کور / راپور / خوست والي : دکريکټ دملي لوبډلې اتلان په نړۍ کې دافغانستان دسولې غوره سفيران دي

خوست والي : دکريکټ دملي لوبډلې اتلان په نړۍ کې دافغانستان دسولې غوره سفيران دي

دغه ټکى خوست والي عبدالجبارنعيمي په هغه شانداره او پرتمينو مراسمو کې څرګند کړ چې دخوست ولايت په ملي سټډيوم کې دکريکټ دملي لوبډلې داتلان دهرکلي ، نازولو او هڅولو په خاطر نيول شوي وو ،په مراسموکې دخوست والي ترڅنګ ،دکريکټ بورډ دادارې مشر ،په سرحدي اوقبايلي چارو کې دافغانستان دولسمشر سلاکار شاهزاده مسعود ، دکريکټ بورډ اجرائيوي رئيس نور محمد مراد،دملي لوبډلې ټولو اتلانو،په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازي داکټر ميربت منګل ،خوست امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت ،دملي امنيت رئيس جنرال محمدحسن طوطاخيل ،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار ،ددولتي ادارو رئيسانو او دخوست ولايت دمرکز او ولسواليو څخه ٢٥زره څخه زيات ځوانانو او دملي اتلانو مينه والو برخه درلوده.
دمراسمو په پيل کې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ملي سرود وغږول شو ،ورپسې دالمپيک امريت امر عزيز ملنګ ټولو مېملنو ته ښه راغلاست وويلو او دخوست ولايت دوالي عبدالجبارنعيمي څخه يې مننه وکړه چې دکريکټ دملې لوبډلې اتلان يې دخوست دولسونو په غوښتنه دغه ولايت را وبلل .عزيزملنګ وويل مونږ په ملي مينه خپلو اتلانوته ښه راغلاست وايو او ددوى په ټولو کارنامو او برياوو باندې وياړو.
خوست والي عبدالجبارنعيمي په داسې حال کې خپله وينا پيل کړه چې دزرګونو ځوانانو او دکريکټ دملي لوبډلې داتلانو دمينه والو له لوري يې په ګرمو چک چکو سره بدرګه وشوه .

خوست والي عبدالجبآرنعيمي وويل دخوست اداره او ولسونه په ملي مينه سره وياړي چې نن ورځ دهېواد دداسې واقعي اتلانو دراتګ کوربتوب کوي چې په کم وخت کې يې دافغانستان بيراغ دنړۍ په ورغوي کې ځلانده او رپانده کړ او دنړۍ په هرميدان کې يې خپلو سيالانو ته ماتي ورکړي دي.
ښاغلي نعيمي زياته کړه چې مونږ دکريکټ دملي لوبډلې اتلانو ته په دې خاطر خوست ته دراتګ بلنه ورکړه ترڅو له يوې خوا په خپل راتګ سره مونږ ته يو ملي وياړ وبښي او بل لوري ته همدغه نازولي اتلان دهمدې سرحدي ولايت څخه سيمې او نړۍ ته دسولې ،امن ،يووالي ،روغتيا ،ترقۍ ،تمدن او نړيوالۍ سيالۍ پيغام واستوي.
خوست والي دکريکټ دملي لوبډلې اتلو لوبغاړوته په خطاب کې وويل دا واقعيت په ملي او نړيواله کچه ټولو ته څرګند دى چې يواځې تاسو وکولى شول چې په کم وخت کې دافغانستان بيراغ ،هويت ،دريځ او قوت ټولې نړۍ ته ور وپيژنۍ ،په داسې حال کې چې مونږ دنړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په لسګونو سفيرانو لرو .مګر زمونږ دهېواد سفيران دومره لاسته راوړنې نه لري لکه تاسې چې په نړيوال ډګر کې دافغان ملت ،خاورې اوتاريخ لپاره راخپلې کړي دي چې دتل لپاره به دهمدې لرغوني او لوى هېواد دتاريخ په پاڼو کې راتلونکو نسلونو ته ددرس اوپيغام په توګه پاتي وي.
عبدالجبارنعيمي دکريکټ اتلانوته دخپلې وينا پرمهال وويل چې دافغانستان په ګوټ ګوټ کې ددې هېواد دزرګونو کالونو تاريخ په اوږدو کې دملي يووالي لپاره هيڅ چا په دې کچه کار نه وو کړى لکه دغه ملي اتلانو چې په خپلو لوبو ،اتلوليو او لاسته راوړنو سره ددې هېواد په شکلي جغرافيه کې دملي يووالي بنسټونه پياوړي کړل ،په همت ،وحدت ،درايت ،عقلانيت ،خلاقيت ،ملي عشق او مسووليت سره يې ټول دکرکې او ناپوهۍ ديوالونه ونړل او ځوان نسل لپاره يې داسې دروازې پرانيستلې چې ديوې ځواکمن ،واکمن ،متمدن او مترقي افغانستان زيرى ورکوي.
نعيمي دغه شانداره مراسمو ته دخپلې وينا پرمهال څرګنده کړه چې ددې لرغوني هېواد اوپه ځانګړې توګه ددې سرحدي مهم ولايت هر وګړي دخپلو ملي اتلانو دهرې هغه لوبې ننداره کوي چې دنړۍ په هر ميدان کې روانه وي ،هره شېبه دخوښۍ اوښکې تويوي او په هره بريا يې دخپل ژوند غمونه هيروي اوپه هر پرمختګ يې دژوندانه نوى پړاو پيل کوي. له ماشوم نيولې ترسپين ږيري ،له تور سرې نيولې تر سپين سرې ،له يتيم نيولې ترمعيوبو ماشومانو پورې ټول دخپلو اتلانو دهرې لوبې ننداره کوي ،هره شېبه ورته دبريا دعا کوي او په هره بريا يې ملي خوښي څرګندوي.
عبدالجبارنعيمي ددې يادونه هم وکړه چې دکريکټ ملي اتلانو زمونږ بيراغ اوچت کړى دى ،دنړۍ په ورغوي کې ټول مېشت ملتونه اوس افغانان ،دافغانستان دخلکو هويت ،ملي ګټې ،ملي دريځ او ملې لوبډلې پيژني ،دغه کار له يوې خوا زمونږ تاريخي دښمنان حيران او ګوته په غاښ کړي دي اوبل لوري ته ټولې نړۍ ته دا پيغام رسيدلى دى چې افغان ملت يو سوله خوښونکى ،سوله پال ،بشرپال او نړۍ پال ملت دى .
دخوست ولايتي ادارې دمشرتابه په خبره زمونږ ملي اتلانو نړۍ ته داسلامي ورورلۍ پيغامونه هم ورسول ،کله چې دوى په نړيوالو ميدانونو کې ترلوبې مخکې او يا وروسته عبادت کوي ،دنورو اديانو په پيروانو باندې يې اغيز کړى دى ،ددوى برياوو اولاسته راوړنو هغوى دې ته هڅولې ترڅو دحق لاره خپل کړي ځکه چې حق ګټوونکى او باطل نابود کوونکى دى.هغوى په دې پوهيدلي چې اسلام او اسلامي عقيده دهرې بريا اوپرمختګ لپاره اساسي لاره او بنسټ دى ،ځکه زمونږ اتلانو په هرميدان کې خپل سيال ته ماتې ورکړي اودسالمې سيالې له لارې مو خپل تاريخ جوړ کړى دى.
خوست والي ولس ته دا مهم پيغام هم ورکړ چې په هېواد کې دا ټولې لاسته راوړنې دافغانستان دجمهور رئيس جلالتماب حامد کرزي ترملي اومدبرانه مشرۍ لاندې ترلاسه شوي او دنوموړي دملي تلاشونو او تګلارو په رڼا کې نن ورځ دنړۍ په هرميدان کې ددې هېواد ځوانان لوبې کوي او دنړۍ دنورو ملتونو ځوانانو ته ماتې ورکوي.
نعيمي دخوست ولايتي ادرې کړنو ته په اشارې سره ويل چې خوست ولايتي ادارې په دې وروستيو کالونو کې په دغه ولايت کې دځوان نسل دښوونې او روزنې اوپه ځانګړې توګه دخپلو امکاناتو سره سم خپلو لوبغاړو دهڅوونې لپاره زيات کار کړئ دى ،همدا اوس په دغه ولايت کې په زرګونو لوبغاړي د٢٥بېلابېلو فدراسيونونو په چوکاټ کې لوبې کوي .
خوست والي عبدالجبارنعيمي دکريکټ ملي لوبډلې او دخوست ولسونو ته دا زيرى هم ورکړ چې دوې مياشتې وروسته به په خوست کې دجرمني هېواد په مالي تمويل سره دکريکټ دلوبو دميدان دجوړيدو چارې پيل شي چې په ٢٥جريبه ځمکه کې به په ټولو نړيوالو معيارونو سره برابر لوبغالى جوړ شي.
دافغانستان دکريکټ بورډ مشر شاهزاده مسعود دخپلې وينا پرمهال دخوست ولايت له والي دزړه له کومې مننه وکړه چې دکريکټ بورډ اتلان يې دغه ولايت دعوت کړل ،نوموړي خوښي څرګنده کړه چې په دغه سرحدي ولايت کې يې په زرګونو ځوانانو هرکلي ته راغلي او په ملي مينه ددوى دراتګ هرکلى کوي.
شاهزاده مسعود داهم ووويل دافغانستان کريکټ ملې لوبډلې په دې وروستۍ لسيزه کې داسې برياوې اولاسته راوړنې لري چې دتل لپاره به دافغانستان په تاريخ کې خوندي پاتي وي ،دکريکټ بورډ مشر وويل په ډير همت اويووالي سره يې دنړۍ ډيرو لوبډلوته ماتې ورکړي دي .
ښاغلي مسعود دخپلو خبرو پرمهال يوځل بيا دخوست والي څخه مننه وکړه چې په دغه ولايت کې دکريکټ ميدان جوړوي ،نوموړي دا زيرى هم ورکړ چې ډير ژر به په دغه ولايت نړيوالې سيالۍ هم وکړي اوله دغه سرحديو لايت څخه به دنړۍ ټولو ملتونو ته دسولې ،امن او يووالي پيغام ورسوي.
په ولسي جرګه کې دخوست دخلک استازي ډاکټر ميربت منګل دولسونو په استازيتوب دخوست دادارې څخه دزړه له کومې مننه وکړه چې خوست ولايت ته يې دنازولو په موخه خپلي ملي اتلان راوبلل ،نوموړي په خوست کې دکريکټ دميدان په جوړيدو باندې خوښي څرګنده کړه او دخوست ولايت له رهبري يې غوښټنه وکړه چې مرکز ته دملي لوبډلې اتلانو ته دافتخاري علمي سندونو دورکړي وړانديز وکړي.
دکريکټ بورډ اجرائيوي رئيس نور محمد مراد دخپلو خبرو پرمهال وويل په دې خوښي څرګندوو چې دخوست ادارې ،ولسونو اوپه زرګونو ځوانانو په ملي مينه زمونږ دراتګ هرکلى وکړ اوله مونږ سره يې خپلې خوښۍ شريکې کړې.
نوموړي داهم وويل چې اوس په خوست کې دهراړخيز پرمختګ لپاره زمينه مساعده ده او مونږ به ډير ژر په دغه ولايت کې ملي او نړيوالې لوبې وکړو.
دولايتي شورا رئيس سيد کريم خاکسار هم مراسمو ته خبرې وکړې دولسونو په استازيتوب يې دخوست ولايت دمشرتابه دغه نوښت چې ملي اتلان يې خوست ته را دعوت کړل وستايلو ،نوموړي وويل مونږ ټول په دې وياړو چې په خپل ولايت کې دخپلو ملي اتلانو کوربتوب کوو.
دځوانانو په استازيتوب ډاکټر کمال سعادت خبرې وکړې او خوښيو په څرګندولو سره يې دخوست ديو ځوان په حيث دخپلو ملي اتلانو راتګ يو ملي ګام يادکړ کوم چې ددغه ولايت څخه مرکز او نورو نړيوالو ميدانونو ته دخوست سوله ييز انځور وړاندې کړي.
دمراسمو په دوهم پړاو کې دخوست ولايت دبېلابېلو فدارسيونونو دلوبغاړو له لوري ورزشي نمايشات ترسره شول چې په خوښيو سره بدرګه شول همداشان دملي اتلانو دراتګ په وياړ ملي اتڼونه هم وشول او په دې ټولو مراسمو کې دخوست ادارې او ولسونو خپلو اتلانوته درناوى او هرکلى وکړ .
دمراسمو په وروستيو کې خوست ته راغلي ملي اتلان دخوست دادارې له لوري په ځانګړو ډاليو سره ونازول شول اولا وهڅوول شول ترڅو افغانستان نورې برياوې هم راوړي.