کور / خبرتیا او پيغامونه / دهلمند مدني ټولنه د ملکی وګړیو وژنه غندي

دهلمند مدني ټولنه د ملکی وګړیو وژنه غندي

تیره ورځ نوزاد کی د ځمکنی ماین او دملی اردو دیوه سرتیری د ډزو په پایله کی ۴ ملکی وګړی ووژل سول او ۵ نورژویل سول.

هغه پيښه چی تیره ورځ د نوزاد ولسوالی د ګورجستانی سرتیرو د کمپ په سیمه کی دافغان ژورنالستانو په مخ کی چی دملی اردو ددریو سرتیرو له لوری پرملکی وګړیو ډزی وسوی چی په پایله کی یی یواوه (۷) کلن افغان ماشوم دهغوی په ډزو کی ووژل سو.
دهلمند مدني ټولنه پرولسمشرحامدکرزی او ددفاع ورزارت پرچارواکو سربیره د هلمند پرولایتی اداری او افغان ملی اردو میشتو سرتیرو ږغ کوی چی یاد سرتیری دی محاکمه او دملکی وګړیو د سرخوندیتوب ته دی جدی پاملرنه وکړی
دغه پیښه دهلمند مدني ټولنه په کلکه غندی او د پيښی عاملینولپاره د علنی سزا او د وژل سوو کورنیو ته د صبرجمیل غوښتنه کوي.
دهلمند مدنی ټولنه دبشرپرحقوقوږغ کوی چی د ورته پیښو په راسپړو او ددغسی واقیعتونو په برسیره کولو کی خپل مسولیت ترسره او خلګو ته حقایق وروښيي
پډاسی حال کی چی هرکال ویل کیږی دافغان او بهرنیو ځواکونو سربیره د وسلوالو طالبانو دځمکنی ماینونو له لوری ډیری وختونه ملکی وګړی په نښه کیږی که چیری ورته پیښی بیا هم ددریو واړو ډلو له لوری تکرارسی ښایی دافغانستان ملکی وګړی د وژنو نورزغم ونلری .
او ددغه هیواد له تیرو ۱۲ کلونور اهیسی ټولی هغه لاس ته راوړنی چی د نړیوالی ټولنی له لوری یی په لاس راوړی ښایی له خاوروسره خاوری او هیواد یو ځل بیا کورنیو جګړو ته وهڅوی او د ملکی وګړیو د وژنی دغه کارښایی نوردهغوی حوصله تنګه او له افغان دولت سره شته فاصله لا نوره هم پراخه کړی .
هلمند مدني ټولنه پرخګو ږغ کوی چی د ورته پیښو د مخنیوی په موخه له افغان دولت او دمدني ټولنو سره یوځای ددغسی ورته کارونو په مخنیوی کی ګډی هلی ځلی ترسره کړی .
هلمندمدني ټولنه :-
هلمند مدنی ټولنه په ۱۳۹۱ کال مرکزلښکرګاه ښارکی خپل فعالیت پیل کړي چی تردی دمه ورسره ترزرو زیات دمدني ټولنی غړی لری او ددی ترڅنګ ۴۰ نهادونه له دی ټولنی سره یوځای سوی او په ګډه کارکوی .
یادی ټولنی ترډیره په هلمند کی دخلګو دستونزو درابرسیره کولوسره سره هغوی ته دحل لاری لټولی او پدی برخه کی یی کارکړی دی.
________________________________