کور / راپور / په بلجیم کې د سیرت النبي (ص)غونډه تر سره شوه

په بلجیم کې د سیرت النبي (ص)غونډه تر سره شوه

د بلجیم په انتورپن ښار کې د افغانانو جامع جومات او افغان کلتوري ټولنې له خوا سږ کال یوځل بیا د نړۍ د ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د سیرت مبارک ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
غونډه د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۲۶ مه د ماښام له لمانځه څخه وروسته دقاري صیب زمان له خوا د قران عظم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه.
ورپسې دافغانانو جامع جومات ملاامام قاري حسین احمد یوسفزي د سرور کاینات صلی الله علیه وسلم دمبارک ژوند په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
وروسته قاري بصیر احمد هم د ستر لارښوحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اخلاقو او دهغه په ځانګړې صفتونو خبرې وکړې او مسلمانان ته یې پخپلو کې د ښو اخلاقو سپارښتنه وکړه.
ښاغلي امان الله ساپي لومړۍ ناستو کسانو ته ښه راغلاست وویل او بیا یې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د پیدایښت د ورځې نه ترنبوت او غزاګانو پورې په هره برخه کې پوره معلومات وړاندې کړل.
ځوان اميري د سیرت النبي د ورځې په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ټول مسلمانان یې رښتېني اواسلامي ورورولۍ ته راوبلل.
د غونډې په اوږدو کې یو شمېر ګډونوالوهر یو: ډګروال نورالحق نور، ناصراحمد، شمس الرحمن محبت، زاهد الله، احمد خالد، فهیم جان او نورو په خپلو خوږو غږونو سره نعتونه وړاندی کړل.
د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د مبارکو اخلاقو، ژوند او سیرت مبارک د غونډې برخه والو په ژوند او فکر یوه اسلامي جذبه خوره کړه چې یاد به یې تر ډېره پورې د ناستو په زړونو پاتي وي.‎
د غونډې په اخري برخه کې حاجي صیب شیرین ساپي د سیرت النبی د ورځې په اړه خبرې وکړې او له ټولو راغلو برخه والو یې د صبر او خورا ډېرې حوصیلې مننه وکړه.
په غونډه کې پرته له افغانانو ترکي مسلمانانو، عرب ورونو او پاکستانیانو هم برخه اخېستې وه.
وروستئ برخه د ماښامنۍ ډوډئ لپاره ځانګړې شوې وه چې ټولو راغلو میلمنو پکی برخه واخیسته.
غونډه د نړۍ او افغانستان د مسلمانانو اتفاق، ورورولۍ او سولې په دعاګانو سره دشپې په لسو بجو پای ته ورسیده.

« په درنښت »
د افغانانو جامع جومات او افغان کلتوري ټولنه، انتورپن