کور / تازه خبرونه / د ٥ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ٥ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د لوګر ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوې نښتي په پايله کي پنځه وسله وال وژل سوي.
چارواکي وايي چي ياد کسان هغه وخت ووژل سول چي کله ئې د څرخ په اولسوالۍ کي د ملي پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
چارواکي زياتوي چي د وسله والو او پوليسو ترمنځ جنګ شاوخوا يو ساعته دوام وکړ او په پايله کي ئې د وسله والو پنځه کسان ووژل سول او د پوليسو دوه کسان ټپيان سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.