کور / اسلامي / د استرالیا په سيډنی ښار کی د اسلامی لباس ننداره

د استرالیا په سيډنی ښار کی د اسلامی لباس ننداره

VOA 21-8-2007

د کالیو یا لباس د ښکلا دی ننداری ته عنوان ورکړل شوی و چی «زما لباس ، زما شخصیت او زما خوښه.»


 د اسلامی لباسونو د دی ننداری جوړونکو په دی امید دا زیار باسلی دی چی دی سره به د مسلمانانو ښځو او






Nursyamsiah Shamsuddin of Malaysia studies engineering at the University of Virginia
په مجموع کی د اسلام په باب د خلکو غلط تصورات بدل کړی شی.


 او خلکو ته به دا وښودل شی چی د مسلمانو ښځو کالی او جامه هم د نوی عصر سره عیاریدی شی د دی ننداری اهتمام کونکی وایی چی څه دپاسه پینځه کاله وړاندی چی کله په امریکا باندی ترورستی حملی وشوی او بیا د هغی نه پس د مسلمانانو په ضد د کرکی نه ډک تبلیغات پیل شول نو د نورو ملکونو په شان په استریلیا کی هم د مسلمانانو ژوند هم ډی تریخ کړی شو او دوی ټول افراطیانو او تندروان وبلل شو.


د امریکا د ستمبر د یولسمی د حملو نه پس په کال ٢٠٠٢ کی استرالیا سره نیزدی د اندونیزیا د بالی په تفریحی ځایی کی د بمونو په چاودنو کی د ٢ سوو نه زیات کسان ووژل شو. چی زیاتره پکی د استرالیا اتباع وو.


دی پیښی نه پس خو د استریلیا د مسلمانانو ژوند لا پسی تریخ شو، په جوماتونو یی حملی وشوی او سخت وځورول شو.


د سيډنی د اسلامی لباس د ننداری منتظین وایی چی د نفرت په دی اوضاع کی د مسلمانو ښځو عامه روزه ژوند ډیر گران شو.


ځینی ځایونو کی خو د حجاب کولو په وجه تهدید شو. او حتی چی کالیو ته یی اور هم ورته کړی شویدی. په دوکانونو او رستورانونو کی ورپسی خندا گانی شویدی او سودا کولو نه منعه کړی شویدی.


د ننداری یوه مهتمه ساره سباح وایی چی دی ننداری سره به د عادی خلکو په ذهنونو د مسلمانانو تصور بدل شی.


هغه وایی، « زه پوهیږم چی خلک د اسلام نه ولی ډاریږی، که چری زه هم مسلمانه نه وایی نو زما به هم دا






muslim woman
تصور و. ځکه چی ما به هم هغه څه گڼل څه به چی مطبوعاتو راته ویل. او زمونږ د دی هڅې او زیار هدف هم دا دی چی خلکو ته وښایی چی مسلمانان هم د دوی په شان عادی انسانان دی. مسلمانان هم د نورو بندگانو په شان خواهشات او ارمانونه لری. د دوی په باب فیصله باید د دوی د ظاهر د لیدو په اساس ونه شی بلکی د دوی فکر باید وڅیړل شی، او باید د اقلیتونو سره هغسی چلند وشی څنگه چی په ټولو مذاهبو کی د اقلیتونو سره د معاملی په باب موجود دی او زمونږ د زیار هدف هم دا دی چی خلک دی باندی قانع کړو.»


د استرالیا د سيډنی ښار د اسلامی لباس د ننداره په دی هدف روانه ده چی هغه شکونه او نفرتونه چی د غیر مسلمانانو و په زړونو او زهنونو کی د مسلمانانو په باب موجود دی، هغه رفع کړی.


په دی ننداره کی مسلمانو پیغلو د خپلو لباسونو سره گډون کړیدی. دی نه علاوه د ودونو او نورو خاصو موقعو دپاره تیار شوی لباسونه هم کتونکو ته وښودل شو.


په دی د اسلامی حجاب او ښکلا او سنگار کلک توازن ساتل شوی و په استریلیا کی میشت دری لکه مسلمانان همیش دا شکایت لری چی دوی سره د تعصب نه ډک چلند کیږی او په ټیټه سترگه ورته گوری.


د یوی بلی ملی سروی نه معلومه شوی چی د استریلیا مسلمانان د سخت تبعیض احساس کوی. او د مسلمانانو په ټولنه کی دا احساس هم ډیر قوی شوی چی د استرالیا حکومت هم دوی سره ښه رویه نه کوی او امتیازی چلند ورسره کوی.