کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سوله هيڅکله دومره نژدې نه وه

سوله هيڅکله دومره نژدې نه وه

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چي د چا دين اسلام وي، نو بيا يې درد او خوښي، ګټه او تاوان، کمزوري او طاقت او په همدې ډول غلامي او خپلواکي مشترکه وي. د دوو خوابدو مسلمان ورونو تر منځ پخلاينه صرف تر يوې خبري پوري معطله وي. هغه دا چي د شيطان د شراچونې څخه په خپل رب سره پناه وغواړي او د پخلا کېدو لپاره صرف اراده وکړي.

ما ته داسي معلوميږي چي د افغانستان د لانجې افغان اړخونو انشالله د پخلاکېدو اراده کړې ده. هغه اړخونه چي دين يې مشترک، خاوره يې مشترکه، مور او پلار او ارمانونه يې مشترک دي د پخلايني څخه انشالله دومره ليري دي لکه د يو لاس ګوتي چي سره ليري وي. د خوښۍ بله خبره خو لا دا ده چي د دواړو اړخونو ترمنځ د رانژدې کېدو سبب يو داسي شی ګرځېدلی دی، چي په اصل کي د غليمانو لخوا پدې مقصد رامنځ ته کړل سوی ؤ چي دغه ورونه د هميشه لپاره سره بېل کړي.

زما په فکر پداسي يو د هيلو څخه ډک حالت کي بايد دواړه اړخونه د خپلې نيکي ارادې د څرګندولو لپاره ښکاره او روښانه سګنالونه ورکړي. که د طالبانو له لوري وروستۍ اعلاميې ولولو نو پکښي هغه نرمي تر سترګو کيږي چي په تيرو دولسو کلنو کي يې ساری نسته. له بل اړخه دا چي د کابل د ادارې رئيس ښاغلي حامد کرزي د ټولو کورنيو او بهرنيو فشارونو باوجوده د امنيتي تړون لاسلیک کول ځنډولي دي، بايد ورته د هغه بل اړخ لخوا په يو ښه عملي اقدام سره جواب ورکړل سي. پدې توګه به د بهرني او کورني فشار په وړاندي د کرزي ملا وتړله سي.

زما په فکر په اوسني حالت کي د ټولو شر اچونکو او جګړې ته تېل اچونکو ځواب صرف يو کار کېدلای سي. زه پدې متيقين يم چي که دغه قدم پورته کړل سي نو انشالله د اسلام، افغانستان او سولي ټول دُښمنان به په خپلو ټولو شيطاني او شر اچونکو مقاصدو کي فلج پاته سي. 

زما په خيال دغه مهم قدم د طالبانو له لوري د يو جانبه اوربند او د سولې د خبرو اترو سمدلاسه اعلان دی. 

څومره چي ورته اړتيا وه، زور ازمويل سوی دی او نور د جګړې ګټونکي او بايلونکي تثبيت سوي دي. پدې خاطر د جګړې غځول نور هيڅ منطق نه لري. په زياته بيا چي دغه جګړه زموږ په کور کي دننه او نه د غليم په کور کي روانه ده. په داسي يو حالت کي د اړونده مشرانو د ژوند امنيت ساتل هم زښت مهم دي. هغه پدې دليل چي د فتنه اچونې او د سولي د ممکنه خبرو اترو د مخنيوي لپاره ښايي د دواړو اړخونو مشران د بريدونو د ګواښ سره مخامخ وي. په زياته بيا طالبان بايد د اليکترونيکي تماسونو (ټليفون، انټرنټ، مخابره…) سره زيات احتياط وکړي ولي چي دغه څارل کيږي او په مرسته يې د استعمال کوونکو دقيقه حدود اربعه معلومېدلای سي. يوه بله مهمه خبره دا ده چي د احتياط تر څنګ دا هم يقيني کړل سي چي د مشرانو د احتمالي وژل کېدنې په صورت کي بیا هم څنګه خپل هدف ته رسېدل کېدلای سي.  

زه پدې باور يم چي افغانانو ته سوله انشالله هيڅکله دومره نژدې نه وه لکه نن چي ده. خو پدې شرط چي افغانان دا هم درک کړي چي اوس تر ټولو بهترينه جهاد د توپکونو خاموشه کول دي. زه پدې متيقین يم چي اوسنيو حالاتو ته په کتنه سره د باطل په وړاندي تر ټولو لويه وسله اوس دا ده چي جګړه ودروله سي.

يا زما ربه! هغه څه چي زه يې احساسوم زما د ټولو ورونو په زړونو، خولو، قلمونو او عملونو کي يې ور واچوې. ربنا افرغ علينا صبرا و ثبت اقدامنا و انصرنا علي القوم الکافرين.
آمين ثم آمين
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ليکوال د وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د وېبلاګ نور ورته مطالب:
که زه د اسلامي امارت مشاور وای…
ايا سوله به ښه وي او که دا چي…
د طالب مشرانو وژنه سوله نه راولي
دوی ويل زړونه به مو وگټو
سوله هو ستراتيژيک تړون يا
ځان او قوم ته ستر پيغور مه جوړوه (ولسمشر کرزي ته پرانستی ليک)