کور / سپورټي / افغانستان کېنیا ته حیرانوونکې ماته ورکړه

افغانستان کېنیا ته حیرانوونکې ماته ورکړه

د افغانستان د کرکیټ ملي ټیم نن په عرب اماراتو کي کېنیا ته په یوه شل اووریزه لوبه کي حیرانوونکې ماته ورکړه.

د افغانستان کپتان محمدنبي عیسی خېل پچه وګټله او د منډو جوړولو نیت یې وکړ، چي په شلو اوورونو کي یې ۱۶۲ منډي جوړي کړې.
افغان منډه جوړوونکو لوبه تېزه شروع کړه چي محمدشهزاد پر ۳۶ او کریم صادق پر څلورو منډو وسوځېدل، خو نوروزمنګل او اصغر ستانکزي لوبه کنټرول کړه، منګل نهه، اصغر ستانکزي ۴۳، نبي عیسی خېل ۲۶، سمیع الله شینواري ۳۹ او میرویس اشرف دوې منډي وکړې.
سمیع الله شینواری او میرویس اشرف تر پایه ناسوځېدلي پاته سول.

کېنیا د منډو پرمهال خپل نفر یو په بل پسې له لاسه ورکړل، او په نونسم اوور کي یې ټول لوبغاړي د ۵۶ منډو په کولو وسوځېدل، چي د افغانستان له خوا شاهپور ځدراڼ یو، حمیدحسن درې، میرویس اشرف دوه، حمزه هوتک یو، سمیع الله شینواري دوه لوبغاړي وسوځل او په ۱۰۶ منډو یې کېنیا ته ماته ورکړه.

د کرکيټ افغان مبصر عبدالجبار فراز د فيسبوک پر پاڼه لیکلي چي افغانستان په نړیواله ۲۰ اووریزه لوبه کي نوی ریکارډ ټینګ کئ، د نوموړي په وینا تر دې دمخه آیرلنډ په ۲۰۰۸ کال د کېنیا ټول لوبغاړي پر ۶۷ منډو سوځلې ول.

افغانستان په را روانو ورځو کي له کینیا سره څلور نوري لوبي لري، چي له هغو څخه دوې یوه ورځنۍ یې ډېري مهمي دي.

که افغانستان د اکتوبر د دوهمي او څلرمي نېټې دوې یوه ورځنۍ لوبي له کېنیا څخه وګټي د ۲۰۱۵ کال نړۍ وال کپ ته به مخامخ ووزي، خو کې وبایلي نو به په ۲۰۱۴ کال به نیوزلنډ کي له یوه بل ټورنمنټ څخه په اوله یا دوهمه نمره ځان کامیابوي.

د افغانستان د کرکیټ روزونکی کبیرخان خبریالانو ته وویل چي له تيرو ۱۸ میاشتو راهیسي یې یوازنی هدف دا دئ چي لوبډله مخامخ د ۲۰۱۵ کال مسابقو ته وباسي.
نوموړي وویل خپل هدف ته ور نیزدې سوي دي، کوښښ به وکړي چي له کېنیا څخه دواړي لوبي وګټي او د لوبغاړو پر اوږو د نیوزلنډ د ټورنمنټ اضافه بار وا نه چوي.