کور / تازه خبرونه / کندهار:په لوېديځ کې وسلوالې نښتې دوام درلود

کندهار:په لوېديځ کې وسلوالې نښتې دوام درلود

د کندهار په لوېديځ کې تر ناوخته غرمې پورې وسلوالې نښتې دوام درلود


د کندهار تر ټولو ناارامه ولسوالۍ ژېړۍ کې د سنګيسار کلی نن بيا د سختې جګړۍ شاهد و.


دا هغه کلی دی چې د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر تر ټولو ډېره مېنه دلته کړې ده.


د سنګيسار ځينې اوسېدونکي وايي چې سهار وختي وسلوالو طالبانو د نړيوالو ځواکونو پر يوه کارون بريد وکړ او جګړه رامنځته شوه.


طالبان دعوه کوي چې په دغه جګړه کې يې نړيوالو ځواکونو ته د سر او مال زيان اړولی دی خو نړيوال ځواکونه وايي چې له دغې پېښې څخه روغ رمټ وتلي دي.


ژېړۍ د کندهار په لودېځ کې پرته او ناارامه ولسوالي ده او تل ترې د جنګ جګړو رپورټونه تر لاسه کېږي.


دا کرهڼيزه سيمه ده او اوس يې د جنګ جګړو له کبله باغونو ته اوبه نه رسېږي او د مېوو يې تر مارکېټه رسېدل هم خورا ګران کار دی هلته نړيوال ځواکونه لويه پوځي قرارګاه لري.


او تل ترې د چاودنو، جنګ جګړو رپورټونه تر لاسه کېږي