کور / تازه خبرونه / وزيرستان کې ۳ سرتېري وژل شوي

وزيرستان کې ۳ سرتېري وژل شوي

اسلام اباد : د بي بي سي د خبر له مخې په شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد له امله درې امنيتي ساتونکي وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.له بريده وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلا بنده کړې او د ميرعلي او ټل ترمنځ لاره يې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. بل خوا د خيبر پښتونخوا په صوابۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال څلور وسله وال وژل شوي دي. حکومتي تلويزيون د صوابۍ د پوليسو د مشر له قوله ويلي، د نتهيان د تلاشۍ پر پوستې ۱۲ وسله والو بريد وکړ، چې پوليسو په ځوابي بريد کې په شا وتمبول.صوابۍ له تېر څه وخت راهيسې د طالبانو تر بريدونو لاندې ده او ځايي رسنۍ وايي څه موده وړاندې هم د پوليسو پر يوې پوستې د بريد پر مهال دوه پوليس ووژل شول. په شمالي وزيرستان کې چارواکي وايي د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې اووه طالبان ووژل شول.د معلوماتو له مخې په وژل شويو کې د طالبانو يو ځایي قومندان قاري سیف الدين هم و. دغه ی بريد د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې په يوه موټر کې وشو