کور / راپور / میرمن کلتوري ټولنیز بهیر :د استاد محمد صدیق پسرلي د یادغونډې رپوټ

میرمن کلتوري ټولنیز بهیر :د استاد محمد صدیق پسرلي د یادغونډې رپوټ

اوږد مې زنکدن کړ تصور د وفادار حسن
دا مې لکه شمه لمدې سترګې سر ته ناسته وه
شپو ورځو تمام عمر نوکونه جنګول راته
ښکاري زمانه هم پسرلیه شر ته ناسته وه
استاد پسرلی
د میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر اوه ویشتمه اونیزه غونډه د درانه استاد محمد صدیق پسرلي یاد ته ځانګړې شوې وه. د میرمن بهیر دغه غونډه د (۱۳۹۲) دمرغومي میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه د پامیر سینما په کتاب ښار کې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د غونډی میلمنی کسرا کسیر رحیمی، تورپیکی مومند، وې.
د غونډې په پیل کې پاکیزې آرزو د ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي د ژوند او اثارو په اړه خپله مقاله ولوستله. ورپسې میرمن بلقیس محبوبي د ارواښاد استاد پسرلي د تلپاتې اثارو په اړه خبرې وکړې.
له هغه وروسته مینې ابراهیم خیل او مریم امرخیل د استاد پسرلي د ژوند او اثارو په اړه خبرې وکړې او په دې اړه یې بیتونه ولوستل.
د غونډې په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې د استاد محمد صدیق پسرلي یاد ته ځانګړې شوې وه. د مشاعری په دی برخه کې هرې یوې اوږۍ امیل، تورپیکۍ مومند ، بلقیس محبوبی، نظیفه نیازی کاینات سعادت، پاکیزه آرزو ،نعیمه غنی، مینه ابراهیم خیل، سودابه، آریا، لیمه نیازی، مریم امرخیل، مینا نظری مریم آکا خیل او نورو خپل شعرونه وړاندی کړل.او ځینی نجونو د تلیفون پر کرښه خپل شعرونه غونډی ته واورول.
د غونډې په بله برخه کې د مریم امر خیل په لنډه کیسه کره کتنه وشوه چی ددی کیسی په اړه
دبهیر د دارالانشآ غړې او لیکوالی پاکیزی آرزو خپل نظر داسې څر ګند کړ او ویې ویل دمریم کیسه دموضوع له اړخه ښه وه .خو د لنډې کیسې معیارونه یې نه و مراعات کړي.
کیسه د پخوانیو نکلونو په څیر وه او ډیره یوه راپور ته ورته وه او وړاندیز یې مریم ته دا وو چی د نورو لیکوالولنډې کیسې ولولی او د کیسې په اصولو باندې ځان پوه کړي.
مینی ابرهیم خیل ددی کیسی په اړه وویل :د مریم کیسه ډیره ښه سوژه درلوده. موضوع یې په زړه پورې وه خو د لیکلو طرز یې هم د کیسې پر اصولو ډیر برابر نه و او د کیسې په پای کې مریم امرخیل پخپله پر موضوع قضاوت کړی وو لیکونکی دا قضاوت بایدلوستونکو او اوریدونکو ته پریږدی.او لڼده کیسه بایدپه پیل کی لوستونکوته تلوسه پیدا کړي خو په دې کیسه کې د تلوسې اړخ هم کمزوری و.

د یادونې وړ ده چی راتلونکې چهار شنبه د میرمن بهیر غونډه د میرمن بلقیس محبوبي د ادبی خدمتونو نمانځغونډې ځانګړې شوې ده .غونډه د مازدیګر پر څلورو بجو پایته ورسیده.