کور / راپور / د اکوړه خټک د افغان محصلینو ټولنې ریس ښاغلې محب الله هارون د ۴ مهاجر کمپونو یواځینۍ لیسې مدیر سره وکتل.

د اکوړه خټک د افغان محصلینو ټولنې ریس ښاغلې محب الله هارون د ۴ مهاجر کمپونو یواځینۍ لیسې مدیر سره وکتل.

راپور: محمد اسماعیل کبیر ( د پېښور د انجنرۍ پوهنتون د میخانیک څانګې محصل)

د امید کلې عالې لیسه چې د محترم مدیر محمد طیب خان په مدیریت خپل مهاجرینو زده کونکیو ته د زده کړو زمینه برابره کړې، یواځینۍ لیسه ده چې تر ۱۲ ټولګې پورې شاګردان لرې. د افغان محصلینو ټولنې ریس ښاغلې محب الله هارون پرون د جمعې په ورځ د لیسې مدیر صیب سره وکتل او هغوی سره يې د د ۱۲ صنف شاګردانو د لا لارښوونې او همکارۍ په خاطر تفصیلې خبرې وکړې. ښاغلې هارون د لیسې ادارې سره د ټولنې په نمایندګۍ دا وعده وکړه ترڅو هره اوونۍ به د ټولنې یو یو غړی لیسې ته رالیږې او د ۱۲ صنف شاګردانو ته د کانکور آمادګۍ لپاره ورکشاپونه دایروي. د لیسې ادارې او محترم مدیر صیب لخوا د ټولنې دا وړاندیز ته تود هرکلی وویل شو او د ټولنې خدمتونه يې وستایل.

په آخر کې د افغان محصلینو ټولنې ریس ښاغلې محب الله هارون صیب د ۱۲ صنف شاګردانو سره وکتل او دوي ته يې په زړه پورې تشویقې وینا وکړه او د هغوی عمومې اولنمره محترم عبدالمومن شیرزې ته يې د ټولنې لخوا انعام ومانه. یاده دې وې چې د اکوړه خټک د افغان محصلینو ټولنه په کوزې پښتونخوا کې د افغان مهاجرینو په کمپونو کې د۲۰۱۰ را هیسې د افغان زده کونکیو په خاصه توګه د ۱۲ صنف فارغینو سره د پوهنتون په داخلو کې لارښوونه او همکارې کوي چې تر دې دمه يې د کمپونو سلګونو افغان زده کونکې مختلفو لیسو، کالجونو، انسټیټونو او پوهنتونونو ته معرفې کړې.