کور / نثر / زموږ د عصر د ميني د امكاناتو نمائنده شاعراخوندزاده عبدالغفور پردېس

زموږ د عصر د ميني د امكاناتو نمائنده شاعراخوندزاده عبدالغفور پردېس

يادونه: دا ليكنه د خداى بخښلي عبدالغفور پردېس په كتاب (د سراب په مخ حباب) سريزه ده چې عبدالكريم بريالي ليكلې ده چې كټ مټه يې همدلته خپروو، د پښتو ژبې دغه شاعر عبدالغفور پردېس څلور ورځې وړاندې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې روح دي ښاد وي، تاثير

اخوندزاده عبدالغفور پردېس
زموږ د عصر د ميني د امكاناتو نمائنده شاعر

شاعري يو ګران عمل دى چي شاعر خپل داخلي وجود له خارج سره وتړي او داسي ربط ورسره پيدا كړي چي د خارج او باطن دواړه رويې د فطرت له عكاسي سره د حقيقت په ښكاره كولو كښي داسي د لفظونو ښايست ور واغوندي چي هغه په زمانو كښي يو عمومي صداقت وګرځوي. كله په هغه كښي تمنائيت وي. كله تخليقي رومانيت وي چي د جمالياتي حسياتو څخه عبارت وي. كله د ژوند حقيقي رويه وي او كله د ميني د جذبې هغه پركاره نقشه وي چي د انسان له تجربو سره د انساني ذهن او د هغه د فطري ميلان ترجماني كوي. خو هغه په صداقت مبني وي.

د شاعر هر شعر ځان ته يو جلا پيكر او انفراديت لري چي د ميني او حسن په رشتو پوري تړلى وي.

عبدالغفور پردېس اخوندزاده يو حساس، بيدار مغز، حسن پرست، د ميني د جذبو يو داسي مؤثره اواز دى چي د پښتو په شاعري كښي د حسن او ميني د جلوه افروزي يو بې مثاله فنكار دى. د خارج او باطن ربط، د جذبې او حسياتو په لړۍ تړلي داسي ژور افكار د ميني او صداقت په مضامينو كښي را نغاړي چي پښتو شاعري د دوى په افكارو باندي ناز كولاى سي.

پښتو شاعري دومره مړه ده چي د خوشحال بابا او رحمان بابا څخه را نيولې بيا تر حميد ماشووال، پير محمد كاكړ او حنان باركزي او عين تر شلمي پېړۍ پوري يو خپور دبستان دى چي د فكر او خيال انګيزي په نادرو افكارو معموره ده. فارسي شاعري د پښتو سره څنګ په څنګ د غزل په ميدان كښي يو له بله داسي اثر اخستى دى چي زموږ د فكر ميدان ډېر پراخ شوى دى.

د دې كلاسيك دور حميد بابا، كاظم خان شيدا، پير محمد كاكړ او حنان باركزى له فني او فكري اعتباره ممتاز شاعران دي چي هر يوه د خارج او باطن د ربط ساتلو سره سره انساني فكر ته ډېره وده وركړې ده. او ښايسته افكار يې را نغښتي دي. زۀ د دوى يو يو شعر د نمونې په ډول را وړل غواړم:

چي په يار پسي روغ ځان سيځي په اور كښي
زۀ په دا رسم مين يم د هندوانو

خوشحال بابا

كمينۍ هسي كامل كړم چي زۀ درومم
لكه مځكه روغ اسمان را سره بيايم

رحمان بابا

انتظار يې د نرګس ګونه كړه ژړه
سروي سر پسې له باغه بېرون وكيښ

حميد بابا

ما له يار څخه خولګۍ په خندا غوښته
ده له نازه د غوټۍ په دود و نغښته

پير محمد كاكړ

په ښيښه كښي د امكان هره دوا شته
د عشق درد مدام فارغ دى له درمله

حنان باركزى

شګفته كړه لكه لمر تندى هر چا ته
چي په تلۀ دي سياه پوش تمام جهان شي

كاظم خان شيدا

د هم دغه مكتب لاروى پردېس صاحب د شعر او هنر په ميدان كښي داسي تجربې كړي دي چي د ژوند د رويو عكسونه په داسي هنر او ځلا په كښي څرګنديږي چي د خپل كلاسيك دور د خوند او رنګ سره سره په كښي نوى والى او انفراديت ښكاره دى.

نا رسا اميد د ميني دويم نوم دى
په خپل اٰه مي ورېښمين پړى د ساه سوځي

اې پردېسه! د فطرت تخليق ده مينه
عقل تښتي چي د ميني تهذيب راسي

په خپل ځان عبث تكليف تيروي ږمنځې!
ستا د زلفو پيچ و خم څه هوار نۀ خوري

خوشحالي د مادياتو داسي نسته
چي لړلى يې په غم اندرون نۀ دى

فطرت هيولٰى رنګه قبول د هر صورت كړي
فاعل د منفعل يې اوزار ور سره سم كه

امتياز د ښو او بدو فطرتي دى
درياب ځان ته ساحل ځان ته وي يو څنډ

د وصال په ښاخ په ځاله څه بسيا كړم
تحفظ چي يې د هجر په اغزو دى

داسي شعرونه سړى په دې فكر مجبوره كوي چي دا څه عام غوندي شاعري نۀ ده. د فكر ژورتيا، د خيال انفراديت او د زمانې حقيقي ترجماني او د ژوند د حقيقي رويو عكس د پردېس په شاعري كښي موندل كيږي. يو عالم او د فنونو په هر اړخ باندي غالب هنرمند، د ژوند ټكري يې خوړلې، د زمانې ستومانۍ وهلى او د خود دارۍ په اخيري حد درېدلى فنكار چي هم مينه په واز كومي كوي او هم د ژوند او د حسن د صادقو جذبو ترجمان دى. په داسي وروسته پاته معاشره كښي رازېږېدلى چي د خارج او باطن، مجاز او حقيقت، ماده د خيالي هيولٰى په علمي او فلسفي اصطلاحاتو باندي موړ او مضبوط خيال د پښتو شاعري ته داسي افكار را نغښتي دي چي د حسن او ميني معامله بندي هم سته او د حسن و عشق بې پروا كيفيتونه هم شته. او د تهذيب او اخلاقو عالمګير صداقتونه هم شته. يو بې نوا، عاشق د حسن په جلوه افروزي د لېونتوب تر حده مين او صداقت او رښتينوالي په هغه معيار ولاړ دى چي په حق او رښتيا ويلو باندي هيڅ عار نه محسوسوي. او دا فطري ننداره د عشق په خپل طفلانه ملاعبت سره تر سره كوي چي صداقت يې د فن شهكار دى او حسن د هغه د عقيدې بنيادي مركز دى. د زمانې رويې د انسانانو ناثباتي او د هغو اخلاقي پستۍ او د معاشرې ناوړه كردارونه يې تر تنقيد لاندي راوستلي دي:

لاينحله مسئله ده پر ذهنونو
څوك فاعل مني مختار څوك ارتقاء

چي د خوف او رجا اوښكي په كښي رغړي
ما پردېس ته هغه سترګي هر ماښام را

حق ويلو ته به څه قدم جوړيږي
برملا چي د مرتد په تور تورېږم

د قبرو مړو ته حاجت روا دى كله
داسي رنګه عقيده لوى قصور بولم

لېونتوب به مي د ميني ستړى نه كړي
هم آغوش چي مي ماښام پر بالين ته يې

راسه ورسه، راكړه وركړه اوس لا هم سته
خداى دي تل لري تازه حسين مخونه

د ساقي د ميني نو شراب خالص ؤ
ما د مالګي په ګډون ورېدل رنګ كړو

تسلسل د وسوسو مي دماغ وسو
له كوګله مي بل څه بې چغار نه ځي

اې پردېسه! طفلانه حركت پرېږده
خطاكار يې نه منې دا خطا ولي؟.

پردېس صاحب د معقول او منقول علومو يو متبحر عالم دى. د ژوند سليقه يې د عقل او دانش په بنياد ولاړه ده. په خپله وايي: “له سرښته زما ذهن له هر رنګه تقليده بغاوت درلود”

د عقلي علومو په خوا يې رجحان ډېر زيات ؤ. حتٰى له دېرشو كالو څخه زما ياد دي چي د منطق شاګردان به يې له كندهار او پښين څخه په مودو مودو د دې يوه يګانه استاد استانې ته راتلو. دغسي د مسلكونو له دايرې څخه هم ازاد او د تاريخ او فلسفې په عقلي او مادي اړخونو يې ژور نظر اچولى دى. د مذهب د نامه څخه ناګاره ماركسي منطق د هغه خوښ نه ؤ او نه يې هغه ته رجحان ؤ بلكې د دوى په فكر هغه د ټولني و توليدي اړخ ته په زور سره د غير فطري اصولو د پېروي كولو زور چلولى دى. كه څه هم په هغه كښي د هري زمانې سره د معروضي حالاتو مطابق بدلون راوستل په كار ؤ. له ما څخه يې ي د ماركس او لينن او انكليز د پيدايش او مرګ د كلونو تپوس كاوه غالباً چي د هغه وخت جريان او عالمي تسلط او د شرق او غرب د علمي او تهذيبي پيوستون دپاره يې نكات لټول. خو د ملا د علم او د دې منجمد نصاب او د دوى د غير مجتهدانه رويې څخه بېزاره دى او افسوس كوي چي دوى عقل او تهذيب په يو مخصوص نصاب كښي را بند كړى دى او د معاش او سياسي تسلط ذريعه يې جوړه كړې ده. د خپل كلي د ساده ملايي څخه وروسته په اسكول كښي پردېس د غزل په هنري اړخ او د خيال په لوړتيا زور وركوي. د فارسي او پښتو د ښو شاعرانو په تقليد كښي يې د خيال جلوت په خپل منفرد انداز كښي خپور كړى دى چي دا رنګ د دۀ د همځولو سره سره د شلمي پېړۍ په لومړي نيمايي او دويم نيمايي كښي هم بايد په ډېر انفرادي خاصيت ورته و كتل سي.

تر اسبابو تعلق د ارتقا دى
په تش خيال زما ختل دي و ثريا ته

د ګملې ګلان به چا ته ښه و ايسي
چي په ناز ورته ګل پاڼي لبان خاندي

ستا په ذكر د ذكري په شان بدنام شوم
خو بيا هم وړم تهمتونه لګيا اوسم

د آبشار د زمزمو په ږغ لړلې
ستا نازك نازك ګفتار واى نور څه مه واى

لار د ميني رسا لار ده تر مطلوبۀ
اې پردېسه! نوري لاري واهمي دي

اراده مي د مرګ مه ساته په زړۀ كښي
زۀ پردېس دي لا پخوا يمه وژلى

د عمل د نتايجو نوم تقدير دى
كه ناپوه وي څوك په دې نادان هغه دى

عملي د ساده ميو پردېس نۀ دى
اې ساقي! ورسره ګډ ستا خمار غواړي

سمون چي د وخت نه كړي مذهب وي كه تهذيب وي
پردېسه! منجمد سي انجام يې پښېماني ده

الواته ته ټپراند د روح وزر دى
اجسام بېرته دى د خاورو شاخ سائي

وخت تيريږي انقلاب د وخت عادت دى
تا بالا به ووينې په خپله دواړه

زر پرېسه! كش مكش ورسره جوړ كړه
كار به وران سي كه موركۍ يې په څار راغله

په خاطر مي ستا د فكر كور بسيا كړ
ځكه فكر مي بل هرڅه وسواس پرېښو

پردېس د ړاندۀ تقليد څخه بېزار دى او ملا ته نصحيت كوي چي دين مه خرڅوه، او دغسي د هغه په شاعري كښي د پښتون قام دپاره د وحدت او د پښتو تبليغ كوي. د پښتنو په وطن كښي د كفر او اسلام او د هغه په نتيجه كښي خلقي او مجاهد ټكى دى نۀ مني بلكې دا د استعمار راوړې دسيسه او طوطيه بولي. د خداى او مذهب په حقله يو كايناتي وحدت تصور لري. د سياست او غرضي نارو څخه بېزار دى:

امريكې كښېښو راشن په پاكستان كښي
د نفاق لاره پيدا كړه په افغان كښي

خداى بهګوان چي ورته وايي يا يو بل څه
الفاظ پرېږده سره يو دي معنا ټولي

سپى ملګرى د لېوانو سو پښتونه!
د قومي رمې دى بېخ اوس په ختو

تخريب زيرى د تعمير دى اې پردېسه!
دا بيده دي اخير پاى پر ويښېدو

بيا دي جوړه مارشل لاء كړه د دوو سترګو
د قيامت ساعت دي را وست پر دنيا نن

د تحصيل د جلګې بل نوم انډوخر دى
هر ممبر يې د قومونو بې هنر دى

ړوند حاكم فيصلې سپاري و ړندو ته
دا قاتل د انصاف وګوره افسر دى

د عمل د مكافاتو صدۍ وينم
د افغان پر ملك د قهر ږلۍ وينم

ړوند تقليد د جهالت تاريكې راوړي
سوچ ته نۀ راځي تدبير چي خلاص كړم جند

د قومونو سره سم په تعليم نۀ يې
ځكه چاودي ستا پر كور د غم بمونه

مدعا يې ورور وژل د ورور په لاس دي
د خلقي او مجاهد دي تش لفظونه

اتحاد او تنظيم خپل كړه اې پښتونه!
وخت ته وايه زۀ ښاغلى افغان جوړ يم

پردېس اخوندزاده يو ازاد خيال هنرمند دى. د ټولني په اصلاح باندي نظر لري. د هغه شاعري محض د ميني او عشق واهمه نۀ ده. بلكې د ژوند په هموارو او ناهموارو اړخونو ژور نظر لري. حاكمه طبقه او د جبر د نظام غندنه كوي. لاكن د شعر ښايست يې په حقيقت نګاري كښي دى. هغه د ژوند دپاره مينه ضروري عنصر ګڼي. د مجاز او حقيقت دواړه اړخونه په توازن سره را نغاړي.

په خپله سرنامه كښي د ځان ټول صفا رښتونى حال ليكي. په فني او معنوي ډول د ادب او فلسفې له حقانيت او مبادياتو څخه اګاه استاد دى. ګوره! د حسن تعريف په څومره سادګي سره كوي. چي نقادان دي ورته غوږ سي:

“حسن د يو شي د اجزاء اعضاوو تناسب څه پيدا سوي هغه كيفيت ته ويل كيږي چي په خيالاتو كښي د جستجو ښورښت پيدا كړي”.

دغه د “ښورښت” يو داسي ملفوفه معنا په خپل ځان كښي لري چي د هنر خاوندان پرې پوهيږي. د پښتو اديبانو د شعر تعريف د نورو ادبياتو څخه په راغلو تعريفونو باندي اكتفا كړې ده. بلكې ډېر شاعران شايد د دې مفهوم ته ځير شوي هم نۀ وي. د عربي او فارسي ادب څخه بيا د اردو، پښتو تاريخونه چي و پلټو نو ګڼ شمېر تعبيرونه يې شوي دي.

استاد پردېس اخوندزاده د شعر تعريف داسي كوي چي د فكر دعوت سړي ته وركوي:

“د يو چا د تصور په لمن چي معاني د الفاظو صورت د داسي تركيب حاملي سي چي په غنائي توګه خوشګوار كيفيت پر مرتب وي دې ته شعر ويل او مؤجد يې شاعر بلل كيږي”.

په دې تعريف كښي د شعر د غنائي او وزني حالت دواړه په دومره ښايست راغلي دي چي د ادب استادان دي يې په نصاب كښي شامل كړي. ځكه چي دومره خوندور تعريف د نورو ژبو په لومړنيو كتابونو كښي هم نۀ دى راغلى.

د پردېس شاعري زموږ د عصر يو خوندوره تجربه ده چي په كوم كلاسيك دور كښي دوى اغاز كړى ؤ او اوس د كوم جديد دور شعرونه دوى اورېدلي دي. يا زموږ د عصر برخود غلط په سينكړو شاعران تر لويو استادانو پور ي د خپل فكر انداخت ور رسولى هم نۀ دى. او د ارواښاد سعيد ګوهر خبره ده چي: “داسي معلوميږي چي زموږ د نسل نيم زاله ليكوال د نشر او اشاعت په سحر كښي داسي مبتلا دي چي زړو او مشرانو ته حاجت نۀ لري. بيا به د فكر د يووالي يا د نور پرمختګ څه توقع سړى ولري”.

پردېس اخوندزاده د اتيا كالو په عمر كښي دى. زړۀ يې ځوان دى. مطالعه يې ژوره ده. په روغ هندوستان كښي د فراق ګوركهپوري په شاعري مين دى. د غزلي او د شخصيت و دې انتخاب ته يې سړى حيران سي. چي هغه اخيري ژوند يوازي په تسپو نه تېروي. د ملا صدرا او نياز فتح پوري څخه را نيولې د نن ورځي تر مذهبياتو پوري په هرڅه نظر لري. خو د هغه زړۀ مين دى او د كاينات دپاره يوازي د ميني ږغ د دوى د زړۀ اذان دى. او هر فكر او معنا يې ځان ته كشش لري. چي د جديد شاعري په بانډار كښي يې څرك نه ليدل كيږي:

په ژړا مي د حيا پرده سوه څيري
د حباب پر ځان خېمه د زيستن پرې سي

اې ملا له ستړي ژونده بېزار مه سه
په محراب كښي دين فروشه تجار مه سه

حق ګويي د شاعرانو وي اغزنه
د پردېس په حق ويلو ازار مه سه

په اسقاط پسي پنځوس ميله ته زغلې
د غريب تدفين ته بل كړې سفير كړې

په شلېدلې قافلې كښي روان اوسم
تش په خيال ساتم د ځان مقام بلند

ته هغه يې نښانه دي د غمو كړم
ما پردېس به اخير جوړ نا مسلمان كړې

سوې سپين ږيرى التفات دي دومره كم دى
كه بدنام كړمه بې ميني ملايانو

دې شعرونو ته چي د سړي غوږ نيسي نو د شاعري رنګ او ډول ور په ياد سي:

دغه ستا په تصور مي ادراك سوځي
د لمبې په نزدېكت تل خاشاك سوځي

زۀ خو شكل ايجابي جوړ كړم په خيال كښي
مګر سلب يې نتيجه سي په مآل كښي

ښايستې فوق الفطرة كارونه كاندي
د امكان صورت پيدا كړي په محال كښي

نۀ مي عكس نقيض روغه مدعا كړه
نه مي عكس مستقيم سم سو په سوال كښي

د حسرت په غاښ به خپل بدن زخمي كړي
كه په سيل دي بهزاد و ماني راسي

ايلورا او اجنتا به څوك په ياد كړي
پر جهان كه ستا د حسن خاني راسي

تجسس مي ستا د كور رهرونه وليد
تش په خيال مي لامكان مكاني راسي

زۀ پردېس يو لېونى د لېونو يم
ناممكن مي تر نظر امكاني راسي

ناكام خيال لكه شفق كړم سور لمنى
رسوايي مي په سكوت او سكون نۀ ځي

چي لاسو مي ستا د زلفو تماس پرېښو
د احساس خيال يې كالبوت د احساس پرېښو

رښتيا خبره دا ده چي په دې لسو شعرونو باندي زما د كم فكر په وجه په تبصره كولو باندي عاجزه يم، ولي چي دا زموږ تر سطحي زيات لوړ ښكاري. خو پښتو شاعري څومره نېك بخته ده چي د داسي صالح خيال خاوندان يې زېږولي دي:

د پردېس ژبه پښتو او د پښتون په خاوره اوسم
لرم مينه د دې خاوري سلسلې لرم اوچتي

د سپين مخو سم جواب ليدلى چا دى
د سراب په مخ حباب ليدلى چا دى

پردېس اخوندزاده زما د پنځه دېرشو كالو همنشين دى او زما معنوي استاد دى. زۀ چي د دۀ په سايه كښي اوږه په اوږه تلم. او د دوى د روشن خيالۍ ، اخلاص، ميني او د علم په ترخو موضوعاتو سره ږغېدم نو ما داسي محسوسوله چي د لوى ولي تر سايې لاندي راته د هستي، د راز و نياز ټول حقيقتونه سره سپڼلي دي. زما پلار به د دوى د پلار محمد بهاؤالدين اخوندزاده همنشين ؤ او د هغه قصې به يې راته كولې او هغه مرحوم د وطن د ازادۍ او سوكالۍ كارونو په مخه اخستى ؤ. خو د پردېس په احترام كښي زيات مخلص ؤ. كله چي زۀ په يوه ضلع كښي افسر وم نو پردېس به خامخا د ځان سره ساتلو. د آواران په بلوڅانو كښي پردېس د يوۀ لوى پير درجه حاصله كړې وه او اوس هم د غلجيو بالخصوص د ناصرانو جدي او نسلي پېش رو او روحاني مشر دى. خو ما ته يې د مادي ميني د حقيقت درسونه راكول. حتٰى چي كله زۀ لندن ته ولاړم نو هلته يې قلمي رابطه راسره وه. د هغه وخت يو شعر يې دا دى:

زما پردېس كه ته منې درخواست مي دا دى
په ښو پېغلو د لندن مي سلام وايه

ګوره چي د خپل شعر انتساب چا ته كوي خو وايي:

انتساب د يارانې چي كړم و تاته
زما په سر دى ګويا پروت د زرو تاج لا

د قبرونو د ماڼيو اميد پرېږده
دا وهمونه تا ليږي خيالي جنت ته

او د نوي بحر تجربه يې زياته ښكلې ده:

د وصال په سايو اوسا نۀ سوم
بې منزله هر ځاى ويرانې دي

هر اميد مي ناكامه رنګ را وړ
شايد مينه د فرېب افسانې دي

د پردېس صاحب شاعري په پنځوسو كالو باندي محيط ده. ما دې ته مجبوره كړي چي په خپلو افكارو د پښتو د بڼ طوطيان خبر كړي. دى يوازي پنځوس كاله وړاندي د بانډار شاعر نۀ دى. چي هغه وخت يې د پښين څخه تر كندهاره پوري د هري جمعې ورځي او د اختر د ورځو محفلونه تازه ساتلي وو. دومره قادرالكلام شاعر زموږ په زمانه كښي په نظر نۀ راځي چي سم د لاسه په پنځه منټه كښي موزون، ښايسته او د معامله بندي څخه ډكه غزل وليكي. خو د هغه تجربه، ذوق او رسا ذهن د دې وړ ؤ خو چي د مېډيا دور ته داخل سو نو يوازي په څو مشاعرو كښي او د وخت د لوړو شاعرانو سره د دوى اشنايي وسوه. لاكن د هغه شاعر ذهن اوس هم په تلاطم كښي دى. د هغه د كوچۍ استعاره هم حقيقي ده او هم مجازي ده. بلكې د پخوا د شاعرانو په ډول به يوه خيالي ليلا وه خو دا خيالي هم ده او نۀ هم ده چي زۀ نور وضاحت كوم نو بيا زما وزر سوځي. ځكه د پردېس حقيقي مينه او د ژوند د حقيقي رويو ترجماني دغسي د رومان او فلسفي په كږ ليچونو كښي وركه ده. چي اوس موږ د هغه د ميني اعلان د ډنډورې په ډول نه سو كولاى. بلكې د هغه شعر او فكر انګېزي او د هغه استعارې او علامتونه په خپله د هغه د فكر او هنر ترجماني كوي:

كيږدۍ ښه ده تر بنګلې چي په كښي اوسم
كوچۍ ناوې يو څو وزې او يو څو چرګي

نۀ ناصح واى نۀ د غم ترخې خبري
زما له منډو ستا فرار واى نور څه نۀ واى

چي را ويښ شوم له دې خوبه زۀ پردېس تنِ تنها وم
نۀ كوچۍ وه نۀ كيږدۍ نۀ بستره وه نه بالښته

ربه! جوړ كړې دغه كال زانګو د امن
چي هر څوك وايي چي وخت خوشګوار راغى

د فطرت په حسن ډكه وفاداره!
ما ته ښه ده تر هر چا خپله كوچۍ

د دېوان ترتيب د پردېس په خوښه سوى دى. دا د هغه مزاج ؤ كنې زموږ خواږه ملګري او نيازمن حافظ رحمت نيازي ډېر د خپل مزاج په ترتيب كښي لاس وهنه وكړه. خو هغسي و نۀ شول.لاكن د زړو خلګو مينه هم په خپل انداز او هنر يې هم په خپل ډول وي. موږ ورته مات سو. ځكه كه د بانډاري او عوامو غزلو څخه څوك ناګاره وي. هغه دي يې وزغمي. ولي دا پردېس صاحب د خپلي هغې خپرې ټولني دپاره ترتيب كړى دى چي په عوامي سطح د هغه اهميت سته. خو د غزلو په اندرون كښي پردېس د خپلي ميني او خيال انګېزي سره په آب و تاب ځليږي. هيله لرم چي د دوى په كلام لوستلو سره به د پښتو ژبي شاعران غور وكړي او د هغه په حقله دي خپله دانشمندانه رايه او د تحسين ږغ را پورته كړي. ولي چي پردېس زما د عصر تر ټولو مشر، عالم، پوهـ او يو روشن خيال استاد دى چي د پښتو ژبي سرڅڼه يې په داسي مينه كړې ده چي د حميد، پير محمد او حنان مينه په ماتيږي.

په درناوي:

عبدالكريم بريالى
فيصل ټاؤن بروري روډ كوټه

2012/ 1/ 1