کور / خبرتیا او پيغامونه / بلجيم:کې د سیرت النبي (ص) دغونډې خبرتیا

بلجيم:کې د سیرت النبي (ص) دغونډې خبرتیا

د بلــــجیم په انتورپن ښار کې دافغانانو جامع جومات په پام کې لري چې د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د مــبارک سیرت په اړه غـــــــونډه ترسره کړي.
د افغانانو جامع جومات او افغان کلتوري ټولنه ټولو مېنه والو ته په درنښت د ګډون بلنه ورکوي او برخه وال کولای شي په غونډه کې د خــــوږ نبي (ص) په ژوند مقالې، ویناوې او نعتونه وړاندې کړي.
وخــت او ڼېټه: د یکشنبې په ورځ دجنورې شپږوېشتمه (۲۶) نېټه د ماښام پنځه بجې
ځـــای: دافغانانو جامع جومات
پتــــــه:
JAN PALFIJNSTRAAT 25, 2060 ANTWERPEN BELGIUM

« په درنښت »
د افغانانو جامع جومات او افغان کلتوري ټولنه، انتورپن