کور / اسلامي / د حضرت علی کرم الله وجهه توکل او اعتماد

د حضرت علی کرم الله وجهه توکل او اعتماد

موضوع: په زړه پوري اسلامي معلومات (دحضرت علی کرم الله وجهه توکل او اعتماد
ليکوال او ترتيب : استاد نورالله خان احمدزى
د عبرت څخه ډکي کيسې (لسمه کيسه) پر له پسې یوولسمه برخه

د حضرت علی کرم الله وجهه توکل او اعتماد

د حضرت علی رضی الله عنه دایمان څخه ډکه واقعه وګوری: هغه داچي مسافر بن عوف بن الاحمر یوځل کله چي له حضرت علی رضی الله عنه داهل نهروان سره د جهاد لپاره ووت، ویې ویل: چي تاسو اوس وخت مه ځي او دورځې درې ساعته تېرولو څخه وروسته لاړسي، حضرت علی رضی الله عنه پوښتنه وکړه چي ولې؟ هغه ورته وویل چي که تاسو اوس یا دغه وخت کې لاړ سي نو تاسو او دتاسو ملګري به په بلاء او سخت نقصان کې مبتلاء سي، او که هغه وخت لاړسي کوم چي ما درته وویل نو تاسو ته به کامیابی او غلبه درپه برخه سي –

حضرت علي رضی الله عنه وفرمایل چي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هیڅ نجومي نه وو او نه ځما کوم نجومی سته، آیا تاسو پوهیږي چي دتاسو دآس په خیټه کی څه شی دي؟ هغه ورته وویل چي هو زه پوهیږم چي دهغه په خېټه کې څه شی دي؟ حضرت علی رضی الله عنه ورته وویل چي که زه دتا خبرې ومنم نو پوه سه چي هرچا دتا دخبرو تصدیق وکړ هغه په قرآن باندې رد یا تکذیب وکړ، هغه ځکه چي الله تعالی فرمایي :

إِنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ عِلْمُ السَّاعَةِ وَيُنَزِّلُ الْغَيْثَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْأَرْحَامِ ۖ

ژباړه : بیشکه الله سره ده دقیامت علم، هغه باران نازلوي او هغه پوهیږي چي دمور په رحم کې څه دي. سوره لقمان: ۳۴.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم کله هم دداسې شیانو باندې دپوهې دعوه نده کړې کومه چي تاسو وکړه، آیا تاسو ګمان کوي چي تاسو ددې ساعت او وخت باندې پوهیږي چي په هغه سره دسفر کولو وخت کې کومه ناوړه کړنه مخته راځي؟ هغه ورته وویل چي هو! حضرت علی رضی الله عنه ورته وفرمایل چي که هرچا دتا دخبرو تصدیق وکړ لکه چي هغه دبدۍ رسولو باره کې له الله تعالی مستغنی سوي یعنې بی پروا سوي او هغه ته مناسب دي چي هغه الله تعالی پریږدي او تا خپل متولي جوړ کړي، لکه چي ته دا فکر کوې چي ته هغه ته دساعت یا وخت پلوته ورته هدایت کولي سې کوم چي سفر کولو کې هغه له بدي څخه نجات مومي، نو هرچا چي دتا دا خبره ومنله نو ماته دا ویره ده چي دا کس داسی ده لکه یو کس چي الله سره شرک یا شریک جوړوی –
بیا حضرت علی رضی الله عنه وفرمایل چي اې الله! چي هیڅ فال نسته مګر دتا فال او هیڅ خیر نسته مګر دتا خیر، بیا یې دغه کس ته وویل چي مونږ دتا تکذیب او مخالفت کوو او هم هغه وخت کې سفر کوو کوم چي ته منع فرمایی، بیا یې خلکو ته وکتل او ویې ویل چي اې خلکو! چي تاسو دعلم نجوم څخه ځان وساتي، مګر هغه کس چي دکوم شي په ذریعه د وچې او سمندر په تیارو کې لاره ومومي، نجومي کافر ده او دکافر ځاي دوزخ ده – بیا یې هغه نجومي ته وفرمایل چي په الله قسم! که چیرته ماته داخبره رسېدلې واي چي ته په علم نجوم کې غور او فکر کوې او پر هغه عمل کوې نو مابه ته په حبس یا بند کې ساتلي واي او څومره مې چي په توان کې وو هغومره به مې له بښنې محرومه کړې واې –
بیا حضرت علی رضی الله عنه هغه وخت کې روان سو کوم وخت چي نجومي ورته دسفر نه کولو ویلي وو، اهل نهروان والاوو ته ورغي او هغه یې ووژل، بیا یې وفرمایل چي که چیرته مونږ هغه وخت کې روان سوي واي کوم وخت چي نجومي ښوولۍ وو او مونږ فتحه او غلبه ترلاسه کړې واي نو هغه نجومي یا نورو به ویل چي حضرت علی رضی الله عنه او مسلمانان هغه وخت لاړل کوم وخت چي نجومي ورته حکم کړي وو –
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره هیڅ نجومي نه وو او نه ځمونږ لپاره کوم نجومي سته، لیکن دا دالله احسان ده چي دکسری او قیصر ښارونه او نور هیوادونه الله د دوي په لاس فتح کړل، نو تاسو پر الله توکل کوي او پرهغه اعتماد کوي، هم هغه الله دتاسو لپاره کافي او دتاسو مرسته کوونکۍ ده. (مسند الحارث: ۲ /۶۰۱، کنز العمال: ۵ /۲۳۵)

دا دتوکل علی الله برکت، هغه انسان چي دغې مرتبې ته رسي نو هغه معرفت الهی په ذریعه دغې اوچتې پوړۍ ته رسي، انسان بیا پوهیږي چي ځما ټول کارونه جوړونکۍ هغه ځما ستر رب ده او ماته دهیڅ بل فکر او پلان جوړولو ضرورت یا اړتیا نسته.