کور / کره کتنه / اکثره سياستوال سياسي اخلاق نه مراعتوي

اکثره سياستوال سياسي اخلاق نه مراعتوي

په زياتو رسنيو کښي دسياستوالو مباحثوي خپروني ګورم اورم ئې او داکثرو له خبروڅخه په ورين تندي خوند اخلم او داکثرو سياستوالو خبروته تعجب پاته سم خبري ئې ددې وران وطن له پاره زيان رسوونکي تمامېـږي نه پوهېږم چي يوازي بې زۀ له خبرو سره منفي رايه لرم او که بې نور ملګري هم له خبروسره په ټکرکښي وي .
له يوې خوا څخه مو په هيواد کښي سياست غلط تعريف سوى دي. او زيات خلک په نيک نظر نه ورته ګوري ځيني ئې وايي چي سياست دا معنا چي پرنورو حکومت وکړي، ځيني کسان بيا وايي چي سياست دا معنا چي په هرډول وي پيسې پيدا کړي، ځيني کسان بيا وايي چي سياست دا معنا چي له نورو څخه سړى کولاي سي لوړ موقف ولري، ددې ټولني يونيم ئې ګرسره په درواغو پيژني چي سياست معنا درواغ، خو اصل کښي داسي نه ده . زما په فکر هر هغه کړنه چي دنورو دبربادۍ باعث ګرځئ دخوار او غريب حق پکښي خوړل کېږي دا بلکل سياست نه دي.
دا چي سياست ډېري تعريفونه لري خو زۀ ئې دلته يوتعريف راوړم ((يو واحشي اس ارام کول هغه پرلاره سمول دي)). سياست ددې په معنا چي يو پاشلي ټولنه يو پاشلي اولس سره راټولول هغوي پرسمه لار برابرول او ددوي اقتصاد قوي کول دي.
. يوداسي نظام په لاره اچول چي ټوله وکولاي سي چي تريوداسي چتر لاندي ژوند و کړي چي حقونه ئې پايمال نه وي. يوازي دانه چي زيات سياستوال داسي څه وايي لکه دمخه چي مي ورته اشاره وکړه داسي سياستوال هم لرو چي واقيعآ ددې خاوري له پاره کار کوي په دې خاوره ئې زړۀ خوښېږي او په دې خاوره ئې ايمان راوړي دي. زيات سياستوال دښه نظردرلودنکي دي او ډېري معقولي خبري کوي اوپه سياست کي ښه ترا پوهيدنه هم لري خو يوشي چي زيات ئې نه مراعتوي هغه سياسي اخلاق دي.زموږ اکثره سياستوال دسياسي اخلاق له نعمت څخه بې برخي دي.
دسياسي اخلاقو څخه مي هدف دادي چي دژبي غندنه به نه وي، دملت غندنه به نه وي، دقوم غندنه به نه وي ،دچا فرهنګ ته به سپکاوي نه وي داسي نور…اکثره سياستوال په يو قوم کښي له يوه نفره يا دوو نفرو سره شخصي تِضاد لري خو دوي ئې دټول قوم سره تضاد ساتي .يا ټول قوم ته په ښه نظرنه ګوري او سپکاوى ئې کوي يا دچا دملت غندنه کوي ياملي شخصيت ته سپکاوي کوي چي ددې په پايله کښي دلفظي شخړي څخه فزيکي شخړي رامنځ ته کېږي نو دې ته سياست نه ويل کېږئ.
اکثره سياستوال مي دټلويزون پر پردوليدلي دي چي مېز په لاسونو ډبوي ناړي ئې غورځي يو بدحال ئې جوړ کړى وي لکه اسمان چي يوه نېزه باندي راکښته سوى وي.
متاسفانه چي په افغانستان کښي موږسياستوال ډېر لږ لرو او ډېر زيات بيا په نامه دسياستوال لرو چي دهغو هدف بيا داوي چي په خلکو کښي دشهرت اوج ته ورسېږي او دسياست په نامه پيسې پيدا کړي يوڅو تودې خبري وکړي او دځوانانو احساسات پرجوش راولي چي هغه بيا سبا ورځ ملي شخصيتونه ترورو وي دا ډول کړني هيڅ له سياست سره تړاو نه لري او په دا ډول کړنوسره دقومونواو ملتونوترمنځ يو لوى بحران رامنځته کېږي او بيرته جنګ ته لاره هوارول دي.که چيري دوي سياسي اخلاق مرعت کړي او سياست په سړه سينه وکړي نو ممکن ترتودوو احساساتو او داخلاقو تر نه مراعتولو ښه مفيده تومنه ځيني واخستل سي
.طبعي خبره ده چي اخلاق يوازي په سياست کي نه بلکي په عادي ژوندکښي په راسه درسه کښي هم په پراخه پيمانه مهم دي. خوپه تاسف سره په رسنيو کښي مواکثره سياستوال سياسي اخلاق نه لري او دسياست په نامه له سياست څخه ليري پاته سوى دي که چيري په افغانستان کښي زموږ سياستوالو سياسي اخلاق درلودلاى او څه موده دمخه په ښه ډول سياست سوى واى نن ورځ به زموږ حالت داسي نه واي لکه څنګه چي اوس روان دي.
زما په فکر موږ به يو پياوړى اقتصاد درلوداي، موږبه يو ملي فوج درلوداي، زموږخلک به په سواد کښي پرمخ تللي واي مثال ځينو سياستوالو دازادۍ ديموکراسۍ او بشري حقونو دتامين په اړه ويل چي طالبان له صحنې څخه ليري سي افغانستان به جوړ سي .يا نه سو جوړاوس بيا ځيني وايي چي اوسمهال له افغانستان څخه امريکايان ووزي افغانستان به جوړ سي يا په کوم ضمانت دلته مي د رمضان بشردوست يوه خبره راياده سوه بشردوست صاحب ويل په افغانستان کښي دنظامو پرجوړښت باندي مشکل نه سته چي نظام به فدرال وي جمهوري به وي په ضمامدارانو کښي مشکل سته بشردوست په خبره دغه دافغانستان ضمامدارانو ته تاسو جنت په لاس ورکړي په يوه اوونۍ کښي له هغه څخه دوږخ جوړوي )) نو زۀ دښاغلي بشردوست دا خبره تائيد وم ځکه دا حالت موږ وليدي نوزۀ بيا هم وايم که چيري زموږسياستوال دچاملت دچاقوم دچاژبه دچافرهنګ دچاملي شخصيتونه ترورول دا به ددې پرځاي چي دستونزودحل لاري به ئې بيان کړي وي بلکي ستونزي بې زېږولي وي او که چيري دغو شيانو ته درناوي وسي او په ښه ډول سياسي اخلاق مرعت کړي .زۀ په دې ايمان لرم چي په دا نيمګړې او وروسته پاته ټولنه کښي به مثبت بدلون ووينو

په درنښت
ثناءالله مخلص کندهارپاڼې اوونيزي دفتر