کور / علمي / څېړنيزه لړۍ: بې ازاره ټولنيزه رسنۍ څوک عملي کوي (۱۱) – ويډيو

څېړنيزه لړۍ: بې ازاره ټولنيزه رسنۍ څوک عملي کوي (۱۱) – ويډيو

منبع : اين، ایر، سې، حندلسبلد – ۰۱/۱۰/۲۰۱۳، سه شنبه
لیکوال : ارین سخرېودر
ژباړن : مختاراحمد احسان – نيدرلېنډ
د ژباړلو نېټه: ۲۳/۱۲/۲۰۱۳، دوشنبه

څلور ویشت ساعته بل کار نسته; بس ګرځنده ټيلیفون يې مخ ته نيولئ وي او ساعتونه – ساعتونه په اخته وي. “یو زیاتېدونکي فشار د دې سبب ګرځي چي هر یو په نړیوال جال کي د فعالیت غوښتنه ولري، هلته وغواړي نور تعقیب کړي او هيڅ څه ځني پاته نه سي.” دا په ځوانانو کي یو د اندېښنې وړ دود دئ چي “مایکه کالیس” او “هېرم کیشیس” يې د “socialbesitas” په نوم بولي. نوموړو د ټولنیزو رسنیو له ډلي د فېس بوک، ټويټر او وټس اېپ د استعمال په اړه د سل ګونو ځوانانو، والدینو او ماهرانو څخه پلټنه کړې او سبا په دغه باب خپل “Socialbesitas. Sociale media: van vertier tot verslaving” نومي اثر وړاندي کوي چي په پښتو کي”ټولنیزي رسنۍ د تفریح له استعماله تر اعتیاده” نوم ورکولائ سو.


د هېرم کیشیس په وینا د ټولنیزو رسنیو په بیا-بیا کتنه سره، لیک او لوست تنکي ځوانانو ته فوراً یو ډول خوښي ورپه برخه کوي لکه هغه د خوراک، نشه يي موادو، جنسي اړیکو او الکول هغې چي څوک احساسوي. نوموړی زیاتوي: “ټولنیزي رسنۍ د دماغ اړتیاوو ته، خصوصاً nucleus acccumbens ته مثبت جواب وايي څو په لنډ وخت کي يې بدله ورکړل سي.”

پوښتل سوي لس کلن او شل کلن کسان د وټس اېپ د پيغام لېږلو پروګرام تر ټولو مهم بولي. دغه ډله کسان د ورځي په اوسط ډول ۶۸ پیغامونه ليږي او ۱۵۴ نور ترلاسه کوي. کیشیس يې په اړه وايي: “ان دا چي ځيني تنکي ځوانان په ورځ کي ۶۰۰ پیغامونه ترلاسه کوي. له استثنا ماسېوا نور ټول ځوانان په ټولنیزو رسنیو بوخت دي او وايي چي فېس بوک ورته تر ټولو مشهور دئ.”
د ذکر سوي کتاب لیکوالان د یادو رسنیو تر اندازې زیات استعمال د اندېښنې وړ بولي. ژورنالیست مایکه کالیس وايي: “یوې ۱۲-کلني نجلۍ راته ویل چي د سهار د ناشتې پر مهال فېس بوک ګوري او ځان خبروي چي تېره شپه خو به مهم څه نه وي ځني تېر سوي. د ټولو پیغامونو لوستل خورا ډېر وخت نیسي او تر لوستلو وروسته يې څوک ستړی ستومانه وي.”

معالج هېرم کیشیس د نړیوال جال او لوبو (ګېمو) په عملي توب او روږدتیا کي د یوه ماهر په حیث دا مني چي ټول ځوانان يې عملي نه دي.  نوموړی داسي وضاحت ورکوي: “کافي اندازه ماشومان سته چي د يوې ښې سمي او جوختي کورنۍ وي، زیات ملګري لري او بدني روزني ته هم ډېر وخت ورکوي، خو زیات شمېر نور داسي ماشومان هم سته چي پس پاته وي او د کور په دننه کي د یو ستونزمن حالت سره مخامخ وي. دغه وروستۍ ډله يې په ټولنیزو رسنیو کي د ځان بایللو له خطر سره مخ ده.”

ياد لیکوالان اخطار ورکوي چي د ټولنیزو رسنیو استعمال په هر حال پر اکثریت وګړو ناوړه اغېز لرلائ سي. تنکي ځوانان په پر لیکه نړۍ کي ناڅاپه سخت په غصه سي ځکه مقابل طرف يې سمدلاسه جواب نه ورکوي. د رښتیني ژوند وړوکی خارښت او حساسیت په ټولنیزو رسنیو کي په لویه کیسه او لانجه واوړي. کیشیس وايي: “زیاتره وخت د غیر لفظي مفاهیمو د نه شتون له امله سوء تفاهم رامنځته کیږي. کله چي یو څوک یو پیغام ترلاسه کړي، نو د یوه واقعي ملاقات په پرتله د ۵۰ سلني مفاهمې څخه بې برخي وي.” کالیس وايي ځکه نو اکثریت کسان په تکراري توګه د احساس څرګندولو نښي-نښانې کاروي.
بل دا چي هره وړوکې شخړه عامه کیږي او هر کس يې ويني. د کالیس په اند د ولس هره ډله خپله ونډه پکښي اخلي او نظر ورکوي; تیار لکه د ټکر ګرځندویان چي د سېل لپاره راټول سوي وي.”

د ذکر سوو لیکوالانو په وینا باید تنکي ځوانان د ټولنیزو رسنيو د اغېزو څخه وژغورل سي او یا يې باید لږ تر لږه د خطرونو په موجودیت پوه کړل سي. د بيلګي په توګه په ټولنیزو رسنیو کي د نامعلوم وخت لپاره د پر لیکه سوو نظرونو او نورو موادو ساتنه او موجودیت يادولائ سي چي ځوانان يې په کمه اندازه درک کوي.

لیکونکي زیاتوي چي په انګلستان کي په لسو کي یو ځوان د کارموندني تر خبرو اترو وروسته هغه مهال د منفي جواب سره مخامخ کیږي چي کار ګومارونکي يې دانلاین تاریخچې د مطالعه کولو پر مهال (مثلاً) په یوه سرټيټي بلاګ کي د یوې وحشي رخصتۍ له داستانه خبر سي. د انلاین موادو له امله له کاره منفي جواب ترلاسه کول د ځوانانو لپاره دومره د خواشینی وړ نه ښکاري لکه  په فېس بوک کي د هغوی د ملګرو منفي نظر.
له حده زیات ټولنیزو رسنیو د استعمال یو بل اغېز دا دئ چي څوک د روحي ستړیا سره مخامخ کوي. بېلګه يې د socialbesitas نومي اثر د لیکوالانو په اند داده چي په ځانګړي ډول ۲۰-کلن او ۳۰-کلن کسان تر فشار لاندي دي چي په ټولنیزو رسنیو کي خپل بری نورو ته وښيي، ځکه نور کسان هم په بیا-بیا توګه د بریالیتوب خبرونه عام کوي. د کیشیس په اند دوی هم غواړي چي ارزښت پیدا کړي.

بل ټکی دا دئ چي زده کوونکي ورځ تربلي کمي لاسته راوړني لري، ځکه نوموړي د متمرکز کولو پر مهال له ستونزو سره مخ وي او د ګرځنده ټيلیفون په ذریعه لېږل سوو او ترلاسه سوو پیغامونو ته خورا ځير وي. پایله يې کمزوره حافظه ده. علاوه پر دې سم خوب نه سي کولائ، ځکه تر ډېره په ګرځنده ټيلیفون اخته وي، پیغامونه ليږي، ترلاسه کوي يې او يا تر ناوخته د  وروستي پیغام په باب فکرونو، سوچونو وړئ وي.

همداراز د ذکر سوو رسنیو تر اندازې زیات استعمال بل منفیت دا دئ چي د اعتیاد خطر ورسره تړلئ دئ. تنکي ځوانان نه یوازي دا چي د لوبو (ګېمو) عملي کېدائ سي، بلکي په تکراري ډول يې د پیغام لېږل هم یو عادت ګرځېدائ سي چي په روږد سي. د کيشيس په اند داسي عملي توب په راکړه ورکړه کي د ژورو ستونزو له امله رامنځته کیږي. برعکس یاد اعتیاد د کمزوره راکړه ورکړي علت هم ګرځېدائ سي. کیشیس زیاتوي:”د ځينو تنکي ځوانانو لپاره د فېس بوک ملګري ان تر اصلي ملګرو هم مهم ښکاري، ځکه د اصلي ملګرو په خبره یوازي دی خبر وي، مګر د فېس بوک د هغو خبره ټولو ته معلومه وي.”


قدرمنو لوستونکو !
تاسو کولائ سئ ددې برخي په اړه خپل وړاندیز، نیوکه او یا مشوره د دغه ځانګړي لړۍ د چلوونکي سره همدلته لاندي د فېس بوک او یا هم د لاندیني برېښنالیک له لاري شریک کړئ.

په دې هیله چي د ((څېړنیزه لړۍ)) یوولسمه برخه مو د خوښۍ وړ ګرځېدلې وي، تر دوولسمي برخي مو پر لوی الله (ج) سپارو.
د ((څېړنیزه لړۍ)) چلوونکی او ژباړن : مختار احمد احسان – mukhtar.ehsan@larawbar.com


د ۲۰۱۳ز کال د څېړنيزي لړۍ پر لیکه برخي :

•    لومړی برخه – جنوري –  د ترخو خاطرو په اړه سوچ وهل فکري سهوه ده

•    دوهمه برخه – فبروري-  د 3D د چاپ ماشين او نوی صنعتي انقلاب

•    درېیمه برخه – مارچ –  د بلوغ په دوره کي د توان په اړه موجود نظر غلط دئ

•    څلورمه برخه – اپریل – د تاريخي پيښو او ځانګړو لغاتونو د استعمال ترمنځ تړاو

•    پنځمه برخه – مۍ –  جلاوطني او کلتور ساتنه

•    شپږمه برخه – جون – د مهمو تجربو په ياد ساتلو کي د ويده دماغ ونډه

•    اوومه برخه – جولای – پړانګان ګوښه کيږي څو د انسانانو سره مخامخ نه سي

•    اتمه برخه – اګسټ – د غرمې د خوب له برکته د درس د ښه په يادولو توان

•    نهمه برخه – سپټمبر – د اروپا اقتصادي وضعيت پر عامه روغتيا منفي اغېز لري

•    لسمه برخه – اکټوبر – ټيليفون کوونکي مو پر فکري تمرکز منفي اغېز کوي

•    ۱۱-مه برخه – نومبر – ‘بې ازاره’ ټولنيزه رسنۍ څوک عملي کوي (همدا برخه)