کور / هستوي فزيک / وړانګي څه شي دي

وړانګي څه شي دي

Mr Mohammad Abubakar STORAI
په فضا کې د انرژي انتقال ته وړانګه وایې، د لیدو وړ نور، ماورای بنفش وړانګي، د راډیواو ټلویزون څپې ټول د وړانګو ډولونه دي چې په ورځني ژوند کې عام دي او غیرایونایزوونکي وړانګي ورته ویل کیږي. د هستوي درملو سره او د هستوي انرژي کاروني سره موجودي وړانګي او همدا ډول د ایکس وړانګي د ایونایزوونکو وړانګو په ډله کې راځي.
دایونایزوونکو وړانګو ډولونه:
الفا ذرې (α): د الفا ذره له دوه پروتونونو او دوه نیوترونونو څخه جوړه ده او دهلیوم هستې په نامه هم یادیږي چې د درندو طبیعي راډیواکټیف عناصرو څخه لکه یورانیم او رادیوم او همدا ډول له یورانیم نه ها خوا له ځینو مصنوعي عناصرو څخه خپریږي. دا وړانګه شدیده ایونایزوونکي ده خو په هوا کې د څو سانتي متر نه وروسته، دکاغذ د یوې ټوټې او د انسان د پوټکي په واسطه دریږي. یوازي هغه وخت خطرناکه ده که چیري د الفا خپرونکي منبع د خوراک یا تنفس له لیاري بدن ته داخل شي او په بدن کې دا ذرې خپرې شي، د الفا خپروونکي منبع هغه مهال مصؤنه ده چې پوښل شوي وي.
بیتا ذرې (β): له راډیواکټیف عناصرو څخه د الکترون یا پوزیترون خپریدلو ته د بیتا ذرې وایي، دا ذره د څو میلي متر لرګي یا المونیم په واسطه دریدای شي او د انسان په بدن کې تر څو ملي متره نفوذ کولی شي خو په عمومي توګه له ګاما وړانګي څخه یې خطر کم دی، په دې وړانګو معروضیت داسي تاثیرات رامنځ ته کوي لکه په لمر سوی خو روغیدل یې بیا ډیروخت نیسي. د بیتا خپرونکي چیني هم مصؤني دي که چیري په مناسبو کانتینرونو کې وساتل شي.
ګاما وړانګي (γ): لوړ انرژي څپې دي چې تقریبا له ایکس وړانګو سره یو شان دي خو د څپو اوږدوالی یې له ماورای بنفش وړانګو څخه کم ده او قوي ایونایزوونکي وړانګي بلل کیږي، د الفا یا بیتا د تجزیو پر مهال خپریږي. د نفوذ وړتیا یې ډیره زیاته ده او د پوښښ لپاره یې باید له درندو توکو څخه لکه اوبه، سرپ، پولاد یا کانکریټ نه کار واخیستل شي. اصلي خطر یې هغو کسانو ته متوجه ده چې له مهرولاک راډیواکټیف منابعو سره چې د مثال په توګه په صنعتي ګیجونو او رادیوتراپي ماشینونو کې کاریږي، هغه کسان چې له راډیواکټیف توکو سره کارکوي د دوز کچه یې د وړو فیلم بیجونو په واسطه مشخص کیدای شي. ګاما اکټیوټي د سینټیلومیټر او ګایګر کونټر په واسطه اندازه کیدای شي.
نیوترونونه: ډیری وختونه د هستوي انشقاق له امله خپریږي او کله کله د هستوي ریاکټور د بټۍ نه بهر هم لیدل کیږي.د نفوذ قابلیت یې ډیر زیات ده او د پوښښ لپاره یې درانده توکي اړین دي، قوي ایونایزوونکي دي ځکه خو د انسان د انساجو د تخریب ډیره وړتیا لري. د ګرافیټ یا اوبو په واسطه بطي کیدای شي.
د وړانګو اندازه کول
په یوه نسج کې د جذب شویو وړانګو مقدار په ګرې(Gy) ښودل کیږي چې 1Gy= 1 Joule/Kg ده ، څنګه چې د الفا ذرو او نیوترونونو یو ګرې انرژې تر ګاما اوبیتا ډیر تخریب رامنځ ته کوي له دې امله یو بل واحد د سیورټ (Sv) په نامه د وړانګو څخه د ځان ساتني په برخه کې کاریږي تر څو د بیلابیلو وړانګو بیولوژیکي اغیزې منعکس کړي. ټولیز دوز په سیورټ(Sv)، ملي سیورټ(mSv) یا مایکرو سیورټ(Svµ) اندازه کیږي، یو ګرې بیتا او ګاما وړانګي یو سیورټ او یو ګرې الفا وړانګي 20 سیورټ بیولوژیکي اغیزي لري او یو ګرې نیوترونونه شاوخوا 10 سیورټ ( د هغوی په انرژي پوري اړه لري) بیولوژیکي اغیزي لري. د دوز شدت په ملي یا مایکرو سیورټ په ساعت یا کال کې اندازه کیږي، له محیطي وړانګو څخه په متوسط ډول په یوه کال کې یوه شخص ته شاوخوا 2.4mSv دوز رسیږي خو په صنعت کې د وړانګو کارکوونکو ته په یوه کال کې مجاز دوز 20mSv ده چې عموما اوسط یې په پنځو کلونو کې له دې نه ټیټ ساتل کیږي. بیکرل(Bq) د راډیواکټیف توکو د راډیواکټیویټي واحد دی او په یوه ثانیه کې د تجزیو شمیر ښیې خو له دې توکو څخه له خپریدونکو وړانګو یا د وګړو له دوز څخه په بشپړ ډول مجزا ده، دبیلګي په ډول یو کیلو ګرام ګرانیټ ډبره ښایي 1000Bq اکټیویټي ولري.

له وړانګو څخه ځان ساتنه
وخت: د وخت په کمولو د دوزکچه هم راټیټیږي.
واټن: دوړانګو شدت له منبع نه د واټن په زیاتوالي کمیږي.
پوښښ: د کانکریټ ، سروپو یا اوبو موانع د وړانګو له نفوذ څخه ښه مخنیوی کولی شي.
حفاظ: راډیواکټیف توکي په یوه محفظه کې ساتل کیږي تر څو چاپیریال ته لار پیدا نکړي.
له وړانګو څخه د ځان ساتني نړیوال کمیسیون له وړانګو څخه د ځان ساتني په منظورد دریو بنسټیزو اصولو سپارښتنه کوي :
توجیه: هر هغه فعالیت چې په وړانګو د معروضیت لامل ګرځي باید تر هغه ونه منل شي تر څو چې معروض کیدونکو اشخاصو یا په ټولیز ډول ټولني ته یې ګټه تر تاوان زیاته ثابته نشي.
غوره کول: د اقتصادي او ټولنیزو فکټورونو په نظر کې نیولو سره د وړانګو دوز او خطرونه باید ترټولو په ممکنه ټیټه کچه وساتل شي (ALARA).
د دوز محدودول: د اشخاصو د معروضیت لپاره باید د دوز یو ټاکلی حد وټاکل شی چې ترهغه نه پورته د وړانګو دوز د منلو وړ نه وي او یا یې د خطراحتمال ډیر وي.
پورتني اصول د حادثوي معروضیتونو او همدا ډول د عادي معروضیتونو لپاره تطبیق کیږي.
د دغه اصولو بنسټ د خطی هایپوتیزیس نظریې تطبیق ده چې د دې نظریې پر بنسټ په هره کچه د وړانګو دوز که ډیر ټیټ هم وي د انسان د روغتیا لپاره د خطر احتمال رامنځ ته کولای شي خو د علمي شواهدو له مخي په کم وخت کې له 50mSv څخه کم دوز یا په یوه کال کې د 100mSv دوز له امله د سرطان خطر او یا نوري روغتیایی اغیزي ندي لیدل شوي.
محیطي وړانګي
هر څوک په دې وړانګو معروض کیږي چې په طبیعي ډول په ځمکه کې له شته راډیواکټیف توکو او یا هم له نورو سیارو ځمکي ته راځي چې د دې وړانګو اندازه په کال کې له 1mSv څخه تر 3.5mSv ده خو کیدای شي په ځینو سیمو کې په یوه کال کې تر 50mSv هم زیاتي شي. د عامو وګړو شاوخوا 85 سلنه دوز له طبیعي وړانګو سرچینه اخلي او پاتي 15 سلنه یې د انساني فعالیتونو لکه صنعت، طبابت او تجارت پایله ده چې تر ټولو پیژندل شوي چینه یې طبي ایکس رې ده. دمحیطي وړانګو ډیره کمه برخه د هستوي انرژۍ نه سرچینه اخلي.

د محیطي وړانګو چینې

هستوي پیښې او چاپیریال ته د وړانګو خپریدل:
د 1979 کال په مارچ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو په یوه جزیره کې (Three mile Island) د یوې هستوي بټۍ د زیانمنیدو له امله بټۍ ته نژدې خلکو ته د ټاکل شویو نړیوالو معیارونو په پرتله د وړانګو ډیر کم دوز ورسید چې له امله یې نوموړو خلکو ته د زیان کوم شواهد ونه لیدل شول.
په 1986 کال کې د اکراین په چارنوبیل هستوي پیښه کې د وړانګو ډیر لوړ دوز تجربه شو،بټۍ ته نږدې د پریپایت سیمې اوسیدونکي د دوه ورځو په اوږدو کې له سیمي وایستل شول سربیره پردې د بټۍ په 15 کیلومتري کې 24000 اوسیدونکي مخکي له دې چې له سیمي وایستل شي په متوسط ډول 450mSv دوز ورته ورسید . او په ټولیز ډول5200 Pbq (14.05 میگا کیوري) راډیواکټیویټي چاپیریال ته خپره شوه.
د 1986 او 1987 کلونو په جریان کې د پخواني شوري اتحاد نژدې 200,000 خلک دراډیواکټیف ککړتیا څخه پاک شول چې له دې ډلي نه 20,000 کسانو ته شاوخوا 250mSv او یو شمیر محدود کسانو ته 500mSv دوز رسیدلی وه. وروسته بیا دسروې او چک کولولپاره د خلکو شمیرتر 600,000 ورسیده خو د دوی ډیری کسانو دوړانګو ټیټ دوز اخیستی وه. د پیښې په لومړۍ ورځ د اضطراري حالاتو او په سیمه کې مؤظف 1000 تنو کارکوونکو ته شاوخوا 20,000mSv دوز ورسید چې له دې ډلي 28 تنه یې د وړانګو د شدیدو اغیزو له امله د څو اونیو په اوږدو کې له مینځه لاړل او نور 19 تنه یې د 1987 او 2004 کلونو په موده کې د بیلابیلو لاملونو له امله له منځه لاړل. د ملګرو ملتونو د اټومي وړانګو د اغیزو علمي کمیټې (UNCEAR) د 2008 کال راپور ښیې چې د تایروید سرطان څخه پرته د پیښي نه 20 کاله وروسته د وړانګو اړوند کومي نوري روغتیایي نښي ندي لیدل شوي.
د 2011 کال د مارچ په میاشت کې د جاپان فوکوشیما ډایچي هستوي بټۍ د زیانمنیدو له کبله 940 Pbq (د آیوډین- 131 معادل) راډیواکټیف توکي (ډیری برخه یې د سونامي له څلورمي تر شپږمي) چاپیریال ته خپاره شول. د 2013 کال په می میاشت کې UNCEAR راپور ورکړ چې د فوکوشیما ډایچی پیښي له امله د وړانګو هیڅ لنډ مهاله روغتیايي اغیزې نه دي لیدل شوي او د دې احتمال هم نشته چې په راتلونکي کې په کارکوونکو او عامو خلکو کې د ناروغیولامل شي. خو یوازینۍ استثنا داضطراري حالاتو هغه 146 کارکوونکي دي چې د ناورین پر مهال یې له 100mSv څخه ډیري وړانګي اخیستي چې هغوی هر یو به په انفرادي توګه د وړانګو د اوږد مهاله اغیزو لپاره تر څار لاندي وي، د دوی له ډلي 6 کسانو یې د اضطراري حالاتو د کارکوونکو لپاره د منل شوي دوز یاني 250mSv څخه زیاتي وړانګي اخیستي وې چې لامل یې د I-131 ډیر تنفس وه. په ماشومانو کې د ایودین دوز د چارنوبیل پیښې په پرتله خورا ټیټ ښودل شوی. په دې پیښه کې په احتیاطي ډول 160,000 تنه خلک تخلیه شول چې په پایله کې 1100 کسان د فشار او روغتیایي آسانتیاوو د نه شتون له امله له مینځه لاړل.

د ټول بدن لپاره د وړانګو ځيني تجربه شوي دوزونه

• په هر کال کې یوه وګړي ته د محیطي وړانګو څخه 2.4mSv دوز رسیږي.
• په محیطي وړانګو سربیره په اوسط ډول د یورانیم کانونو کارکوونکو او د امریکا متحده ایالاتو د صنعت کارکوونکو کلنی دوز 1.5mSv تر 2.5mSv.
• په منځنۍ ارتفاع کې د الوتکي کارکوونکو کلنی دوز تر 5mSv ده.
• له قطبي لارو څخه له نیویارک نه تر توکیو په الوتکه کې سفر د الوتکي کارکوونکو کلنی دوز 9mSv.
• 10mSv/yr د استرالیایي یورانیم کانونو ځیني کارکوونکو دوز.
• د خیټې او جنین د سي ټي سکن معاینې اغیزمن دوز 10mSv.
• په کال کې 20mSv دوز د هستوي صنعت او یورانیم کانونو کارکوونکو لپاره منل شوی دوز.
• 50mSv/yr د هستوي صنعت کارکوونکو لپاره پخوانی منل شوی دوز او همدا ډول د ایران، هند او اروپا په ډیرو سیمو کې طبیعي دوز.
• د وړانګو د اضطراري حالاتو کارکوونکو لپاره دنړیوالي اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) له لوري لنډ مهاله منل شوی دوز50mSv ده.
• 100mSv تر ټولو کم دوز ده چې د سرطان شواهد یې لیدل شوي دي چې په لوړیدو د سرطان احتمال هم زیاتیږي، او همدا ډول د IAEA له خو دهغو اضطراري کارکوونکو لپاره منل شوی دوز ده چې وروسته تداوي کیږي.
• 250mSv په 2011 کال کې د فوکوشیما هستوي پیښې د کنټرول کارکوونکو لپاره منل شوی لنډ مهاله دوز ده.
• د ایران په رامسار سیمه کې کلنی طبیعي دوز 250mSv ده چې کومي پیژندل شوي روغتیایي اغیزي یې ندي رامنځ ته کړي او ځیني وختونه په کال کې تر 700mSv هم رسیږي.
• 500mSv دIAEA له خوا په اضطراري حالاتو کې د ژوند ژغورونکو کارکوونکو لپاره منل شوی لنډ مهاله دوز ده.
• د برازیل سمندر په غاړه تر ټولو لوړ دوز په کال کې 800mSv ثبت شوی.
• په لنډ وخت کې 1000mSv دوز څو کاله وروسته له سلو معروض شویو کسانو په هرو پنځه کسانو کې د سرطان د رامنځ ته کیدو احتمال شته.
• په لنډ وخت کې 1000mSv دوز اخیستل د وړانګو د شدیدو تاثیراتو لکه تبه، د ویني د سپینو کرویاتو کمښت لامل ګرځي او د دوز په زیاتیدو یې اغیزې نوري هم زیاتیږي خو مړینه نه رامنځ ته کوي.
• 5000mSv د ټول بدن دوز اخیستونکو له ډلي نیمایي به یې په یوه میاشت کې له منځه ولاړ شي.
• 10,000mSv دوز په څو اونیو کې د مرګ لامل ګرځي.
یوه کیله
15Bq
یو کیلو ګرام قهوه
1000Bq
یو کیلو ګرام ګرانیت
1000Bq
یوه کیلو د ډبرو سکرو ایره
2000Bq
په استرالیا کې په 100m2 کور کې د راډون ګاز اکټیویټي
3000Bq
یو بالغ انسان (65Bq/kg)
4500Bq
په ډیرو اروپایې کورونو کې په 100m2 کې د راډون اکټیویټي
30,000Bq
په یوه کور کې د دود تشخیصوونکي آله
500,000Bq
د یورانیم یو کیلوګرام استرالیایي معدني ډبره (0.3%)
10,000,00Bq
د ټیټي سویې یو کیلو ګرام راډیواکټیف فاضله توکي
Bq25 میلون
یو کیلو ګرام یورانیم
Bq25 میلون
د یورانیم یو کیلو ګرام معدني ډبره (کاناډا، 15%)
Bq70 میلون
د طبي تشخیص لپاره راډیوایزوتوپونه
1 TBq
یوه د وتلو نښه (1970s)
10 TBq
د لوړي سویې یو کیلو ګرام 50 کلن شیشه شوي راډیواکټیف فاضله توکي
10TBq
د طبي تداوي لپاره یو راډیوایزوتوپ
100 TBq
د یو شمیر طبیعي او غیرطبیعي توکو راډیواکټیویټي