کور / کیسه / د ښه کولو لپاره همیشه بدله شته!!!

د ښه کولو لپاره همیشه بدله شته!!!

میسور-هندوستان
یو غریب هلک ، کوم چی په لاس کښی یی توکی خرڅول او له دغی لاری یی خپل د مکتب پیسی برابرولی ، یو ورځ مکتب ته پر لار یی د سختی لوږی احساس وکړ، او د ده سره صرف یو ډایم یا اوسپنیزه روپی وه په کوم چی هیڅ شی هم نه کیدل ، نو د څانه سره یی فیصله وکړه چی د کوم کور ور به وټکوی او د یو څه د خوړولو خواست به وکړی!
د یوه کور ور یی وټکولو او هلک خپل فکر او احساس دلاسه ورکړ کله چی یوی ښایستی او مهربانی ښځی ور ورته خلاص کړ ، نو هلک له وارخطایی د خوراک پرځای د یو کیلاس اوبو غوښتنه وکړه،
هغی ښځی چی دی یی ولید نو احساس یی وکړ چی دا بیچاره به ډیر وږی وی، نو هغه ته یی یو غټ ګیلاس شیدی راوړی ، د شیدو د نوشی جان کولو وروسته غریب هلک وویل : څومره پيسی باید درکړم د دی شیدو لپاره؟
ښڅی وویل: هیڅ هم مه راکوه ، زما مورجانی ماته دا راښوولی چی د چا سره د ښه کولو په بدل کښی به څه نه اخلی،
هوارډ کیلی چی کله هغه کور پریښوه نو ډير فزیکی او روحی طاقت یی ترلاسه کړ او په نړی کښی یی د خدای پاک او انسانانو پرمهربانی یی نور هم باورټنګ شو.
کلونه وروسته هغه ښځه ډيره سخته ناروغه شوه او محلی ډاکترانو ورته وویل چی ستا تداوی زمونږ له وسه تیره ده او هغه یی د یو غټ ښار روغتون ته واستوله ترڅو هلته یی علاج وشی، او په هغه شفاخانه کښی له ډاکټر هوارډ کیلی څخه غوښتل شوی وه چی دا ناروغ معاینه کړی.
کله چی ډاکټر د ناروغ د کلی نوم واورید نو یی پر سترګو یو ډول روښنایی راغله ، په منډه شو او ولاړی د هغی ناروغی اطاق ته ،
کله چی هغی اطاق ته وړدننه شو هغه ښڅه یی وپیژندله ، هغه ښڅه وه چاچی ده ته په یوه غرمه کښی یو غټ ګیلاس شیدی ورکړی وی او هغه وخت دی سخت وږی وو.
ډاکټر فیصله وکړه چی دی مهربانی ښځی ته به خاصه توجو کوی ترڅو د هغی ژوند وژغوری او جوړه شی ، ورځی او میاشتی تیری شوی ښڅه جوړه شوه او هغه ورځ نږدی شوه چی دا له روغتونه رخصت شی ، او دا ښڅه ډيره سخته پریشانه وه چی د دی تداوی مصرف به څومره شوی وی ،او دا په دی فکر کښی چی څنګه به دا پیسی ادا کوی .
ډاکټر د روغتون د حسابداری څانکی ته احوال وړکړ چی د هغی ښځی د لګښت پاڼه ده ته راوړل شی ترڅو دی یی تصدیق کړی ، لګښت پاڼه ډاکټر ته وړکړل شوه او ډاکټر هم د هغی پاڼی پر یوه څوکه یو څه ولیکل او د هغی ښځی اطاق ته یی واستوله.
هغی ښځی چی کله د لګښت پاڼه تر لاسه کړه ،ډیره ویریدله چی څنګه یی وګوری او څنګه یی پیسی ادا کړی ، هغی چی کله د لګښت پاڼه یا بیل خلاص کړ او ویی لیدل ، چی د بیل پر یو څوکه لیکل شوی:
ټولی پیسی په یو غټ ګیلاس شیدو سره ورکړل شوی، تاسی کولای شی چی ولاړشی !!
سترګی یی له اوښکو ډکی شوی او دعا یی وکړه ، خدایه شکر چی ستا مینه د انسانانو په زړونو او لاسونو کښی لاره موندلی ده ، شکر خدایه!