کور / سپورټي / افغانستان د ۲۰۱۵ کال نړۍ وال جام ته ووتئ

افغانستان د ۲۰۱۵ کال نړۍ وال جام ته ووتئ

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې نن د متحده اماراتو په شارجه ښار کي د کېنیا هیواد ته په یوه ورځنۍ لوبه کي بله غټه ماته ورکړه.

افغان کپتان محمدنبي عیسی خېل پچه وګټله او د توپ غورځولو پرېکړه یې وکړه.
د کېنیا لوبغاړو د تيرو لوبو خلاف یوازنۍ هڅه دا کوله چي د افغانستان د تیزو توپ غورځوونکو حمید حسن او شاهپور ځدراڼ په وړاندي منډي جوړي نکړي او ودرېږي، خو کپتان محمدنبي عیسی خېل هم ستراتيژي واړوله او ورور توپ غورځوونکي یې رامخته کړل.

کریم صادق په خپل لومړي اوور کي د کېنیا د لوبغاړو په سوځېدو شروع وکړه، چي د لوبي تر پایه کریم صادق، محمدنبي او حمید حسن دوه -دوه او حمزه هوتک درې کېنیایي لوبغاړي وسوځل.
کېنیا په څلورڅلوېښتم اوور کي خپل ټول لوبغاړي د ۹۳ منډو په جوړولو له لاسه ورکړل.

افغان منډه جوړوونکي شهزاد محمدي پر یوه منډه وسوځېد، نوروز منګل ۱۹، اصغر ستانکزي نهه، محمدنبي عیسی خېل ۴۶ او حشمت الله شهیدي ۱۳ نا سوځېدلي منډي وکړې.
محمدنبي عیسی خېل د لوبي ستوری وبلل سو، چي دوه ویکيټه يې اخیستي او ۴۶ ناسوځېدلي منډي یې وکړې.
افغانستان په دوه ویشتم اوور کي ټاکل سوی هدف پوره کړ او په داسي حال کي د ۲۰۱۵ کال نړۍ وال کپ ته ورسېد، چي ۱۷۵ بالونه او اووه ویکیټونه یې لا هم په لاس کي درلودل.

افغانستان تر دې دمخه کېنیا ته په یوه ۲۰ اووریزه لوبه کي تاریخي ماته ورکړې وه، همدا راز یې وړمه ورځ بله یوه ورځنۍ لوبه هم په اتو ویکیټونو او ۱۹۳ بالونو ځني ګټلې وه.
کېنیا او افغانستان یوه څلور ورځنۍ او بله ۲۰ اووریزه رسمي لوبه پر شپږم او یوولسم اکتوبر باندي ترسره کوي.

افغانستان د نن ورځي په بریا مخامخ د ۲۰۱۵ کال نړۍ والو سیالیو ته ووت، چي په اسټرالیا او نیوزلنډ کي ترسره کېږي.
افغان ملي لوبډلي تر دې دمخه دوه واره په ۲۰ اووریز نړۍ وال کپ کي ګډون کړی، خو دا يې اول وار دئ چي د یو ورځنیو لوبو کپ ته کامیابېږي.
د ۲۰۱۵ کال په نړۍ وال کپ کي افغانستان په الف ګروپ کي دئ، چي له بنګلدیش، نیوزلنډ، سریلانکا، اسټرالیا، انګلستان او یو بل هیواد چي سره چي وروسته به معلوم سي لوبي لري.

د افغانستان وروستۍ بریا په کابل، ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا، هرات، کندز، هلمند او ګڼ شمير ولایتونو کي ځوانانو د خوښیو په اتڼونو او شور ماشور د شپې تر ناوخته ولمانځله.

لر اوبر ویپباڼه ټولو هیوادوالو ته د دې بریالیتوب مبارکي وایي.