کور / کیسه / د پېریانو احساس؟!

د پېریانو احساس؟!

میر څو پنځوس کلن وو لوړه ونه وړې سترګې یی درلودي تا به ویل چې د سترګو دپاسه یی بریتونه دي خلکو به میرو باله کله چې یی زوی دنورو کلیوالو سره د ماین په چاودنه کې مړ شواقتصادي ستونزو اړ کړ چې د کلي شپون شي له ورایه یې د تندي ګونځې داسي ښکاریدي چې په ستومانې د یوی مړۍ ډوډۍ لپاره کار کوي.یوه کوچنۍ کورنۍ وو میر، میرمن، او چټه پېغله لور چې ښاپېرۍ نومېده سپین د سپوږمۍ مخ ، سرې شونډې، غټې سترګې اوبڼو کې يې یوه د نیا خبري وې تابه ویل چې د قاف له غره څخه راغلې ده. د وخت سکندر به لاس په سلام ورته ولاړ وو لنډه دا چې ما څه کوي چې تکړه انځور ګر نه شوای انځورولی. خلک د ښاپېرۍ د غوښتنې څخه لاس په سر شول کله چې د جومات د خادم زوی متین ته خپل ملګري په ښاپېرۍ د مینتوب پیغور ورکړ. بیشکه د وخت په تیریدو سره معلومه شوه چې د دوی مینه د لېونتوب تربریده رسیدلي، لوړ دنګ متین به له ورایه زیړ زبښلی ښکاریدو.یوه ورځ په ګودر کې هم د مینې بحث په ناندرو بدل شو د ښاپېرۍ د ملګرو او نورو پېغلو ترمنځ په جنګ کې په منګو ګوزارونه وشول لمدې خیشتې شوې بنګړي، امیلونه، دګریوان تڼي او منګي ټوټې توټې شول چې د کلي د سپین سرو په منځګړیتوب قرارې شوې. وروسته دومره سره خوږې شوې چې له کور به بیاځلې ګودر ته راغلې ځینې مستې پېغلې به بیا سره غاړې وتې تا به ویل چې کلونه کلونه یی سره نه دې لیدلې د متین د ټینګار له امله غریب پلار یی جګ ولور ته غاړه کیښوده. ښه مې په یاد دي د د سمال په ورځ ملا صاحب په موسکا میرو ته وویل: چې اسلامي طریقه داده چې په واده او مهر کې اساني وي که دغه عمل څوک نه کوي حقیقي مسلمان نه دی. خو میرو خپل سر د نه په بڼه تاواوه په ډاګه یی وویل چې شپږ لکه اوغانی (افغانی) ولور به له واده مخکې راکوي.موږ د ولاړیدو په حال کې وو چې یوه سپین ږیري کلیوال ویل د مار(مهر) په اړه څه وایي ملا په خپله ږیره لاس تیر کړ او زیاته یی کړه چی کمه اندازه یی لس درهمه ده او دزیاتې اندازی حد نه دی ټاکل شوی د ښځې حق دی ډیر اخستل یی په ټولنه کې د فساد سبب ګرځي او د ولور په نامه پيسې اخستل غټه ګناه ده.دوه میاشتې وروسته متین د کلي د نور ځوانانو سره د بي روزګاري له امله د ایران په سفر ولاړ څه وخت وروسته ښاپېرۍ هم ناروغه شوه خبري به یې نه کولې موربه یی سپېلني ورته لوګول د خلکو ګمان به هلته په رښتیا بدل شو چې د ښا پېرۍ مړژواندې حالت به یې ولید خوا خوږي یی ورسره ښودله. د ډاکټرانو له تداوی وروسته د ملایانو نظر دا وو چې په درنوځایونو ختلې ده د پېریانو تاثیر دې دوی به ویل چې جنیات یو موجود مخلوق دی د دوی وجود نه منل قران او سنت نه منل دي. د ښاپېرۍ ناروغې میرو هم وارخطا کړی وو پېریانو به د ښاپېرۍ په ژبه خبري کولې مګر غږ یې د نر په شان وو ښایی د انسانانو د ناروا کړنو له امله اسمان د پېریانو په توګه دغه پيغام خلکو ته رساوه له خولې څخه به یی ځګونه راوتل ویل به یی څوک چې په چا رحم نه کوي الله ج به په هغو رحم نه کوي. میرو د متین پلار ته وراغی ترڅو واده ورکړي. په خپلو کړو وړو پښیمانه وو خو د متین دپلار جواب منفي وو هغه ویل چی زوی یی دوبۍ ته راون شوی دی ترڅو پوري چې هغه بیرته نه وي راغلی ښاپيری به ستا کور کې امانت وې. ماښام د جوماتونو ازانونه کېدل خدای پالونکي مومنان یی لمانځه ته رابلل چې خبر شوم د متین او ولس(۱۷ ) نورو کلیوالو بیړۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده یوه اونۍ وروسته ښاپېرۍ وینې وګرځولې ځای په ځای یی ساه ورکړه دهغو نورو ځوانانو ناوې او د هغو په نامه پېغلې د پلرونو په کورو کې د ویر په ټغر د عمر ترپایه پاتې شوي د خپلو هیلو او ارمانونو جنازې یې د تل لپاره د زړه په هدیره کې د فن کړي ځينې په جبري نورو ته واده شوې د دوی معصومو اوښکو ته چا ونه کتل.زه تل د پېریانو احساس ستایم…………… انسانانو ته الله ج د اشرف المخلوقات مقام ورکړ خو افسوس پدي فاني نړۍ کې داسي خلک هم شته چې ناوړي اعمال سر ته رسوي.