کور / اقتصادي / د دماغونو پرواز -دريمه برخه

د دماغونو پرواز -دريمه برخه

جنوبي اسیا: South Asia
هندوستان:
دملګرو ملتونو دانکشافي پروګرام یا (UNDP) دتخمین له مخي انډیا دکاله ددوو بیلیونو امریکايي ډالر دتاوان سره مخ ده ځکه چي دانډیا دکمپیوټر ماهران دامریکا متحده ایالاتو ته مهاجرت کوي. هغه هندي شاګردان چي دهیواد دباندي زده کړي کوي، انډیا ئې دکاله دلس بیلیونه ($10 billion) امریکايي ډالردتاوان سره مخ کړې ده ځکه چي هندي شاګردان په هندۍ کالدارو خارجي اسعار رانیسي،‎ نو داقتصا دعلم دقوانینو سره سم، په مارکېټ کښي دهندي پیسو عرضه ډېریږي او دخارجي پیسو تقاضا زیاتیږي،دخارجي اسعار وارزښت هم پورته کیږي او دهندي کالدارو ارزښت بیا کمیږي چي دغه حالت انډیا دکاله دلس بیلیونه امریکايي ډالرو دتاون سره مخ کړې ده.
نیپال:
هر کال دوه لکه پنځوس زره (250,000) نیپالیان دمختلفو عواملو له سببه دنیپال څخه مهاجرت کوي. دباندني هیوادونو دژوند کولو لوړ معیارونه، کاري زمینې، ښه ترا عاید، تعلیم، جلبوونکي غربي ژوندسټایل( luring western lifestyle) امنیت، ثبات او داسي نور هغه عوامل دي چي نیپالیان دخپل هیواد څخه مهاجرت کولو ته تشویق او مجبور کړي دي ځکه دنیپال حکومت تراوسه نه دئ توانېدلی چي خپلو هیوادوالو ته دغه یاد سهولتونو تهیه کړي.
پاکستان:
دپاکستان مغشوش سیاسي حالت اودهیواد دباندي دوظیفو ښه ترا امکاناتو پاکستانیانو ته لاره هواره کړې ده چي دخپل هیواد څخه داروپا صنعتي هیوادونو، شمالي امریکا او دمنځني ختیځ دتیلو درلودونکو ممالکو ته مهاجرت وکړي. پاکستان نیم صنعتي (semi-industrialised) هیواد دئ خو بیا هم ویل کیږي چي هر کال په زر ګونوماهر پاکستاني ډاکټران، انجینران او ساینس پوهان دخپل هیواد څخه مهاجرت کوي.
سريلانکا:
سریلانکا ددېرش کلن داخلي جنګ له سببه لوی تعدادروشنفکران او علمي کدرونو له لاسه ورکړه. دسریلانکا مسلکي کدرونو دامریکا په متحده ایالاتو، اسټرالیا، کاناډا او انګستان کښي پناه واخیستل. په دې ورستیو کلنو کښي دسریلانکا حکومت او خصوصي مؤسسې دواړه کوښښ کوي چي خپل کدرونه بیرته خپل کورته ستانه کړي خو کراري اقتصادي ودي (slow economic growth) او سیاسي بې ثباتي دغه لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.
افغانستان:
د تیرو دودېرشو(۳۲) کلنو راهیسي افغانستان په نړۍ دمهاجرینو ترټولو لوړ ثبت (record) خپل کړی دئ. د ملګرو ملتونو دمهاجرینو دعالي کمیشنري دفتر United Nations High Commissioner for Refugees UNHCR)) دراپور له مخي، په نړۍ کښي په اوسط ډول په هرو څلورو مهاجرینو کښي یو افغان مهاجر وي. دملګرو ملتونو یاد دفتر په دې ورستیو کښي یو راپور خپور کړ چي په کښي راغلي وه چي دوه عشاریه شپږ (2.6 million) میلیونه افغانان چي پنځه نوي فیصده (۹۵ ٪)کیږي په ایران او پاکستان کښي اوسیږي. دپاته پنځه فیصده په اړه ویل کیږي چي دپیسو په زور ئې ځانونه تر اروپايي هیوادونو پوري رسولي دي. ځیني نور افغانان بیا دسکالرشیپ له لاري له هیواده مهاجرت کوي اوکه وکولای سي چي دباندي ژوند برابر کړي، نو بیرته خپل کور ته نه راستنیږي. دجرمني چارواکي وایي چي د ۲۰۱۳ تر نیمايي پوري دوه زره اوه سوه (2,700) افغان پناه غوښتوونکي ددوی سره ثبت سوي دي. یو ان ایچ سي آر UNHCR)) په خپل ویب پاڼه (http://www.unhcr.org/pages/49e486eb6.html) کښي لیکلي دي چي په تیرو لسو کلنو کښي پنځه عشاریه اووه (۵،۷) میلیونه افغان مهاجر په خپله خوښه افغانستان ته ستانه سوي دي خو دامنیتي سونزو له مخي څلور لکه پنځه ویش زره (425,000)افغانان د۲۰۱۲ ترنیمايي پوري دهیواد په دننه کښي بې ځایه (displaced) ول.
د یو ان ایچ سي آر UNHCR)) په ویب پاڼه کښي راغلي دي چي تر ۲۰۱۳ تر اخیره به یو ان ایچ سي آر UNHCR)) په مجموع کښي یو لکه و دو اویازره (172,000) مهاجرچي یو لک او پنځوس زره به له پاکستان، شل زره له ایران او شل زره به له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته ستانه کړي.(دیو ان ایچ سي آر په ارقامو کښي تېروتنه سوې ده. که ۱۵۰۰۰۰+۲۰۰۰۰+۲۰۰۰۰ جمع سي، نو تر ۱۷۲۰۰۰ اوړي یعني ۱۹۰۰۰۰۰ جوړوي.) دغو بیرته راستانه کېدونکو افغانانو ته به دسړي پر سر یو سلو پنځوس(۱۵۰) امریکايي ډالر اود صحي، قانوني/حقوقي، اجتماعي موضوعاتو اومسائلو او دماینونو په اړه معلومات اومشورې ورکول سي. داندېښنې وړ خبره داده چي دغه بیرته راستانه کېدونکي افغانان به دافغانستان پراقتصاد دوږو بار سي او که څنګه ځکه چي زما(ج. م. مهربان) دمعلوماتو له مخي چي په هغه وخت (۲۰۰۶-۲۰۰۸) کښي مي دکندهار دمهاجرینو او بیرته راستانه کېدونکو چارو په ریاست کښي کار کاوه، دبیرته راستانه کېدونکو دمهارتونو له پاره په افغانستان کښي مارکېټ نه ؤ او ځیني ئې په سختو ناروغیو هم اخته ول چي داپر دولت نور مصارف هم راولي. له یوې خوا یو ان ایچ سي آر UNHCR))، دولت او نړۍ واله ټولنه اخته دي چي افغان مهاجر خپلو کورونو ته ستانه کړي خو له بلي خوا زیات ماهر افغانان خپل هیواد پرېږدي او ډېر کم ئې بیرته راستنیږي. ددولت دمخالفینو له خوا ترور او ګواښوونه، اختطاف، جنايي فعالیتونه، بې کاري، دبرق اوپاکو اوبو نه ستوالی، په لویو ښارونو کښي ترافیکي ګڼه ګونه،دژوند کولو له پاره کم ځایونه او یا غیري معیاري کورونه، کم معاشات او مزدوري، ناامني، سیاسي بې ثباتي، دهمسایه ممالکو مداخلې، په دولتي او غیردولتي مؤسساتو کښي خپلوي پالنه(nepotism) او داسي نور عوامل دي چي همدا اوس- اوس ئې افغانان بیا مهاجرت کولو ته مجبوره کړي دي. په افغانستان کښي دپوهنتون دپرفیسر معاش په دولتي پوهنتونونو کښي پر یوه ساعت تر دوه ډالره نه اضافه کیږي اودطب دپوهنځۍ څخه دفارغه سوي ډاکتر معاش په دولتي روغتون کښي دمیاشتي تقریباً سل ډالره دئ.دغه معاشات داساسي ضرورتونو (basic needs) له پاره هم کافي نه دئ نو ځکه مسلکي کدرونه جرمني، اسټرالیا، کاناډا، دامریکا متحده ایالاتو او دعربو متحده اماراتو ته مهاجرت کوي. دافغانستان دولت او خصوصي سیکتور دمثال په توګه یو برقي انجینر او نلداوان دبنګله دېش او انډیا څخه په خورا لوړ قیمت واردوي. دافغانستان دمکاتبو او پوهنتونو نصاب دوظیفو دمارکېټ سره چنداني عملي اړخ نه لري نو ځکه ډېر افغانان نورو هیوادونو ته ځي او هلته دخدماتو په سیکتور کښي مزدوري کوي. دافغان مهاجرینو دبیرته راستانه کېدو له پاره دافغانستان دولت، نړۍ واله ټولنه او دامریکا متحده ایالات باید دپورته یاد سوو مشکلاتو له پاره په ګده کار وکړي که داسي ونه سي نو نور مسلکي کدرونه به هم له افغانستان ولاړسي چي لړۍ ئې همدا اوس دوام لري.
شرقي اسیاEastern Asia:
چین:
دملي ناخالصو تولیداتو دچټکي ودي سره- سره، چين ددماغونو له پرواز سره مخ دئ. ټول هغه چینایان چي په چین کښي دکاله یولک و شل زره یان(120,000 yuan) یا اوولس زره، شپږ سوه، پنځوس ($17,650) امریکايي ډالر ترلاسه کوي، غواړي چي مهاجرت وکړي.
په چینایانو کښي غربي ممالکو ته دمهاجرت کولومیلان ورځ په ورځ زیاتیږي. په ۲۰۰۶ کښي پنځه شپېته زره (65,000) چینایانو په امریکا، پنځه ویش زرو(25,000) په کاناډا او پنځلس زرو(15,000) په اسټرالیا کښي ددایمي اوسېدني حق ترلاسه کړ. دچین څخه تلوونکي مهاجر اکثر دمنځنۍ طبقې (middle-class background) مسلکي او ماهر کسان دي چي دچین داقتصاد په جوړولو کښي دملا دتیر غوندي برخه لري. چين په دنیا کښي تر ټول بد دماغونو دپرواز سره مخ دئ ځکه چي په هرو هغو لسو شاګردانو/محصلینو کښي چي دهیواد دباندي زده کړي کوي، اووه کسه ئې هیڅکله بیرته خپل هیواد ته نه ستنیږي.
دماغونو پرواز اکثره وخت پردوو ډولونو پېښیږي. اول، هغه روشنفکران، ماهران او مسلکي کسان چي دمختلفو عواملو او دلایلو له مخي خپل هیواد پرېږدي. دوهم، هغه محصلین چي دباندي زده کړي وکړي او بیا خپل هیواد ته نه ستانه کیږي. چین ددماغونو ددواړو ډوله پروازونو سره مخ دئ خو دوهم ډول ئې تر اول ډول په چین کښي زیات مشهور او عام دئ. دیوویشتمي پېړۍ په پیل کښي، چین خارج ته محصلین واستول چي پرمختللي مهارتونه او پوهه ترلاسه کړي او وکولاسي چي چین دیرغل او فقر څخه وساتي خو دفراغت څخه ورسته ډېر محصلین چین ته ولاړل او نور په خارجي هیوادونو کښي پاته سول. د ۱۹۵۰ کلنو څخه بیاتر ۱۹۷۰ کلنو پوري په چین کښي سیاسي بې ثباتي وه، ددې بې ثباتي په ننیجه کښي ډېر چینایان معیوسه سول او باندني هیوادونو ته ئې مهاجرت وکړ.
باثباته اقتصادي ودي(steady economic growth) دچین ملي ناخالص تولیدات او سړی سر عاید اضافه کړی دئ، نو ځکه ډېر چینايي مور وپلار خپل اولادونه دزده کړو او ژوند کولو له پاره خارج ته استوي . ډېر چینایان که وکولای سي چي په خارج کښي يوه ښه وظیفه پیداکړي، بیرته خپل کور ته نه ستنیږي. شتمني چینايي کورنۍ علاقه لري چي ښه دژوند کولوله پاره دچین دباندي ژوند وکړي .
ټایوان:
ټایوان دډېر کلنو راهیسي ددماغونو له پرواز سره مخ دئ. ډېرو هغه ټایواني انجینرانو چي په خپل کور کښي به ئې لیسانس کړی ؤ، دلوړو زده کړه او پي اېچ ډي (PhD) له پاره به دامریکا متحده ایالاتو ته تلل، کله چي به ئې تعلیم پوره سو، هورې به پسي پاته سول. دټایواني انجیرانو دغه کار دهیواد دمایکرو الکټرونیک صنعت غوسه وپارول او دانتیجه ئې ورکړه چي د۲۰۱۳ راهیسي ټایوانیان دزده کړو دبشپړېدو څخه وروسته بیرته خپل هیواد ته ستنیږي.
اسټرالیا Australaia:
دپاسفیک جزیرې(Pacific Islands)
دپاسفیک ډېري جزیرې چي انګلستان تر ۱۹۶۰ او ۱۹۹۰ کلنو پوري مستعمره کړي وې، اوسېدونکو ئې اسټرالیا او نیو زیلاند ته مهاجرت کړی ؤ. دمستعمرو دختمدېدو(de-colonialization) څخه وروسته، په فیجي(Fiji) ټونګا(Tonga)،او ساموا(Samoa) کښي ددماغونو پرواز ډېر کم واقع سوی دئ. دپاسفیک هغه جزیرې لکه تاحیتي(Tahiti) چي فرانسې مستعمره کړي وې او یا دامریکا متحده ایالاتو ورباندي تسلط درلود، اوسېدونکو ئې فرانسې، دامریکا متحده ایالاتو او کاناډا ته مهاجرت وکړ.
نیو زیلاند:
د ۱۹۹۰ کلنو په جریان کښي به هر کال دېرش زره(30,000) نیوزېلاندیانو مهاجرت کاوه. په ۲۰۰۵ کښي داقتصادي همکارۍ او انکشاف مؤسسې (Organization for Economic Co-operation and Development OECD) یو راپور خپور کړ، په دې راپور کښي لیکل سوي وه چي څلرویش عشاریه دوه(۲۴،۲)فیصده نیو زېلاندیان دهیواد دباندي په خاصه توګه په اسټرالیا کښي مېشت دي . په ۲۰۰۷ کښي څلرویشت زره (24,000) نورو نیو زېلاندیانو اسټرالیا ته مهاجرت وکړ. د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتي کمپاین کښي ملي ګوند/ نېشنل پارټي (National Party) په خپل کپمپاین کښي دکار ګر ګوند (Labour Party) چي پرواک ؤ، ناتوانايي په ګوته کول چي نه سي کولاي نیو زیلاندي کارګران او کارمندان دهیواد دننه وساتي. ملي ګوند دسړک پرغاړه پر ولاړو لوحو باندي لیکلي ول چي:
“Wave goodbye to higher taxes, not your loved ones” یعني دخپلو خواخوږ دخداي په اماني پرځای، لوړ ټکس اخیستلو ته خدای په اماني ووایاست. ملي ګوند په دغه ډول سره انتخابات وګټل. څلور کاله وروسته، دنیوزېلاندي کارمندانو مهاجرت تر پخوا پسي شدید سو، په ۲۰۱۲ کښي درو پنځوس زرو (53,000) نیوزېلاندیانو دخپل هیواد څخه مهاجرت وکړ. دنیو زیلاند صدراعظم جان کي (John Key) نړۍ وال مالي بحران (global financial crisis) دنیوزېلاندیانو ددماغونو دپرواز سبب وبلئ. د جان کي دحکومت له پیل یعني ۲۰۰۸ څخه بیا تر ډیسمبر ۲۰۱۲ پوري یو لک و اویازره (170,000) نیو زېلاندیانو اسټرالیا ته مهاجرت کړی دئ. که له یوې خوا نیو زېلاند خپل ماهران له لاسه ورکوي خو له بله اړخه بیا بیرته دخپل نفوس دیوه فیصد په اندازه مسلکي کسان له خارجه څخه تر لاسه کوي.