کور / نثر / د ميا فقير الله جلال آبادي يوه نوې موندل سوې خطي نسخه

د ميا فقير الله جلال آبادي يوه نوې موندل سوې خطي نسخه

د ميا فقير الله جلال آبادي يوه نوې خطي نسخه موندل سوې چي دلته په کوټه کښي زموږ د يوه ملګري په ځاني کتابتون کښي موجود ده، په خپله دغه نسخه هم د سر له خوا او هم د پای له خوا بشپړه ده او نوې خبره لا دا ده چي د دې کتاب په اړه تر اوسه پوري چي کوم د ميا صاحب د کتابونو فهرست مخ کښي خپور سوی دئ يادونه نه سته، د بېلګي په توګه د ارواښاد علامه عبد الحی حبيبي صاحب د ميا فقير الله پېژندليک چي په هغه کښي د ده د ژوند او آثارو په اړه ډېر څه تر لاسه کيږي په هغه کښي هم د دې کتاب يادونه نه سته، د شرح الاسماء الحسنْی په سريزه کښي چي د ارواښاد علامه پوهاند اکاډميسن عبد الشکور رشاد له خوا يوه ډېره علمي او مغتنمه ليکنه ده هم يادونه نه سته او همدا ډول د طريق الارشاد په سريزه کښي چي دکتور روان فرهادي ليکلې هم د دې ذکر نه سته او همدا ډول د کيمائي سعادت په سريزه کښي چي د زرين انځور له خوا ورباندي کار سوی هم څرک نه تر سترګو کيږي موږ چي تر اوسه پوري کوم فهرست په لاس کښي لرو د هغه له مخي د دې کتاب يادونه چا نه ده کړې د ميا فقير الله جلال آبادي د غه آثار تر اوسه پوري معرفي سوي دي:

۱. مکتوبات.
۲. فتح الجميل فی المدارج التکميل.
۳. براهين النجات من مصائب الدنيا والعرصات.
۴. فيوضات آلْهيه.
۵. طريق الارشاد فی تکميل المؤمنين و الاولاد.
٦. منتخب الاصول.
۷. وثيقة الاکابر.
۸. قطب الارشاد.
۹. فتوحات غيبه شرح عقايد الصوفيه.
۱۰. جواهر الاوراد(عربي).
۱۱. مبروره قصيده.
۱۲. کتاب الازهار فی ثبوت الاثار(عربي).
۱۳. فوايد فقير الله.
۱۴. محمود الاوراد(پنجابي).
۱۵. د بانت سعاد د قصيدې شرح(د قطب مقدمه).
۱٦. ملفوظات.
۱۷. ملفوظات او عمليات.
۱۸. شرح ابيات مشکل مثنوي بلخي.
۱۹. د تقويم او نجوم رساله.
۲۰.رساله بر ضرورت اشاره تشهد.
۲۱. شرح اسماء الحسنْی.
۲۲. کيمايي سعادت.
نو پر هم دې بنسټ ويلای سو چي دا کتاب تر اوسه پوري نه چا معرفي کړی او نه ئې هم کوم ځای څرک تر سترګو کيږي،د کتاب نوم دئ مکملة الايمان چي موضوع ئې تصوف او عرفان دئ او ټول کتاب ۴۴۸ مخونه لري او تر ۴۴۵ مخ پوري د کتاب متن دئ او تر دې وروسته درې مخونه ئې د پارسي ژبي شعرونه دي، کتاب ملون دئ چيري چي نوی باب پيل کيږي هغه په سره رنګ ليک سوی وي او نور کتاب په توره سياهي ليکل سوی دئ، خط ئې لاهوری نستعليق دئ، کاغذ ئې سيالکوټي ابريشمي دئ، د مخطوطاتو په ژبه د کاغذ رنګ ئې حنائي دئ.

د کاتب نوم ئې چي د کتاب په پيل کښي دی په خپله ځان داسي معرفي کوي”اما بعد فيقول العبد الضعيف المتشبث باالمذهب الحنيفی الفقير الله القوي القيوم محمد فيض الله بن ملا شاهت الافغاني القندهاري او صله الله تعالْی“ دا د ده خپل الفاظ دي چي د کتاب پيل کښي ئې ليکلي دي، او بله خبره دا چي د دې کتاب پر ۱۱۳ مخ باندي چي د ميا فقير الله جلال آبادي د کتابونو ذکر راغلی نو په همدې کتاب کښي ئې بيا د يو بل ناياب کتاب يادونه کړې ده، چي د هغه په اړه تر اوسه پوري هيڅ معلومات نه سته د هغه کتاب نوم مکشوفات از احوال امرای زمان دئ، چي دا کتاب به لا نوره څېړنه غواړي چي چيري به ئې څرک تر لاسه سي.

مکملة الايمان ميا فقير الله جلال آبادي په ۱۱۹۳ هـ کښي تصنيف کړی او د کاتب ملا فيض الله له خوا په ۱۲۴۳ هـ کښي کتابت سوی دئ، په هر مخ کښي ئې ۱۵ ليکي دي او د کتاب کچه ۱۴×۲۱ سانتي متره ده، پر ابريشمي سيالکوټي حنائي رنګ کاغذ باندي په توره سياهي چي ورته ګياهي سياه اعشابي وائي ليکل سوی دئ، پيل ئې له الحمد الله څخه سوی او پای ئې پر تمام شد باندي سوی دئ لکه پورته چي يادونه وسوه چي دا يوه بشپړه نسخه ده.