کور / راپور / په خوست كي اسلامي مرکزونو ته ځانګړي پاملرنه شوي

په خوست كي اسلامي مرکزونو ته ځانګړي پاملرنه شوي

په تېرو دوو کالونو کې يوازې د ولايتي ادارې د هڅو په پايله کې شاوخوا اته جوماتونه او يوه لويه عيدګاه دخوست په مرکز او ولسواليو کې د د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د حج او اوقافو وزارت په انکشافي بودجه، د مرستندويه اسلامي هېوادونو او د خوست ولايتي ادارې د مشرتابه په شخصي لګښت سره جوړ شوي او يا ترکار لاندې دي.
دخوست ولايتي اداره هوډ لري، چې پدې ولايت کې د نورو پرمختګونو ترڅنګ اسلامي مرکزونو ته لکه جوماتونو، عيدګاوو او مدرسو جوړولو ته زياته پاملرنه وکړي.چې دا مهال پد ې ولايت کې د حج او اوقافو رياست د مالوماتو په اساس مرکزي دارالعلوم جوړشوى او يو سلو شلو ديني مدرسو کې طالب العلمان خپلې ديني زده کړې مخته وړي.همداشان دخوست په مرکز او ولسواليو کې تر ٢٠٠٠ دوه زرو زيات جوماتونه او ګڼ شمېر عيدګاوې شتون لري.
د ښار لويديځ لوري ته په ازادۍ مېنه کې چې اوس د دغې مېنې د بشپړولو چارې نږدې شويدي، په کابل کې د متحده عربي اماراتود سفارت په مالي مرسته د يوه لوى جامع جومات چې په يوه وخت کې به د اته سوو لمونځ کوونکو د ځايېدو ظرفيت ولري، د دوولس مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي.
دغه جومات چې د دېرش متره په اوږدوالي او د دوه ويشت عشاريه پنځه مترو په سور يا عرض سره په ځانګړي شوې ځمکه کې د عربي متحده اماراتو په مالي مرسته جوړيږي، چارې به يې د اتو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
ددغه جومات په کونجونو کې دشلو مترونو په لوړوالي دوه منارې، د جومات پرسر د لس مترو په ارتفاع ګنبده،د ملا امام لپاره د څلورو خونو درلودونکى کور او دپاکو اوبو لپاره د ژور څاه ايستل هم شامل دي.همداشان د دغه مسجدپه اطرافو کې درې بابه دوکانونه جوړيږي، چې په راتلونکي کې به ددې دوکانونو له کرايې څخه د مسجد د ترميم په برخه کې استفاده کيږي.
د جومات ساختماني چارې نږدې اوه مياشتې وړاندې پپل شوې، چې تر دې وخته يې ٧٠% ساختماني چارې بشپړې شوي دي او په راتلونکو دوومياشتو کې به يې ټولې ساختماني چارې سرته ورسيږي او دخلکو پرمخ به پرانېستل شي.
په ورته بڼه د متون غونډۍ شمال لوري ته د څارن کوټ پروژه چې پوليسو ته وېشل شوي او چارې يې بشپړې شويدي، پدې پروژه کې د متحده عربي اماراتو د سفارت په مالي مرسته د يو مليون ، درې لکه ، پنځه زره، پنځه سوه پنځه پنځوس افغانيو په لګښت د ((٠ ١٣)) متره مربع مساحت ځمکه کې د جومات جوړولو چارې پيل شوي، چېټولې ساختماني چارې به يې په اتيا ورځو کې بشپړې او د لمونځ کوونکو پرمخ به پرانېستل شي.همداشان دغه د ابراهيم محمدقرصي په نامه جومات به د نورو اړينو ملحقاتو د درلودلو ترڅنګ د اوبو ذخيروي ټانکۍ او د لسو مترو په لوړوالي سره په زړه پورې مناره ولري.

دغه راز داسلامي هېوادونو د مرستو ترڅنګ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ماليې وزارت له لوري د نړيوال بانک په مالي کومک سره دخوست ولايت د نويو ګمرکي تاسيساتو په څلوردېوالۍ کې د يوه جومات چارې پيل او بشپړې شوې.دغه جومات چې د ګمرک په څلوردېوالي کې جوړ شو، د نړيوال بانک له خوا د (( اوه مليونه،درې سوه زره او څلورسوه اته اويا )) افغانۍ په لګښت د شپاړسو مياشتو په موده کې يې ټولې ساختماني چارې په ښه کيفيت سره سرته ورسېدې .
د ګمرک جومات چې د ((205,62) متره مربع ځمکه کې جوړشوى، درې سوه تنه ځايولى شي.
((کليپ))
همدارنګه د ١٢٠٠ فاميليو د A په برخه کې د حج او اوقافو وزارت په انکشافي بودجه د ٥٠٠ لمونځ کوونکو لپاره يو باب جومات په پاخه او اساسي ډول سره جوړ شويدى.
دغه جومات چې ټوله ساحه يې يو جريب ټاکل شوي، وداني يې په ٤١٤ متره مربع ځمکه کې جوړه شويده، چې د اړونده وزارت له لوري پرې (( دوه مليونه ، درې سوه او يو اتيا زره )) افغانۍ لګښت شويدى.
د حج او اوقافو وزارت په انکشافي بودجه د دې ولايت د تڼيو په ولسوالۍ کې هم د يوه جومات چارې پيل شويدي، چې ساختماني چارې يې تر اوسه پورې ٦٠% سرته رسېدلي دي.
دغه مسجد چې په يوه وخت کې څلورسوه لمونځ کوونکي ځايوي، د تڼيو ولسوالۍ په سيمه کې د (( څه کم دوه مليونه افغانۍ)) په لګښت د شپږو مياشتو په موده کې جوړيږي.
د دې ترڅنګ په خوست کې بډايه خلکو هم په خپله سيمه کې په خپلو شخصي لګښتونو په ښايسته بڼه مسجدونه جوړ کړي،خو د شېخ زايد پوهنتون د ادارې په غوښتنه د پوهنتون په څلوردېوالۍ کې جوړ شوى مسجد چې ټول محاصلين يې په يوه وخت نه شول ځايولى، نو په همدې اساس دپخواني والي مرحوم حکيم تڼيوال کورنۍ د دغه جومات د پراختيا په موخه عملي کار پيل کړ.
يا د شوى جومات د حکيم تڼيوال کورنۍ له لوري د (( درې مليونه، اته سوه زره )) افغانيو په لګښت شمال او جنوب دواړو خواوو ته د پراخوالي چارې پيل کړيدي.
د شېخ زايد پوهنتون د ادارې په خبره دغه جومات پخوا ٩٠٠ تنه لمونځ کوونکي ځايول، خو د پراخېدو وروسته به ١٦٠٠ تنه لمونځ کوونکي په يوه وخت کې ځاى کړي.
دخوست ولايتي ادارې مشرتابه له لوري د تڼيو ولسوالۍ په مرکزي برخه کې د يوې لويې عيدګاه او د يوه جومات د جوړولو چارې سرته رسېدلي دي.
په تڼيو ولسوالۍ کې دغه عيدګاه او جومات په شپږ نيم جريبه ځمکه کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي له خوا (( د څلور مليونو، شپږ سوه زره ، اوه سوه ))افغانيو په شخصي لګښت جوړ شوي او ساختماني چارې يې د اتو مياشتو په موده کې بشپړې شويدي.
په تڼيو ولسوالۍ کې ياد شوى جومات په يوه وخت ٥٥٠ تنه او جوړه شوي عيدګاه (( ٢٠٠٠٠)) شل زره تنه ځايولى شي.
په خوست کې ديني علمااکرام د حکومت له لوري د ديني مرکزونو ته د توجه کړلو ستاينه کوي او وايي، چې د جومات او نورو ديني مقدساتو جوړول صدقه جريه ده او تر ابده به د دې اجراو ثواب په ټولو هغو کسانو پسې رسيږي، چې پدې برخه کې يې هلې ځلې کړي وي.