډول پلمواو چلونو دوی غوښتی، چې په یوه ډول دې کرښې ته رسمیت ورکړي .پاکستان دا غوښتنه څوڅو ځلي د طالب له مشرانو څخه هم کړي وه .
یوڅوموده مخکې په دې اړه دنیویارک په ښار کې د افغانستان ، انګلستان او پاکستان د جګپوړو پریکړه کوونکو چار واکو درې ارخیزه ناسته راوغوښتل شوي وه .
افغان ولسمشر منلي، چې پاکستاني پنجابي واکمنو په رسمي ناستوکې له ده سره د ډیورنډ کرښې موضوع مطرح کړي،اما دافغان چارواکو له خوا پر دغې موضوع خبرې رد شوي دي . په بل ځای کې دافغان حکومت چارواکې وايي،چې دپاکستان حکومت په خپلوخبروکې اکثره په غیر مستقیم ډول اوکله ناکله هم په مستقیم ډول دغې موضوع ته اشاره کړي ،خو موږ په ځواب کې یاهېچ هم نه دي ویلې او یا مو ورته ویلې، چې دا موضوع د بحث موضوع نه ده .
د دغې دري اړخیزې ناستي مهم اوپیچلي ټکې دکابل او اسلام اباد ترمنځ دستراتیجیکې تړون موضوع وه. ددغي موضوع په اړه دواړو هیوادنو په سیاسي کړیوکې ډول ډول سیاسي بحثونه وشول او په ډلیزو رسنیو کې غبرګونونه وښودل شول . که څه هم دغه کړې د دواړو هیوادنو ترمنځ د امنیت په اړه ستراتیجیک تړون او ګډه همکاري مهمه بولي، دوی په دې اند هم دي ،چې د دواړو هیوادو ترمنځ دسرحدي کړکېچ حل ، هواري دګډې همکاري اودافغانستان د ثبات لپاره لومړني شرطونه دي .
ډیرې افغان کارپوهان په دې انددي ،چې دواړه هیوادونه مجبوردي، لومړۍ د اعتماد فضا رامنځ ته کړي . دوی دا هم وايي ،هرهغه هیواد چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستراتیجیکي اړیکو غوښتونکې دی ، هغه هیواد مجبور دی ،لومړۍ د دواړو هیوادو ترمنځ سرحدي کړکېچ دافغانستان د قانوني او تاریخي روا غوښتونو په پام کې نیولوسره حل کړي .
د افغانستان په سیاسي بحثونو کې د ډیورنډ کرښه یوه تیوریکې فرضي کرښه ده او د هیواد په سیاسي ادبیاتو کې دغه کرښه یوه تحمیل شوي سره کرښه بلل کیږي .
په ۱۸۸۳ کال کې د ډیورنډ سرحدي کرښه د امیر عبدالرحمان خان او په هند کې د انګریزانو د بهرنیوچارو وزیر سرمارټمور ډیورنډ ترمنځ ، چې دامحال دامیر حکومت د بریتانیا دکولونیال ځواک تر قیمومیت لاندې و، د یوتوافقلیک له لارې د کاغذ پرمخ د ډیورنډ کرښه د لوی افغانستان ترمنځ په یو ډیر خورا نازک او حساس وخت کې لکه د افغانستان د همداوسنیو حساسو جنګې حالاتو په څیر ویستل شوه .
کله چې ستر هندوستان خپلواکي ترلاسه کړه ،ورسره سمافغانستان ته نوی سیاسي پرابلم پاکستان رامنځ ته شو . افغانستان له پیله پاکستان دیو خپلواک هیواد په څیر په رسمیت ونه پیژند .دافغانستان دهغي مهال شاهي دولت د ډیورنډ کرښه په رسمیت ونه پیژندله . له همدې امله ترنننه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچ شتون لري . کله کله دغه کړکیچ دواړو هیوادنه د سیاسي او پوځې جدي پرابلومونو سره مخامخ کوي . افغانستان په دغه لاره کې ستره مادي او معنوي قرباني وړکړي . دډیورنډکرښې کړکېچ د لراوبر پښتنو افغانانو دسر بقا او نړۍ کې د دویدتاریخي شتون لپاره یوه یوطرفه حیاتي جاده ګرځیدلي ده .
دلراوبروپښتنو غم اوخوشحالي په ګډه دي ، دوی تل خپل دوښمن په ګډه په ډیره ښه توګه په ګڼدو کړي دی .د پښتنو افغانانو دواړه غاړې په دې ښه پوهیږي، چې نړیوال کلي کې دپنجاب له خوا ددوی ترمنځ د ویشلتوب اوبیلتون لړې ورو ورو دپښتون ستر ولس د ابدي مرګ لامل ګرځي .
او س یو ځل بیا د لندن پریکړه کونکې چارواکې اودمکنا ټن پوځ لمسیان په سیمه کې را جوت شوي دي ، ترڅو دافغانستان سیاسي ، جغرافیايي برخلیک ټاکوونکې جوړښت وټاکې . دوی دخپلي زبرځواکې اغیزې څخه په ګټه اخیستني سره هڅه کوي ، د لندنواشنګټن او اسلام اباد ناکامه تور پلانونه کوم، چې د لویدیځ ګټې او انټرس په سیمه کې تضمینوي ان د پوځي زور له لارې هم پلي کړي .
متحده ایالات ، انګلستان او پاکستان د خپلو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره له یوې خوا نا امنیوا نا اراميوته لمن ووهي،له بلخوا غواړي افغانستان په څوبرخو وویشي یا د افغانستان تجزیه ته لاره هواره کړي .
دا د لویدیځ له دوه مخي سیاسي تکتیکونه څخه دي ،تر څودوی په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته تر ډیرو نورو کلونو مشروعیت ورکړي . په دې برخه کې د لویدیځ ډله ایزه رسنۍ د افغانستان د امنیت په اړه ګډوډې او ضدونقیض تبصرې خپروي . له یوې خوا لیکې ،د ناټو پوځونوله وتلو سره سم ،په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل کیږي . په همدې اړه د لویدیځ پوځې، امنیتي او سیاسي انسیتیټونو اود متحده ایالاتو پوځې کړي ټول په یوه خوله دي، چې د امریکایانود وتلو سره سم طالبان به بیا دغه هیواد تر خپل کنټرول لاندې راولي .
دساري په ډول امریکايي ورځپاڼه واشنګټن تایمز ، افغانستان کې د نا ټو دځواکونو مرستیال بولندوي انګریزې مل پاسوال Adrian Bradshaw له خولې لیکې، دی له افغانستان څخه په بیړه د نړیوالو ځواکونو د ژر وتلو ته ګوتڅڼدنه کوي . د متحده ایالاتو د فاع وزارت یا پنتاګون له دغې حالت څخه ګټه اخلي او د کال تر پایه به درې زره نوي امریکايي سرتیرې په دوو جوپو کې افغانستان ته واستوي . تر څو د افغانستان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي .
انګریزانو او امریکایانو نن د ډیورنډکرښې په اړه دپنجاب په ګټه خپل سیاست دافغانانود ملي ګټوپرخلاف بدل کړي، ورسره به ورو ورو د دوی نورې نوي ناولې څیرې، دسیسې او معاملې را څرګندې شي . امریکايي جنرالان غواړي، له پاکستان سره د افغانستان دامنیت او دخپلو پوځونوخوندې کولو په اړه یوه پټه سیاسي تکتیکي معامله وکړي .
هغه مهال کله چې د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ پخواني ځانګړي استازي مارک ګروسمن د ډیورنډ د رسمیت پېژندنې خبره کړې وه، په دې اړه دلوی افغانستان دلراوبر پښتنوافغانانو او همداراز په پښتونخوا کې دپښتنوملتپالواو سیاسي فعالانوله خواسخت غبرګونونه وښودل شول .
د ډیورنډ کرښې په نښته کې دیو افغان سرتېری د وژل کیدو سره د ټولو افغانانو غوسه او قهر راوپارولوشو ، ورسره جوخت په کابل کې دمدنې ټولنو غړو او نورو لسګونو افغانانو په ټول افغانستان کې پاکستان وغندو او پر ضد لاریونونه تر سره کړل .دافغانستان په ډیرو ښارنو کې سلګونو تنو د افغان ځواكونو په ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاريون وکړل او د هغه هېواد بيرغ يې لومړى تر پښو لاندې او بيا يې وسوځاوه .
ورسته له دې چې امریکايي ګړوسمن اونورامریکايي او انګریزي چارواکو ورستۍ څرګندونې وکړي، د هیواد دننه او بهر د بیلابیلو افغاني کړیو پراخ غبرګونونه راوپارول او له امریکايي سفیر نه يې د خپلو خبرو بیرته اخیستلو غوښتنه هم وکړه . په دې کې هېچ شک نشته،چې د ډیورنډ کرښه د لوی افغانستان دغمیزي پای ، دپنجاب واکدارنود لاسوهني پای،دسیمې د امنیت ،سولې اړ د اقتصادي ودې اصلي کیلي ده.

افغان ولس به د زهرو ډیر نورجامونه وچښي، خوهېڅکله به د ډيورنډ کرښه ونه مني
افغان بي دفاع مظلوم ولس په دې پوهیږي ، چې د دریو واړو یرغلګر هیوادو پوځونه په اټومي مډرنو وسلو اونوې جګړه یزو تجهیزاتو باندې سمبال زموږ په سپڅلي تاریخي خاوره کې برچه پک دریدلي دي . دوی زموږ په سپیځلي خاوره کې د نورو بیګناه خلکود وژلو لپاره دتیارسۍ په حالت کې ولاړ دي .انګریزي ، امریکایي او پنجابي یرغلګرو پوځونو د اټوم بم څخه پرته پر افغان میړني، بي دفاع مظلوم ولس باندې دهېچ شي او دهېچ ډول وسلې استعمال څخه صرفه نه ده کړي اونه به يي په راتلونکې کېهم وکړي . د لراوبر لوی افغان ولس پرضد اوس د غو زور ورور، متکبر ، ناراوا جګړه مارو، نیواکګرو جنرالانو ،جنګې جنایتکارانو یوګډ استعماري اتحاد رامنځ ته کړي .
دغي دریګوني دوه مخي بدرنګه افغان ضداتحادته د لوی افغانستان دملي خپلواکو وګړو او ستر یوموټي دولتي ولس ځواب، چې دایمان په جزبه ، دانسانیت ،افغانيت او خپلواکي په ارزښتونو باندې سینګار دی . داسي دی ،چې افغانستان د ټولو میړنیو باعزته افغانانو ګډ کور دی ، هر باعزته ملي افغان دبل میړني افغان د سترګو توردی . دغه هیواد یو تجزیه نه کیدونکې لرغوني هیواد دی . لراوبر پښتانه افغانان ټول سره یودي ، پر خپل وطن یي ځانانهقربان دي، نور باید تاسو یرغلګر بایدوپوهیږي، چې په دې خاورکې افغانانو ته ټول بهرنۍ او کورنۍ ظلم یرغلګر افغان نه منونکې پوځونه په ګونډو شوي دي .
دافغانستان ملي او ګوډاګي حکومتونو، دافغان ملي ریښتنې مشرانواو دافغانستان خپلواکو هیواد پالو وګړو له ۱۸۹۳ کال راهیسې له کله نه چې دانګریزانو لخوا دډیورنډکرښه په نقشه کې پرافغان ملت کښل شوي ده . دوی د انګریزانو تحمیلي ډیورنډ کرښه تر اوسه په خپل وجود کې نه ده منلي . لراوبرو افغانانو ایستل شوي کرښه هیچکله په رسمیت نه ده پیژندلې او راتلونکې نسلونه به یي هم انشاالله ونه پیژنې .
پرننني افغانستان باندې هېچ کوم یرغلګراو نیواکګر ځواک رحم او زړه سواې نه دی کړي، چې افغانستان په شمالي او جنوبي برخو ونه ویشل شي . دایوه ثابته خبر ده ،چې دا هیواد دخپل جیوپولتیکي موقعیت او توکمي یا قومي جوړښت له امله یو تجزیه نکیدونکې هیواد دی .
فرضآد یرغلګرود پوځي زور او ویش په صورت کې دافغانستان په شمال کې پښتون ، اوزبک، تاجک ، ترکمن ، هزاره او نور لږه کې به له یو بل سره څه کوي ؟ څوک وایي، چې په شمال کې بیا د دوی ترمنځ کورنۍ جګړه نه پیلیږي . څوک به وایي، چې د طالبانو د غورڅنګ څخه ورسته د چړیانو غورځنګ دلوی افغانستان د ژغورني لپاره رامنځ ته نشي ؟
موږ ټول پوهیږو،چې لوی افغانستان له اموڅخه تر اباسینه د سرکښو پښتنو افغانانو تاریخي هیواد دی . هر لویشت يي د نیکه او بابا کور دي ،په هره دره کې دتورو نښاني دي . که تاجک دي که اوزبک دي، دلته یو افغان دی، چې فکرونه دنقاق پالي په سر کې،امتیاز يې د وهلو کشتن زما دی . په بله وینا د وهلو امتیاز دملي پښتون افغان دی . یرغلګر و دلراوبر خواره واره پښتنو یا د لراوبر یوموتي افغان ولس ترمنځ قصدآ او عمدآ استعماري کرښه ایستلي غواړي. دوی له ځانه سره په خپلوتور و بکسونو کې د افغانستان دویشلو پټ پلانونه لري .
افغانان په ټینګ ایمان سره وايي، چې لوی افغانستان یوتجزیه نه کیدونکې هیواد دی ، ننني افغانستان ته په نړۍ کې د شتون یواځینې لار همدا پاتي ده،چې دغه تاریخي هیواد او لرغوني افغان ولس بیرته سره یوشي، نور نه تجزیه کیږي . که دنړۍ کوم زبرځواک دافغانستان د ویشلو ارمان په زړه کې لري ،دوی باید وپوهیږي، چې دا ارمان به خامخاله ځانه سره ګورته یوسي . په ځانګړي توګه د پنجاب واکداران باید دې وپوهیږي، چې دلته د انګریزي جنرال میکناټن،د روسي جنرال ګرمو وف او د امریکایي جنرال پټرویس پوځونه په بشپړ ډول مات شوي دي،که لوی الله پښتانه افغانانوته بیا اتحاد، اتفاق اوملي قیادت په نصیب کړو، پټانانو به بیا د پخوا په څیر د پنجاب تور غلام صفته ډارن جنرالان د اټوم بم سره یوځای په چکچکو پسي واخلي .
افغان ستر ولس هېڅکله دا استعماري کرښه په خپل وجود کې په رسمیت نه ده پیژندلې او هیڅکله به په راتلونکې کې هم کوم ملي مرکزي دولت ونه پیژني . نن لراوبر ستر پښتون افغان ولس په خپل پلارني تاریخي زړوکور کې د پرلپسي یرغلګرو پوځونودشتون په وجه ،له یوشمیر بریاوو ،ناکامویو، ګډوډیو او بي اتفاقیو،ځانځانیو څخه ورسته، دوی یوځلي بیا د خپل تاریخي بیرته یوالي لپاره دیوې ستري ملي ارادې هوکړه کړي اوپه دې مهمه ملي برخلیک ټاکونکي لاره کې دیوي ستري تاریخي بيه ورکولو تهدچمتوکیدو په درشل کې دي . د پښتون ولس په تن کې د ډیورنډ تحمیلي کرښه د پخواني بریتانیا امپراتورۍ په وخت کې په داسي مهال کې رامنځ ته شوه، چې د پاکستان هیواد په نړۍ کې شتون نه درلود،ان پاکستان د هندي مور او انګریزي پلار څخه زیږیدلي نه و.
دډیورنډهوايي کرښې ته په خپله دانګریزي امپراتورۍ هېچکله د یوې نړیوالي پولي په څیر نه دي کتلي. په نړۍ کې تراوسه هېچ داسي لاسوند یا سند نه شته، چې دپښتون افغان ولس ترمنځ داکرښه د یوي نړیوالي پولي په څیر په کې لیکلي شوي وي .
دافغانستان او پاکستان ترمنځ ددوه اړخیزه اړیکو خونړي تاریخي کړ کېچ له کله نه چې دانګریزانونړیوال امپایر او استعماري نیواکګر ځواک له نړۍ څخه ورک شوي او پنجاب دپاکستان په نامه په سیمه کې د بریتانیا په ځاي را منځ ته شوي .له همدي مهاله د لر اوبر پښتون افغان ولس په کور کې دمظلوم پښتون ولس پرضد د اسلام سپیڅلي دین تر نقاب لاندې یوه ډیره ظلمه ،نا انصافه جګړه تحمیل شوي ده،دغه خونړي کړکېچ دپښتون سترولس په سپیڅلي لرغوني خاوره کې دیوې پیړۍ څخه په خپل شدت سره له حساسوشیبواو پړواونو څخه تیریږي . دغو یرغلګرو جنرالانو ته اوس داسي ښکاري ، چې د نړیوال امنیت او اقتصاد ته د طالبان غورځنګ نه بلکې دډیورنډ استعماري کرښه اود پښتنو بیرته یوالي یو ستر ګواښ دی .
دافغانستان دخپلواکۍ په ورستي پنځه دیرش کلن جګړیز بهیر کې هر مسلمان ملي باعزته افغان ته او د نړۍ هربشردوسته انسان ته د پنجابسیاسي، پوځي چارواکو،داې ایس اې استخبارتي ملایانو دوه مخي سیاست د اسلام سپڅلي دین تر څیرې لاندې او د اسلام اباد یرغلګر واکدارنو تاریخي دښمني دپښتون افغان ولس پرضد ثابت شوي ده .
پنجابي پوځي جنرالانو تل خپله ستراتیجیکې ژوره دلوی افغانستان په وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د
تیري او دلویدیځوالو یرغلګرو پوځونود سیاسي، پوځې او جیوستراتیجیکي پلانوسره په تکتیکي ډول نوي سمبالوي او دوی خپله ستراتیجیکې ژوره په افغانستان او سیمه کې د سیاسي جګړیزو حالاتو سره سم په ډیر مهارت سره پرمخ بیايي . د پښتنو افغانانوسرهدپنجاب واکدارنودښمني د انګریزانو له دښمني څخه نور ې ډیري ژورې تاریخي ریښې لري .
دا مهال په تیرو لسو کلونو کې د دواړو هیوادونو اړیکې تر بل هر وخته یوځلي بیا ډیرې سختي ترینګلي شوي دي . اوس یوځلي بیا په لوی افغانستان کې د پنجاب یرغلګر جنرالانو ته دانګریزي او امریکايي یرغلګرو جنرالانوته په ګده یوه بله ښه د امتیاز ورکول موقه مساعده شوي ده .
پنجابي جنرالان غواړي، د دغي معامعلي له لارې په یوه غشه دووې نښې ښکارکړي ،دپنجابي جنرالان پالیسي له یوې خوا د ډیورنډ کرښې دیخوا او ها خوا پښتانه په انذوا کې سره بیل ساتل دي او ورسره د دواړو خواو ملي خپواکه مخور پښتانه افغانان په نښه کول دي . له بله خواپښتنو ته امریکایي او انګریزي بي رحمه ناپوهه جنرالان ګواښونه کوي ،دوی په ډیپلوماتیکه ژبه دافغانستان پهلرغوني پلازمېنه لوی کندهار او په کابل کې پښتنوته وايي، د ستر پښتون دولتي ولس د سر نه ټیټولو په صورت کې به افغانستا ن په شمالي اوسویلي برخو وویشي او د خپل تور استعماري پلان له مخي به د پښتون افغان دولتي ولس ترمنځ بیا کرښه راوباسي ، ورسره به د اوسني افغانستان په شمالي او جنوبي برخو ویشلو ته لاره هواروي کړي .
په ګوشته ولسوالي كې د افغان او پاكستاني سرتېرو تر منځ اووه ساعته جګړه وشوه او په پايله كې يې د افغان ځواكونو له خوا د پاكستان له خوا جوړ شوي تاسيسات ړنګ کړل شول .
د پاکستان پوځ له لوري د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې پرمخټګ او پر افغان خاوره د توغندیزو بریدونواو دګوشتي ولسوالي پیښه ،د ډیورنډ کرښې دې غاړه کې پوځې تاسیسات او پوستې، د ډیورنډ د کرښې په رسمیت پیژندولو د فشار له وجهې دهمدې پټ پلان له مخې د امریکایانو، انګریزانو او پنجابي جنرالانو له خوا عملي کیږي . په ازاد قبایل کې د پنجابي پوځیانو هڅې بي ګټې دي او افغانان به له داسو منحوسو پلانو نو له لارې د ډیورنډ کرښې منلو ته اړه ونه باسي، ځکه لراوبر پښتانه افغانان د بیرته یوالي په لاره کې ډیر کار او پرمختګ کړي دی . دپښتنو افغانانو دبیرته یوالي مخه اوس د نړۍ هېچ کوم وسله وال ځواک نشي نیوالي او پښتانه مجبور دي په نړیوال کلي کې د ستر پښتون افغان ولس کور برخلیک اواختیار په خپل لاس کې اخلي، ټول افغانانو ته د افغانستان دسیمې او نړیوال امنیت خورا ډیر مهم دی .
د ډیورنډ کرښې په اړه دامریکایانو، انګریزانواو پنجابیانو تور استعماري پلانونه او سیاسي دریځونه د افغانانو پر دریځ باندې هیچ ډول اغیزه نه لري . دوی په خپلو تورو استعماري پلانونو دافغانانو ملي کلک دریځ نشي بدلولای .
پاکستان د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سرغړونې او افغانستان ته د ورانکارو استول له همدې امله دي .
افغانستان کې امریکایانو انګریزانو له داسو پالیسیو او استعماري سیاستونو سره خپل پوځونه مصونولي نشي او په داسو پلانونو اوچلونوخپلو پوځونو ته د اوږدمهال شتون لاره هواره او برابرولي هم نه شي .
امریکایان ، انګریزان او پنجابیان باید له خپلو استعماري سیاستونو څخه لاس واخلي . د انګریزي امپراتورۍ او د وخت شوروي اتحاد ناکامو پا لیسیو او لڼدو سیاستونه ته دې بیا نه ورګرځي . استعماري جنرالان غواړي، هره هغه شوني لار ه وکاروي ،تر څو د دوی د یرغلګرو پوځونو پایښت دلته په افغانستان کې تضمین شي .که هغه د لوی افغانستان تجزیه وي ،که دافغان دښمنه ګاوندې هیوادونو سره پټې دسیسه او پټ پلانونه وي او یا لاسپوڅې وطن پلورونکې،خاین جنګسالار ،ملیشایي ایتلافونه او اتحادي ډلو سره سیاسي معامله وي .استعماري دسیسې او پلانو نه دافغانستان په کورنیو اوسیاسي چاروکې جوته لاسوهنه ده. جوته خبر ده، چې دا استعماري پلانونه یرغلګرو او افغانانوته به ډيرناوړه ګواښمن خونړي عواقب له ځانه سره ولري .

دافغانستان او دمتحده ایالاتو ترمنځ امنیتي تړون

دافغانستان او امریکې ترمنځ د امنیتي تړون پر سر یوداختلاف، جنجالي ټکې اویا یو شرط دا دی ،چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان له ملي او نړیوالي پولو د ساتلو ضمانت ورکوي ، په ځانګړي ډول د پاکستان سره د ګډې پولي، چې تل د دواړو هیوادو ترمنځ د شخړو او جګړو لامل ګرځي .
د امریکا متحده ایالات د یو ستراتیجیک ملګري هیواد په توګه د امنیتي تړون له مخې نه یواځې د پاکستان دلاسوهنو په وړاندي دافغان ملت او دولت ملاتړ وکړي ،بلکې د زموږ دملي داعیه څخه هم په نړیواله کچه ملاتړ وکړي . نه داچې دخپل استعماري پلانونو له مخې د ډیورنډ تپل شوي کرښې ته مشروعیت ورکړي . امریکایان اوانګریزان باید دا په ډاګه کړه، چې دغه کرښه د دواړو هیوادونو ترمنځ دیوې رسمي پولې په توګه نه پیژني .
که د افغانستان دولت د ډیورنډ د کرښې په مسله کې د خپل نږدې ستراتیجیک ملګري امریکا ملاتړ له ځان سره ونه لري، بیا نو پرستراتجیک ملګري او پرامنیتي تړون باندې شک دی . افغانان به دداسي یو تړون ملاتړي نشي . امریکایي، انګریزي او پنجابي یرغلګر پوهیږي، چې دډیورنډ کرښه په افغانانو تپل شوي ده . د افغانستان دهغي مهال افغاني دولتونو دا کرښه نه ده منلي ،اوسني هم نه مني اود سبا هېچ ملي دولت به هم دا کرښه په رسمیت و نه پيژني . له یوې پیړۍ څخه دافغانانو یوه دولت ته د جګړو او یرغلونو له امله دا فرصت په لاس ورغلي نه دی، چې خپله بیله شوي خاوره بیرته له خپلي مورني خاوري سره یوځای کړي .

داسي اټکل کیږي، چې دافغانستان او امریکا تر منځ د دوه اړخیزو تړون له لارې د ۲۰۱۴ کال نه ورسته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو پاتې کیدل لکه په عربي هیوادو په ځانګري ډول د سعودي عربستان په څیر پوځي اډې ولري .راتلونکي لویه جرګه بایدپه امنیتي تړون کې جوت کړي،چې دپاتيکیدونکې امریکایي سرتیرو دنده، شمیر ، چیرته او دکومو شرایطو له مخې به دوی په افغانستان کې زموږ د ملي ګټو څخه دفاع او فعالیت کوي . ظاهرآ داسي ښکاري چې امریکايي سرتیري به دافغانستان د امنیت او ملي ګټو ساتلو چارو کې دافغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي ؟ .
د ډیورنډ کرښې کړکېچ پرحل باندې کله د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې کار پيل شي

د وړانډیز په توګه :
نن د افغانستان ویشلي زخمي افغان ولس او وسلوال اپوزیسیون د دې جوګه نه دی ،چې دپاکستان په وړاندې دغه مسله ملګروملتونو او یا نړیوالي محکمي ته یوسي .
دډیورنډکرښې کړکېچ دحل درسمي راپورته کولو لومړني شرط، په افغانستان کې تلپاتي سوله او د یوملي خپلواک قیادت د لارښوني لاندې دیو مرکزي ځواکمن ملي دولت رامنځ ته کیدل دي .
دوهم : دافغان مرکزي ځواکمن ملي دولت بایدد ډیورنډ شخړه د خپل ملي دولت د جنډا په سر کې لیکې وي .
دریم : مخکې له دې چې دغه مسله د نړیوالو قوانینواو مراجعه له لارې راپوته شي،دغه مسله باید د افغان ملي مرکزي دولت له خوا د پنجاب له واکدارنو سره په مستقیم ډول د دوو دولتونو ترمنځ دنړیوالو قوانینوپه چوکاټ کې مطره شي .د افغان راتلونکېځواکمن ولسمشر د ډیورنډ کرښې د نه منلو خبره باید په جرعت سره اوپه ډګر د اسلام اباد له ستیژ ه هندو پنجابي ته ،مسلمان پنجابي ته ،دلندن انګریزته ،د واشنګټڼ امریکايي ته ،دماسکو روسي ته او د تهران شیعیګانو ته اعلان کړي .
څلورم : افغان ملي دولت بایددخپلو یو شمیر کارپوه منل شوي حقوقپوهانو له لارې د ډنهاګ په نړیواله محکمه کې عرض شي . د ډیورنډ د کرښې د مسلې د حل لپاره باید د نړیوالي تجربو او د نړۍ دنورو دولتونو ترمنځ د سرحدي شخړ و او قضیو څخه ګټه واخیستل شي او په ترڅ کې اقدام وشي .
پنځم : په ځانګړي ډول د انګریزانود پست کولونیال سیاست او همداشان د دولتونو ترمنځ د نورو کلونیالستي کرښو ایستلو قضیې بایدو څیړل شي .
شپږم : دنړۍ ولسونو، ټولنو،دولتونو،ملګروملتونو پام باید دغې نړیوالې مهمي مسلې ته راواړول شي. دخپلو دوستو هیوادوله دولتونو او ستراتیجیکو هیوادو پا م دغې تاریخي ناروا کرښې ته راوګرځول شي، لکه المان ،فرانسه، کاناډا او چاپان .
اووم : د پښتونخوا له ملتپالو وروڼو سره او دمدني ټولنو سره په دې اړه اړیکې ټینګې شي .
نړیوالو قوانیو ته په کتو سره ډیورنډ کرښې حقوقي اړخونه ډیر پیچلي حقوقي اړخونه لري . مرکزي ملي دولت باید دې ملي او نړیوالي مسلې ته یوه حقوقي ، تاریخي او سیاسي کارپوه ډله وټاکي. تر څو دوی د ډیورنډ کرښې په اړ ه ټول معتبر تاریخي ،حقوقي، توکمي ، کلتوري او دولتي اسناد او مدارک و څیړي او دیوې نړیوالي محکمی له لارې دغه قضیه باید وړاندې کړل شي .

پایله :
که دامریکایانو او انګریز انو سیاسي چارواکې ، ډیپلوماتان او پوځیان دیوې لسیزې جګړو څخه ورسته اوس دې پایلي ته رسیدلي وي، چې په افغانستان د پاکستان له مرستې پرته شتون او په افغانستان کې سوله او پاتي کیدل ناشوني دي . دوی باید پوهشي،چې افغان مسلمان ولس به په خپل دې بیچاره ګې او یواځیتوب کې د الله ( ج ) په مرسته ،دا ډول استعماري انګریزي ،امریکايي او پاکستاني پلانونه،چلونواو فشارونو ته سر تیټ نه کړي او افغانانو به ا نشاالله دا ناولې دسیسې، د ویش استعماريپلانونه چې په هره بیه وي شنډکړي .
انګریزي او امریکايي ښکېلاکګر ځواکونه باید په دې پوه شي،چې دا کړکېچ د نړیوال منلي شوي حقوقي پرنسیبونو پر بنسټ یوه کړکېچنه نه عملي کیدونکې کرښه ده . دغه کشاله نه یواځې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوږدو شخړو لامل دی،بلکې د سیمې او نړیوال امنیت د تباهې لامل ګرځیدلې هم شي .
پنجابي جنر الانو دخپلي ژورې ستراتیجیکې پالیسې په وجه ،دانګریز انو او امریکایانو په لمسون د افغان ولس د ګاونډیتوب نړیوال منلي شوي حقوق تر پښولاندې کړي دي، دافغان ولس پرخاوره لکه د یوخطرناکه دښمن په څیرله یرغله لاس نه اخلي . دیرغلګرو دهمدې تیرویو په پایله کې د پښتنو افغانانو دملي خپلواکۍ، یوموټیتوب ، دملي یوالي روحیه ،ملي پاڅونوته په جګیدو او جنګیدو شوي ده . یرغلګر به ډیر ژر نشاالله د خپلو ناولې دسیسو ښکار شي .

د انګریزي او امریکايي چارواکو ورستۍ خبرې او ویناوې، د دې ښکارندوي کوي ،چې امریکا او بریتانیا غواړي له پنجاب سره د لوی افغانستان دویشلو په اړه یوه پټه معامله وکړي . دوی د ډیورنډکرښې په اړه خپل استعماري ناکام سیاست بیا تکرار کړي.
دپاکستان ډیورنډ کرښې ته رسمیت ورکولو هڅې، لکه د ډیورنډ پر کرښې اغزن سیمونه تاوول او د کرښې په اوږدو کې ماینونه او بمونه ایښودل او پوځي تاسیسات جوړول فعلآ ناکامه شول .

د اسلام اباد واکدارنو په وار وار دا ویلي ، چې کابل باید وسوځي . تاریخ دا ثابته کړي، چې که کابل سوځي، نو پښتونخوا به هم ورسره سوځي . نوره د ډیورنډ دیخوا او هاخوا پښتانه افغانان د پنجاب داورلرګې نه دي، د جګړې ګټه به دیرغلګرو وي، تباهې او بربادي د پښتون ستر کور او د پښتون افغان ولس نوره نه وي .
د پښتنو په تاریخ کې چیرې هم دا نه دي لیدل شوي ،چې کابل دپښتونخوا سره او پښتونخوا دکابل سره جنګیدلي وي .لراوبر پښتانه د اوږدو جګړو په بهیر کې د قبیلویت ژوندڅخه ورو ورو دیو واحد ملت په څیر په لوی افغانستان اونړۍ کې په را څرګندیدو دي
پښتنو ته هغه پښتون افغان ژوندې مړ دی ،چې دیرغلګرو پوځونودشوموپلانونو او د ډیورنډ استعماري کرښې په وړاندې نه وي راپاڅيدلي . پښتنو ته هغه مړافغان پښتون ژوندی دی ،چې دیرغلګرو په وړاندې په سپیڅلي مبارز کې له نړۍ څخه سترګې پټي کړي وي
پښتانه دنړۍ او دافغانستان په تاریخ کې دولت جوړونکې او په خپلو اوږو دولت وړنونکې ولس یا دولتي ولس په څیرپیژندل شوي دي . دوی قصډآ دخپلو ټولو روا منل شويو نړیوال حقوقو څخه بي برخي کړل شول ، د دوی حیثیت ، شان ، شوکت ، ملي غرو او حساس دیرغلګرو،جنګې جنایتګارانو او د جنګسالارانو لخوا قصدآ تر پښو لاندې کړل شوي دی . یرغلګرو او په افغانستان کې دلږکې قومونه بدنامه پیژندل شوي څیرې ،ائتلافونه، اتحادونه باید وپوهیږي، چې په افغانستان کې د فدرالي یا پارلماني نظام رامنځ ته کول ،لږکې توکمونه له ډیرکې ولس سره جنګول دي . امریکایانو ان د بن په کنفرانس کې د پاکستان دخوشحالواو دخپلو شومو پلانو پلي کولو لپاره په نوی موقت حکومت کې د ملي وحدت احساس لرونکو، په ملي اسلامي یوالي روحیه ولاړو پښتنو افغانانو برخه يي داقلیتونو ظالمو، بدنامو جنګسالارانو ته ورکړه . د پښتنو د ټکولو لپاره دلږکیو دغو ملي ضد څیرو ته په دولت ،وسله وال پوځ او ملکي ادارو کې ستره برخه ورکړل شوه . ترڅو دیو مرکزي ځواکمن اسلامي ملي دولت مخه ونیول شي . پښتانه مجبور کړل شوي، چې د غي غیرعادلانه ناروا ویش په وړاندې را ویښ شي اوسخت غبرګونونه وښيي .
پاکستان هېچکله په لو ی افغانستان کې ملي خپلواک دولت غوښتل څه، چې زغملي نشي، دوی ښه پوهیږي چې دافغانستان ابادي د پاکستان بربادي ده .

سایل لیکې :
پېښور او کابل دواړه دوه ياران دي
لکه دوه سترګې په يو مخ د جانان دي

د توري ،قلم او میړاني خوشحال خان خټک بابا لیکې :
د افغـــــــان په ننګ مې وتړله توره
ننګيالی د زمانې خوشال خټک يم

دافغان پښتون ولس دخپلواکۍ لوی مخکښ ستر احمد شابابا لیکي :

ځان به ویښ کړوهرې خوا ته ،هرې خواته رقیبان دي
یو پر بل مو سره وژني ،وايي خپل یو،غلیمان دي

پای