کور / نثر / تیر کال ولیکو که پروسږ کال؟

تیر کال ولیکو که پروسږ کال؟

تر کومه ځایه چي زه په دې څو ژبو مات او ګوډ پوهیږم ما ته د وخت او زمان په اړه تر پښتو ژبي بله غني ژبه نه ده معلومه، خو ددې دونه غنامت تر څنګ بیا هم زموږ لیکوالان او ژورنالیستان د ژبي په همدې برخه کي د لغوي کمښت په فقر اخته دي. دوی له انګریزي څخه دري ته ترجمه سوی last year د (سال ګذشته) په تقلید پښتو ته له انګریزي او پارسي څخه همداسي ترجمه کوي او د (پروسږ کال) پر ځای چي سوچه پښتو لغت دئ (تیر کال) وایې. موږ په پښتو کي (تیر کال) ته د (پروسږ کال) سوچه پښتو لغت لرو، همدا شان دوه کاله پخوا یعنی دوه کاله شاته (وړم کال) وایو او درې کاله وړاندي ته (لاتوړم کال) لرو. همدا شان (تیري ورځي) ته (پرون)، دوې ورځي وړاندي ته (وړمه ورځ) او درې ورځي وړاندي ته (لاتوړمه ورځ) لرو. دا پورتني ټوله د وخت او یا زمان نومونه د لوی کندهار په سیمه کي تر اوسه ژوندي دي او زموږ په کورنۍ کي هره ورځ استعمالیږي خو موږ په راډیو، تلویزون، اخبار، مجلې او نورو نشراتي وسایلو کي د خپلو ژورنالیستانو او لیکوالانو څخه د خپلي ژبي د لغاتونو پر ځای هره ورځ د ژباړي ژباړه لغاتونه اورو او وینو.
تکړه لیکوال ښاغلي عبدالنافع همت یوه خورا مهمه موضوع راپورته کړې ده او تر خپله وسه یې ښه زیار په ایستلی دئ. دئ وایې: (اسم زمان يا مهال نومونه په ګرامر کي يو ډېر مهم بحث دی، خو پښتو ګرامر پوهانو لږ پام ورته کړی دی. ما تر دې مهاله له ولسي خلکو څخه د شواروز ( شب وروز) لپاره (۲۸) نومونه راټول کړی دي، ياني موږ په پښتو ژبه کي د (۲۴) ساعتونو لپاره اته ويشت نومونه لرو). ښاغلي همت وروسته د فیسبوک له لاري دا کوچنۍ خو خورا مهمه څېړنه له دوستانو سره شریکه کړې ده او داسي یې لیکلي دي: (ايا تاسي پر دې سربېره نور مهال نومونه پېژنئ؟ که پېژنئ يې نو زموږ سره يې شريک کړئ).
د همت صاحب پر لیست نورو دوستانو هم ښه پوره زیاتونه کړې ده لکه ګران استاد سید احمد قانع، بهیر حلال، ښاغلي بارکوال میاخیل او ځني نور دوستان. ما زموږ د هغو دوستانو نومونه هم راواخیستل چي د دوی په سیمه کي د وخت لپاره استعمالیږي او د همت صاحب پر لیست مي ور اضافه کړه او قانع صاحب د (لوي ورځي) او (تمامي ورځي) یادونه کړې وه خو ددې (لویې ورځي) په مفهوم یې زه پوه نه سوم.
د ښاغلي همت پر هغه (۲۸) نومونو باندي دوستانو (۲۵) نور نومونه ور اضافه کړي دي چي په لاندي ډول دي: هیله ده چي که نورو دوستانو ته د وخت او یا زمان په اړه نور نومونه معلوم وي پر دې لیست دې ور اضافه کړي.
د ورځي مهال نومونه ( اسم زمان):
۱- سپیده چاود، ۲- د توردلي نارې، ۳- د چرګ بانګ (اذان)، ۴- ملااذان، ۵- خړ سهار، ۶- سهار، ۷- روڼ سهار، ۸- ګهیځ، ۹- شين سهار، ۱۰- لمرڅرک، ۱۱- لمر سترګه، ۱۲- لمر خاته، ۱۳- نيم څاښتى، ۱۴- څاښت، ۱۵- تنکی برېځر، ۱۶- تنکۍ غرمه، ۱۷-برېځر، ۱۸- غرمه کۍ، ۱۹- غرمه، ۲۰- توپ( ۱۲بچې)، ۲۱- سره غرمه يا پخه غرمه، ۲۲- سوځنده غرمه، ۲۳- ټکنده غرمه، ۲۴- اول ماپښين، ۲۵- ماپښين، ۲۶- ماپښين قضا، ۲۷- ماځيګرغټ، ۲۸- ماځيګری، ۲۹- ماځيګر، ۳۰- ژيړی ماځيګری، ۳۱- ژړغوني ماځيګرى، ۳۲- تیت ماځیګر، ۳۳- لمر او غر، ۳۴- لمر لوېده، ۳۵- زوال، ۳۶- ماښام، ۳۷ ماښام قضا، ۳۸- غروب
د شپې مهال نومونه:
۳۹- سري ماښام، ۴۰- تنکی ماښام، ۴۱- ماښام، ۴۲- تورکی يا تورغونی ماښام،۴۳- تور ماښام، ۴۴- تياره ماښام،۴۵- ماخوستن، ۴۶- توره شپه، ۴۷- پخه شپه، ۴۸- تکه توره شپه، ۴۹- نيمه شپه، ۵۰ پېشلمی، ۵۱- اول اذان.