کور / راپور / په بلوچستان کي افغان کډوالو د سواد دنړيوالي ورځي په مناسبت غونډه وکړه

په بلوچستان کي افغان کډوالو د سواد دنړيوالي ورځي په مناسبت غونډه وکړه

دا غونډه په بلوچستان کي دافغان کډوالو د ځوانانواو ښوونکو د ټولني په زيار جوړه شوي وه .
چي پرون ماسپښين پر څلورو(۴) بجو د نوي سرانانو په دوولسم نمبر دافغانانو په ښوونځی کي پيل شوه او غونډه پر دووبرخو ويشل سوي وه .
چي په لومړی برخه کي يي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهر پښتون ،ښاغلي مولوي خير محمد خيرخوا ، ښاغلي اخترمحمد باوري، ښاغلي دارو خان اعتمادي ، ښاغلي محمد عيسی خان او نورو مشرانو د سواد د نړيوالي ورځې ، دګران افغانستان پر تعليمي وضيعت ، او دلته دکډوالو پر ستونزو او خاصتاَ د تعليم پر ستونزو او د والدينو وښوونځيو ته دخپلو بچو د ليږلو اوتشويق لپاره خبري وکړي .
د غونډي په دويمه برخه کي د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د سوال او جواب او دقرآن کريم د قرائت سيالی وسوي . چي وبرياليو زده کوونکو ته د مشرانو له خوا ورته تحفي ورکړل سوي . او په اخره کي دفغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني له خوا يوه پريکړه ليک وغونډي ته اعلان سو . چي په ياد پريکړه ليک کي لاندي مادي بيان سوي :
۱- زموږ ټولنه به خپل تروسه دافغان کډوالو په ټولوپنډغالو کي د بي سوادۍ پر ضد مبارزه جاري ساتي اود افغان د کوره به د بي علمۍ ټغر ټولوي او د علم ټغر به اواروي .
۲- دټولوافغانانو څخه په ډير درنښت غوښتنه کوو چي زموږ سره په دي مبارزه کي فعاله برخه واخلئ.
۳- دکډوالود ټولو اړوندو ادارو څخه په کلکه غوښتنه کوو چي زموږ د ښوونځيو ، ښوونکو او زده کوونکو ستونزي بايد حل کړي .

د ياد پريکړه ليک نه وروسته غونډه پر شپږ(۶) بجي پای ته ورسيده