کور / هراړخیز / اختيارالدين کلا يا ارګ

اختيارالدين کلا يا ارګ

هرات د افغانستان په لويديځ کي پروت ولایت دی چي د بادغېس، فراه او غور ولایتونو او د دوو هيوادونو: ترکمنستان او ايران سره د ګاونډيتوب پولي لري. دا ښار څو زره کلن تاريخ لري چي د پېړيو په تېرېدو سره یې نوم له یوې بڼي څخه بلي ته اوښتی دی.
د دې ښار تاريخي نومونه داسي یادولی سو:
هَرَيوه Haraiva، په اوستا کي هَرَيووه Haraiova، په يوناني ژبه کي آريا Areia ، په لاتيني ژبه کي آريا Aria ، د سکندر مقدوني په دوره کي د سکندر آريا (Alexandria Aria) او د ساسانيانو په دوره کي د هَری په نوم یاد سوی دی، او اکثره تاريخي جغرافيا پوهان په دې باور دي چي د «هريوا» نوم په حقيقت کي د اوسني «هرات» د نوم پخوانی شکل دی.
که څوک لږ څه هم د هرات ښار په اړه مالومات ولري نو خامخا د نوم په اورېدو سره یې په ذهن کي د دې ښار په اړوند درې مهم تعريفونه مخي ته دوري اوري کېږي.
لومړی : په سياسي او تاريخي پېښو کي.
دوهم : په کلتوري او پوهنيز ډګر کي .
درېيم : د تاريخي آبداتو او ودانیو په ډګر کي
دا چي هرات ډېري تاريخي ودانۍ لري لکه ارګ (اختيارالدين کلا)، شنه جامع (مسجد جامع)، کازرګاه شريف (د خواجه عبدالله انصاري د مقبرې کلئ)، د ګوهرشاد بېګم مسجد او پارک، مصلی (منارې) ، چشت شريف او … .
په دې وروستیو کي د آلماني څېړونکو له خوا تر زياتو پلټنو وروسته دا څرګنده سوې ده چي دغه ښار تقريباً ۳۰۰۰ کاله تاريخي قدامت او تر ۴۰۰ ډېر تاريخي ځايونه لري چي زه یې دلته د یوه ځای تاريخي جوړښت او ځانګړني په څو کرکښو کي بيانوم:

اختيارالدين کلا(ارګ)
اختيارالدين کلا د هرات د زاړه ښار په شمال لويديځ کي پرته ده چي د روايتونو پربنسټ څه د پاسه دوه زره کاله تاريخي قدامت لري. دا کلا ۲۵۰ متره اوږدوالی ، نږدې ۷۰ متره پلنوالی او د ۲۸ مترو په لوړوالي ۲۱ برجونه لري. د اختيارالدین کلا د اتمي پېړۍ را په دې خوا په همدې نامه ځکه نومول سوې چي د هرات د هغه وخت واکمن (اختيارالدین) ل خوا یې د بیا جوړوني او مرمتکارۍ چاري ترسره سوې وې.
نوموړې کلا د تاريخ په اوږدو کي څو ځله ويجاړه او بیا رغول سوې ده؛ چي وروستي ځلونه یې د تېرو درېو لسیزو جګړو په ترڅ کي د يوې ستري پوستې یا نظامي کلا په توګه کارول سوې؛ او د بیا رغاوني چاري يې شپږ کاله (۲۰۰۷ م) وړاندي د آغا خان کولتوري بنسټ په مټ او د متحده ايالاتو (امريکا) په مالي لګښت ترسره سوې او دا مهال یې ور د سيلانيانو او لیدونکو پر مخ پرانيستئ دی.

د اختيارالدين کلا اړوند څو تاريخي روايتونه او پېښي :
• د آريانا مجلې په شپږمه ګڼه کي د هرات د اختيارالدين کلا په باب په لاندي ډول مالومات وړاندې سوي دي :
د هرات اوسني ارګ چي د هرات و شمال خواته پروت دی، پخوا د اختيارالدين په کلا مشهور وو. دا کلا د ملک فخرالدين کرت (۷۰۵- ۷۰۶ هـ ق) د زمانې له بناوو څخه ده.
بارتولد وايي : د توشک په عقيده د ارکوان “یعني ارتاکانا” ( پخوانی بومي پايتخت ) د هرات د اوسني ارګ پر ځای موقعیت درلود، چي وروسته د ملک فخر الدين کرت (۱۴-۱۳ م پېړۍ) د سلسلې په وخت کي د اختيارالدين په نوم مشهوره شوه. د ملک فخر الدين په زمانه کي دوه تنه د اختيارالدين په نومونو يادېدل چي یو یې اختيارالدين بيشه يا پیشه اوبل یې اختيارالدين محمد هارون وو، چي د ده هم عصره مؤرخ سيفي هروي ده ته (ليث و غا او غيث سخا) خطاب کاوه، او ملک فخرالدين د خپل مرګ په وخت کي وصيت وکړ او د امان کوه د قلعې ساتنه یې نوموړي ته وسپارله. دا کلا شايد دې دواړو ته منسوبه وي او وروسته د اختيار الدين په کلا مشهوره شوې ده.
د اختيار الدين کلا، بالخاصه د ملک فخرالدين په زمانه کي د ډېرو آبادو حصارونو څخه شمېرل کېده او د ډېر متانت او ټينګښت له مخي چي یې درلود، عمومي خزانې، حربي آلات او ادوات او داسي ټولي دولتي ذخيرې په دې کلا کي خوندي ساتل کېدلې.
په کال ۷۰۶ هـ ق د صفري په مياشت کي چي د هرات د فتنې او شورش کال وو د دې کلا ساتنه او سرپرستي د جمال الدین محمد سام چي يو مېړنئ سر ښندونکی او وطنپال افغان سردار وو په غاړه وه. “دانشمند بهادر مغلی” د ۷۰۶ هـ ق د صفري په مياشت کي د محمد سام د اتباعو له خوا په همدې کلا کي ووژل شو. په هغه کال چي ۹۳۲ هـ قـ کي د مغلو امپراتور بابر هرات ته تللی وو د اختيار الدين کلا “باله قورغان” یادېدله؛ لکه چي بابر په خپل تُزک کي ليکلي: داختيارا لدين کلا چي اوس په باله قورغان مشهوره ده.
• په یو بل روایت کي د ارتکوانا په باب داسي ليکل شوي دي :
ارتکوانا یا ارتاکانا ند اريه د خلکو شاهي ښار وو او د هرات د اوسني ښار په خوا کي پروت وو. دا ښار د هرات د واکمنانو مرکز او هستوګنځی وو. اسکندر هم کله چي دلته راغی د ارتاکوانا ښار يې ډېر مستحکم ښار وليد .
ده هرات ته ارکوانا ويل. دا شاهي ښار د هرات د اوسني ارګ په محل کي واقع وو چي بیا وروسته یې د اختيارالدين کلا په نامه شهرت پيدا کړ او دا کلا د ملک فخر الدين کرت په زمانه کي بناشوې ده. یعني د ملک اختيارالدين د کلا مؤسس ملک فخرالدين کرت و. د تېمور په زمانه کي د ده په حکم دا کلا وي ړنګي شوې؛ خو وروسته بيا ودانه کړې شوه. ( اريانا مجله ۵۰ ګڼه – ۱۳۲۳ کال ۴۳ مخ).

• يو بل روايت داسي دی چي :
تهمورث د هوشنګ زوی چي ډېر نېک چاری، عادل انسان وو او تل په دې هڅه او فکر کي وو چي څنګه د خلکو د آرامۍ او سوکالۍ دپاره کار وکړي؛ خو تهمورث هغه وخت ډېر مغرور و او پر خلکو یې ظلم پیل کړ. کله چي یې د پاچاهۍ د تاج او تخت سيمه پراخه سوه او پر ډېرو سيمو لاسبر شو، تهمورث خپل تر ولکې لاندي اکثرو سيمو باندي د ظلم او ستم او بې بند و باریو ور پرانيست؛ پر خلکو یې سپينه ورځ تياره او ژوند يې ور تريخ کړ. همدا وه چي د څه د پاسه پنځه زره اوسېدونکي مجبوره سول چي له دې سيمي څخه د کډي بارونه وتړي او داسي يوې سيمي ته لاړ سي چي هوري د ژوندانه څو شپې ورځي په خوشۍ او سوکالۍ تېري کړي. دوی له کابل او کندهار څخه تېر شول؛ د غور په سيمه کي یې خيمې ودرولې، خو دې سيمه کي یې هم د ژوندانه ګلونه و نه غوړېدل؛ او له دې ځايه یې هم د مهاجرت کاروان رهي کړ او د «اوبې» و زرغونې او ښايستې سيمي ته یې ځانونه ورسول. په دې سيمه کي یې مياشتي او کلونه تر هغه په ښه او آرامه توګه ژوند تېر کړل چي د بدبختۍ توره وريځ یې یو ځل بيا پر سرونو سيوری وکړ. دا د بدکاره اهريمن هغه ترخه پېښه وه چي د دوو قومونو ترمنځ یې د د وستۍ فضا په دښمنۍ بدله کړه، او دوی يو له بل سره په جنګونو ښکېل سول. دا چي د«هياطله» قوم جنګيالي زياد ول پر بل قوم یې د ظلم لاسبر وو. دوی چي څه ظلمونه غوښتل هغه یې ورسره کول. د هياطله قوم د ظلمونو لامله يو ځل بیا د مهاجرت بستر وتړل سو او دا ځل یې کاروان د هريرود په څنډو کي د «مالان» او «ګواشان» په سيمو کي په دې تمه واړول څو د هياطله¬و د ظلمونو څخه په امان سي؛ خو دوی لا خپله اوږده ستړيا نه وه کمه کړې چي د هياطلې ظالم قوم او وينه زبېښوونکي سپاهيانو خپلي څېري ورښکاره کړې اوهر کال به یې له دوی څخه باج اخيسته-

په دې مظلوم قوم کي یوه بهادره او توريالۍ ښځه د «شميره-(شميرې)»په نوم ژوند کاوه. دا چي په صورت کي ډېره ښکلې او په و نه جګه وه همداسي په سيرت کي یې هم جوړه نه ليدل کېده، هوښياره، پاک لمنې، نېک خصلتې او د ارادې او تصميم خاونده وه.
دا چي د شميرې قوم ډېر تکاليف و ګالل نو شمېرې وپتېيله چي نور به خپل ولس له دې ظالم قوم څخه ژغوري؛ خو دا پوهېده چي له اقتصادي او نظامي پلوه په دې لنډ وخت کي خپل ولس ته هیڅ ګټه نه سي رسولی. نو په دې فکر کي سوله چي څنګه کولای سي خپل پلانونه داسي عملي کړي چي ولس یې د مقاومت جوګه سي. همدا وو چي په ډېري هوښيارۍ سره یې يو ليک د هياطله د ظالم قوم و مشر ته واستاوه او له هغه څخه یې وغوښتل چي د څلورو کلونو باج دي په يوه ځای له دوی څخه واخلي. هياطله¬ له دې وړانديز څخه ډېر خوشاله سول او په بېړي سره یې خپل زوی کوفان د نورو جنګيالیو سره دې سيمي ته واستول اود څلورو کلونو باج یې په یوه وخت يووړل.
د شميرې قبيله د څلورو کلونو پوري د باج نيوونکو له شره په امان کي سول او دا د دوی دپاره ډېر وخت وو چي د دې ظالم په مقابل کي خپل قوت او مقاومت پياوړی کړي . خلک د شميرې په مشرۍ او همت د څلورو کلونو په موده کي يوه پياوړې کلا جوړه کړه چي لوړ بُرجونه او اوسپنيزي دروازې يې درلودې. دا کلا یې د «شمیران» په نوم ونوموله.
څلور کاله وروسته هياطله خپل سپاهيان د باج اخيستلو په موخه د شميرې قبيلې ته راولېږل. کله چي هوري ورسېدل د شميران پياوړې کلا او د مسلحو جنګياليو سره مخامخ شول چي پر کلا یې د بريد توان نه درلود او په ډېري شرميندګۍ هياطله ته لاړل. په دې ډول شميره او خلکو يې د ظلم او استبداد څخه نجات پيدا کړل او د دې کلا په جوړولو یې د خپل قوم له لاسونو اوپښو څخه د اسارت او باج اخيستني زنځيرونه مات کړل.
دا کلا د اسکندر مقدوني د څو حملو په نتيجه کي ويجاړه سوه او وروسته بيرته له سره جوړه سوه.
• په حدود ۳۳۱ مخکي له میلاد څخه د اسکندر مقدوني د بريدونو له امله د هرات ښار د تخريب سربېره دا کلا هم ډېره زيانمنه سوه. اسکندر مقدوني بېله دا چي د خپلو فتوحاتو او نړيوال نيوني په فکر کي وو، بل هدف نه لاره. نو له همدې امله د اسکندر مقدوني د حملو نتيجه هرات ښار ته يوازي وينه تويونه او وراني وه.
• مرحوم استاد فکري سلجوقي ليکي مؤرخين دا کلا د ارتاګوانا د ښار پاته شونې بولي چي د وخت په تېرېدو سره له منځه تللې او د ارتاګوانا د ښار په پاسنۍ برخه اوسنۍ کلا جوړه سوې ده.
• هرات او دا تاريخي ځای د طاهريانو، سامانيانو، سلجوقيانو او غوريانو د پاچاهيو په دور کي چي له درېيمي نه تر شپږمي پېړۍ پوري وې ، د ټولو مؤرخينو په اتفاق د عالمانو، پوهانو ، ليکوالو ، شاعرانو او هنرمندانو د را غونډېدو مرکز او یو له ډېرو مهمو تمدني حوزو څخه ګڼل سوی دی. په ځانګړې توګه هرات چي د سلطان غياث ا لدين غوري د سلطنت په عصر کي (۵۹۹-۵۵۸ هـ) ډېر پرمختګ کړی وو له بده مرغه د چنګېز او د مغولو د بريدونو له امله په کال (۶۱۸ هـ) کي ويجاړ او اوسېدونکي یې تر وروستي کس پوري قتل عام سول.[ ځيني روايتونه کاږي چي يوازي له دې عام وژني څخه ۱۶ کسان ژوندي پاته سوي ول].
• امير شاهرخ تيموري د ګوډ تیمور (تیمور لنګ) زوی کله چي د پلار له خوا د خراسان واکمن وټاکل سو او خپل د پلار تر مړيني وروسته په رسمي توګه د هرات ښار د واک په غدۍ کښېناست په کال (۸۱۸ هـ) کي په دې فکر کي شو چي خپل د پلار ټولي ورانۍ بیرته وداني کړي. نوموړي په عملي ډګر کي همداسي وکړ؛ د اختيارالدين کلا یې ورغوله او ټول دېوالونه یې په رنګينو کاشيانو ورسينګار کړل.
د اختيار الدين کلا – مسجد
دهرات ارګ دوې برخي لري: لاندنۍ کلا او باندنۍ کلا، چي هره یوه یې ځان ته جلا دروازې لري. باندنۍ کلا دوې ننوتلاري (دروازې) لري چي له بده مرغه اوس دواړي تړلي پاتي دي. د کلا د غربي دروازې خوا ته يو ډېر ښکلی مسجد شتون لري. د دې مسجد په اړه مؤثق او کره مالومات په لاس کي نسته؛ خو د هرات د تاريخي آبداتو آمر (ښاغلی ايام الدين اجمل) په وينا دا مبارک مسجد د وزير يار محمد خان الکوزي له وخت څخه نوموړی په دې اړه زياتوي : د مسجد د جوړښت طرز دا ښيي چي مخکي هم پر همدې ځای مسجد شتون درلود، خو د وزير یار محمد په وخت کي د ترميم بنسټيزي چاري یې ترسره سوې دي . وروسته د فرقه مشر حيات الله د ورانيو له وجهي د ارګ د نورو برخو سربېره دې مسجد ته هم تاوان واوښت چي په (۱۳۵۴ هـ ش) کي د کلا د نورو برخو ترڅنګ د دې مسجد ودانۍ هم ورغول سوه. دا مهال په اختيارالدین کلا کي دا مسجد ودان ولاړ دی.
د مسجِد د ودانۍ جوړښت:
د مسجد داخلي اوږد والئ ۱۲ متره او عرض یې ۴متره او د دېوال ضخامت (پنډوالی) یې ۱.۵ متره او په ۳ ګنبدو پوښل سوئ دی. درې کلکينان او يوه دروازه لري.

دروازه
يوه ډېره ارزښمنه دروازه د شهزاده کامران سدوزي ( د شاه محمود زوی، د تېمورشاه لمسی او د احمد شاه بابا کړوسی)چي په کال ۱۲۴۵ کي یې په هرات کي حکومت کاوه، له خوا جوړه او تر وروستي کلونو پوري روغه پاته وه، چي دا مهال یې پر ځای نوې دروازه نصب سوې ده او پخوانۍ دروازه د باندنۍ کلا په يوه دالان کي غورځول سوې ده. پخوانۍ دروازه دوې پلې لري چي فولادي مېخونه پر ټک وهل سوي او ډېر قوي زنځيرونه د دروازې د تړلو په منظور ورباندي نصب سوې دي. اوسپنيز مخپوښ او کوم لرګی چي ددې دروازې په جوړښت کي ورڅخه کار اخيستل سوی؛ نوري ځانګړتياوي دي چي دروازې ته يې قوت او سختوالئ بخښلی دی چي دا خپله د هغه وخت د صنعت¬کارانو مهارت او استادي ښيي. د دروازې هره پله ۱۹۰ سانتي متره ا وږدوالی او ۱۱۰ سانتي متره پراخوالی لري.

د پاچا د لور حمام
د باندنۍ کلا په لومړي پوړ کي يو اتاق شتون لري چي پکښي د ميناتورۍ ځيني پاته شوني يې اوس هم پر دېوالونو ليدل کېږي . د دې ترڅنګ یو کوچنئ د اوبو حوض هم پکښي سته چي د روښنايي دپاره یې درې کړکۍ د کلا دباندي خواته پرانيستې دي او داښيي چي دې ځای کي حمام شتون لاره او دا مهال د «پاچا د لور حمام» په نوم شهرت لري. دا چي په تاريخي کتابونو کي د دې حمام د تاریخ په اړه څه نه دي راغلي دا مالومه نه ده چي دا حمام د کومي زمانې او د کوم پاچا لور ته منسوب سوئ دی.
د کلا د همدې برخي په دوهم پوړ کي یو بل حمام هم شتون لري چي د روښنايي يا باد دپاره يوه کړکۍ پکښي را پرانيستل سوې او پکښې داوبو دپاره يوه ذخيره هم جوړه سوې وه، چي د لوټې په ذريعه به یې اوبه ترې را اخيستې.

انتظار خونه
د پاچا د حرم سرای سره نږدې دلته یوه بله خونه شتون لري. داسي ویل کېږي چي دغه انتظار خونه وه. کله به چي خلک د پاچا حضور ته راتلل او پاچا ته به یې خپل عرايض وړاندي کول نو لومړۍ به یې په دې خونه کي انتظار کاوه، چي پاچا سره یې د ليدني وخت را ورسېدی.

ماخذونه :
• (قلعهء تاريخي اختيارالدين – ليکوال: انجينر محمد نظر حزی يار- ویب پاڼه: جام غور ټکی کام)
• د افغانستان استحکامي کلاوي، حصارونه او بالا حصارونه- ليکوال: پوهاند رازقي نړيوال
• شمیره و آبادی قلعهء شمیران و کهندژ … هرات باستان- ليکوال: دکتور محمد شعيب مجددی – فرهنګستان ټکی نیټ)

———————————————————–
۲ – څنګه چي اکثره د هرات سپين ږیري په ياد لري یا مو هم له دوی څخه اورېدلي چي د ظاهر شاه د شاهي حکومت په موده کي کله چي(په کال ۱۳۳۰ ل) دا فرقه مشر هرات ته راغی د اختيارالدين کلا ځيني بُرجونه او دېوالونه يې وران کړل او د پخو خښتو يوه برخه یې د هرات و فرقې ته یوړه او هلته یې د عسکرو دپاره اتاقونه جوړ کړل او بله برخه يې، څرنګه چي اورېدل کېږي د هرات مخابراتو ته څيرمه د يو، دوو شخصي کورونو په ودانولو کي وکارول سوې. دا د ظاهر شاه په وخت کي يو لوی ملي خيانت وو چي ياد سوي فرقه مشر له دې تاريخي کلا سره وکړ او چايې مخه و نه نيوله.