کور / تازه خبرونه / د مرکزي احصايې ادارې د امنيتي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت په اړه سروې بې اساسه وبلله

د مرکزي احصايې ادارې د امنيتي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت په اړه سروې بې اساسه وبلله

يو شمېر سکټوري رئيسانو په کندهار کي د مرکزي احصايې د ادارې له خوا د ١٣٩١ يم کال په اوږدو کي تر سره سوې سروېګاني مطلق بې اساسه او ناسمي وبللې.
هغه خبري غونډه چي د کندهار ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کي جوړه سوې وه، د کندهار د مرکزي احصايې امر رحمت الله عمرزي، د کرهڼي او مالدارۍ رئيس انجنير احمدشاه روشن او د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري پکي ګډون درلود.
د مرکزي احصايې امر غونډي ته د خبرو پر مهال هغه سروېګاني چي د ځينو ادارو له خوا د کندهار په ځينو ولسواليو او مرکز کي تر سره سوي بې اساسه، خپلسري او مطلق ناسمي وبللې او يادونه يې وکړه چي د دوی د ناسمو سروېګانو له کبله کندهار د ملګرو ملتونو ادارې له خوا د مرستو له چوکاټ څخه ايستل سوی دی.
نوموړی زياتوي يادو ناسمو سروېګانو په ډاګه کړي چي د کندهار په غورک ولسوالي کي خوراکي او نورو هيڅ مرستو ته اړتيا نه ليدل کېږي او په بولدک ولسوالي کي خورا کي او نورو د اړتيا وړ توکو ته د٢٥ فيصده اړتيا درلودلو خبره ياده سوې ده.
د احصايې د امر په خبره په داسي حال کي چي غورک د کندهار يوه ليري پرته ولسوالي ده چي له کلونو راهيسي پکي هيڅ مرستي نه دي تر سره سوي، د نوموړي په خبره د ډېرې حيرانتيا ځای دی چي غورک غوندي ليري پرته ولسوالي مرستو ته اړتيا ونه لري او بولدک ولسوالي ٢٥ فيصده مرستو ته اړتيا ولري.
د کرهڼي او مالدارۍ رئيس انجنير احمدشاه روشن هم يادې ترسره سوي احصايې ناسمي بولي او ټينګار کوي چي د دې سروېګانو د ترسره کېدونکو په اړه بايد تحقيقات تر سره سي تر څو په راتلونکي کي د دې ډول خپلسرو سروېګانو د ترسره کېدو مخنيوی وسي.
دی زياتوي چي اوسمهال په کندهار کي ٦٠ فيصده سيمي خوراکي او نورو توکو ته اړتيا لري.
د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري هم د يادې ناسمي سروې له امله د پوهني پر پروسه د منفي اغېز يادونه وکړه نوموړي وويل، له څه مودې راهيسي د ملګرو ملتونو د يو شمېر ادارو له خوا په کندهار کي ښځينه زده کوونکو ته په تشويقي ډول ځيني خوراکي او نور مواد ورکول کېدل، خو په خبره يې د دې ناسمې او بې اساسه سورې له کبله پر ياده پروسه منفي اغېز لوېدلی او اوس د پخوا په پرتله مرستې نه ليدل کېږي.
کندهار ولايت مقام خپلو ټولو امنيتي او ملکي ادارو ته د هغو ټولو سروېګانو چي د ولايتي ادارې له خبرېدو او تايد پرته ترسره کېږي د عاملينو د نيولو امر کوي او په کندهار کي په امنيتي، اجتماعي او اقتصادي حالت پوري اړوندي ټولي سروېګاني که د نړيوالو موسساتو او يا هم مرکزي دولت له خوا ترسره کېږي هغه وخت ولايت مقام ته د منلو وړ ده چي ولايتي اداره ورباندي خبره وي.