کور / طنز / د پیغام معجزه

د پیغام معجزه

لیکوال: هري شنکر پرســات( هند)
ژباړه: علم ګل سحر

یوه ورځ د خلکو یو استازی ایالتي صدر اعظم ته ورغی او د بیو له لوړوالي څخه یې هغه ته شکایت وکړ، ایالتي صدراعظم ورته وویل:

تاسې پوهیږﺉ چې بیې ډیرې لوړې دي؟ ډیر ښه زه به سوداګرو ته یو پیغام صادر کړم، زه د اقتصاد پر اصولو او اداري تدبیرونو باور نه لرم ،موږ د ګاندي په هېواد کې ژوند کوو زه په یوه پیغام سره د خلکو په زړونوکې ژور بدلون راولم .زه پیغام ورکوم چې تجاران بیې را ټیټې کړي او لوړ اخلاق وښیي.

د صدر اعظم پیغام درادیو له لارې خپور شو په پیغام کې ویل شوي و چې د خوراکي موادو سوداګر دې لوړ اخلاق وښیي او قیمتونه دې را ټیټ کړي، خلک غریب دي باید له هغو سره مینه او خوا خوږي وښودل شي.

پیغام عجیبه اغیزه لرله د ښار په سترو تجارتي ځایونو کې دغه پیغامونه تر سترګو کېدل: «پلورونکي لوړ اخلاق ښیي» «زموږ پر نسیب انسانیت او انسان دوستي ده» د خوراکي توکو په مغازو یې لیکلی ول: غنم په سل روپۍ .

پیرودونکي راتلل او لوستل یې خو باور یې نه کاوو، تر پرونه په دوه سوه روپۍ ول دوی به سترګې وموښلې بیا به یې ولوستل د باور کولو وړ نه و.

پیرودنکي په حیرانتیا وویل:

• غنم سل روپۍ؟
• هو که مړ هم شم قیمته یې نه ورکوم لوړ اخلاق ماته دا سې حکم نه کوي.
پیرودونکي په زاریو وویل:

• سېټ جي ته و خدای په دوه سوه روپۍ یې راکړه ښځې مې دوه سوه روپۍ راکړې دي ،که په سل روپۍ یې را باندې خرڅ کړې میرمن به مې وایي چې غلا مې کړې ده .
یو بل پیرودونکي ګواښ وکړ:

• او هو سیټه په خپل همیشني قیمت یې خرڅ کړه که ارزانه یې خرڅ کړې نس به دې څیرې کړم.
سېټ وویل:

• ما مه ډاروه که ټوټه ټوټه مې هم کړې قیمته یې نه درکوم اخیر لوړ اخلاق او بشریت ته درناوی ماته دا اجازه نه راکوي چې قیمته یې خرڅ کړم. په بله مغازه کې چې د چای له قطیو ډکه وه خلک را غونډ شوي ول او د دوکان لیکنې ته ځیرول. په قطیو د پخواني قیمت نیمایي قیمت لیکل شوی و خلکو چیغې وهلې:
• قوطي نیمایي دي که ډک وي نو ولې په نیمایي بیه ؟
سېټ جواب ورکاوو:

• مهرباني وکړئ، وایې خلئ، نه تور بازار نه هم دوه چنده قیمت اخیر اخلاق او انسانیت ما ته امر کوي چې ارزانه یې خرڅ کړم.
د منځني عمر سړی د دوکان له مخې تېرېده، دوکاندار هغه تر لاس ونیو او دوکان ته یې راووست د منځني عمر سړي په نیولي آواز په زار یو وویل:

• سېټ جي ولې مې په خلکو کې بې عزته کوې درته ومې ویل چې تر لسم تاریخه ستا پور درکوم.
دکاندار په ډیر ادب په مهرباني سره وویل:

• ګرانه څه وایې؟ چا له تا پیسې غوښتې ؟ ما ته خپل دوکان ته راوستې چې سودا واخلې، ځکه ومې لیدې چې شرمندوک تیریدې، هر شی دې چې په کار وې وایي خله هر وخت دې چې زړه وغوښتل پیسې راکړه راځه زما ګرانه… د دوکان ټول مال تر تا قربان واخله … بوره کیلو په دوه روپۍ.
پیرودونکی هک پک شو شونډې یې وخوځیدې:

-… دا څه وایې بوره کیلو په دوه روپۍ؟ تر پرونه په پنځه روپۍ وه … زه یې دومره ارزانه نه اخلم.

سېټ په مهربانۍ سره وویل:

• واخله واخله. پیسې د میاشتې په اخیر کې راکړه زه دې نه پریږدم چې بې له بورې خپل کورته ولاړ شې ،لوړ اخلاق او انسانیت ما ته حکم کوي چې په خپلو وطنوالو مهربانه واوسم.
سېټ له بورې ډک پاکټ په زور هغه ته ورکړ.

دوه ورځې وروسته ډیرو خلکو چې زیاتره یې د دولت مامورین ول ،مظاهرې وکړې او شعار یې ورکاوو:

سیمه ایز حکومت بیې را ټیټې کړې غواړي موږ سپک کړي څه خیال یې کړی دی، موږ سوالګر نه یو، موږ هم وجدان لرو یا قیمتونه لوړ کړئ، که نه موږ دکانونه ویجاړوو.

د ماښام خواته پر دوکانونو د ډبرو اورول پیل شول شعارونه هم تند شول. «خلک غواړي قیمتونه لوړ شي، مړه دې وي هغه کسان چې د خلکو د ارادې پر ضد عمل کوي.»

بهرنیو ژورنالستانو دا بهیر په دقت سره څاره، څوشیان په بشري تاریخ کې بې سابقې ول هغوی ولیکل:

هغه عجیب هیواد چې د صدراعظم پیغام یې معجزه کوي، هر ځای خلک د بیو را ټیټېدل غواړي، دلته یې لوړول. خلک نه غواړي څه شي ارزانه واخلي.

کار خراب شوی و، د خلکو وکیلان لومړی وزیر (صدر اعظم )ته ورغلل ویې ویل:

• ښاغلی صدراعظم… بد حالت منځ ته راغلی، ماشومان شیدې خوري بیرته یې قی کوي ځکه په شیدوکې هغه بوره چې ارزانه اخیستل شوې اچوي ،خلک چای سوروي خو تر ستوني یې نه تیریږي ځکه چای ارزانه اخلي. ماشومانو ته نوې جامې ور واغوندي بدن یې تڼاکي شي ځکه چې اوس خلک رخت ارزانه اخلي، دکور میرمنې ډوډۍ پخوي خو سر یې ګرزي ځکه چې غوړي یې ارزانه اخیستي دي .د خدای لپاره یو څه وکړئ موږ له دې جنجاله وژغورئ.
ایالتي صدراعظم د دغو خبرو له اوریدو وروسته وویل:

• مګر تاسې غوښتي ول چې سوداګرو او دوکاندارانو ته پیغام واستوم هغوی اخلاق او بشر دوستي ته راوبولم و مولیدل چې زما پیغام څومره اغیزمن و؟ ښه نو اوس چې ټینګار کوئ پیغام به صحیح کړم.
بله ورځ له راډیو څخه نوی پیغام خپور شو:

صدر اعظم په خپل پیغام کې وویل:

• قدرمنو دوکاندارانو… تاسې زما په خبرو سم پوه نه شوئ، زما مقصد عادي عالی اخلاق او انسان دوستي نه وه بلکې دوکاندارانه انسان دوستي او لوړ اخلاق و.
پیغام ډیر ژر اغیزه وکړه ټول شیان بیرته خپل لومړي حالت ته راوګرځیدل.