کور / خبرتیا او پيغامونه / له افغانستانه د شوروي پوځیانو د وتلو د کلیزې په ویاړ د پوهنې د وزیر پیغام

له افغانستانه د شوروي پوځیانو د وتلو د کلیزې په ویاړ د پوهنې د وزیر پیغام

کابل- د سلواغې ۲۵مه

د افغانستان تاریخ تل د ازادۍ غوښتنې ، میړانې او برحقه مبارزو شاهد دی او د دې سپیڅلې خاورې دغیرتي ولس دسرښندنو او زړورتیا له کبله، افغانستان د بهرنیویرغلګرو د هدیرې لقب غوره کړی.

د افغانستان دسرلوړي او مجاهد ملت د همدې حقیقې مبارزې او قربانیو له کبله د وخت شوروي سور زبرځواک زموږ له ګران هیواد څخه وتلو ته اړ شو. ددې ملت مبارزې نه یوازې افغانستان ته ازادي ورکړه، بلکې نړۍ یې د سره پوځ له شره د تل لپاره خلاصه کړه.

دافغانستان دازادۍ د لارې دشهیدانو پاک روح تر دوعا وروسته د دلوې (سلواغې) د۲۶ نیټې د را رسیدو له امله د افغانستان غیرتي ولس ته په داسې حال کې د زړه له تله مبارکي وایم چې خپلواک او پرمخ تلونکی افغانستان په تیرو لسو کلونو کې د تل پاتې ازادۍ او ارامۍ (ښوونې او روزنې ) په برخه کې خورا ډیر پرمختګ کړی دی.

موږ په دې باور یو چې د دوامداره ازادۍ او سوکالۍ یوازینۍ لار، ښوونه او روزنه ده، چې خوشبختانه زموږ هیواد په تیروڅو کلونو کې مهمې لاسته راوړنې په کې لرلې دي. موږ د خپلې ازادۍ او د شورویانو په شان د نورو یرغلګرو له منګولو د هیواد د خلاصون ویاړ هر افغان ماشوم ته د ورځې له اړتیاوو سره سم د لیک لوست په ښودلو او د ټولنې د پوهولو پر مټ ساتو.

له همدې امله مو کلک هوډ کړی چې دنړۍ د ازادو ملتونو په څیرد خپلو بچیانو روزنې ته تر بل هرڅه پام واړوو او د علم او پوهې پرمټ د نړۍ د بل هر خپلواک ولس ترڅنګ په هسکه غاړه ودرېږو. موږ ته د ډېر ویاړ ځای دی، چې د ولس څه باندې ۱۰ نیم میلیونه بچیان مو په ازاد افغانستان کې په ۱۶۶۰۰ ښوونځیو کې زده کړې کوي او د خپلې خاورې د سوکاله ساتلو او پرمختګ لپاره د ځان تیارولو ګړندي مزلونه وهي.

موږ په داسې حال کې، چې خپل ملت ته د شوروي لښکرو د ماتې او زموږ له ویاړمنې خاورې د هغوی د وتلو د ۲۵ مې کلیزې مبارکي وایو، ژمنه کوو، چې د متوازن معارف د پراختیا هڅې به تر هغو جاري ساتو، چې د ازادۍ په لاره کې د ارمانجنو شهیدانو له حق او هیلو سره سم مو خپل هیواد پر خپلو پښو نه وي درولی او تلپاتې ازادي مو نه وي ور په برخه کړې.

دټول هیواد د بچیانو لپاره د وخت له اړتیا سره سم د لیک لوست د امکاناتو او اسانتیاوو برا برول زموږ ستره لاسته راوړنه او هدف دی، داځکه چې ازادي په توره ګټل کیږي او په قلم ساتل کیږي. دې اصل ته په کتو ددې ویاړمنې ورځې له امله یو ځل بیا له خپل ټول ولسه غوښتنه کوم، چې د پوهنې په وده کې د تل په شان زموږ ملا وتړي او هیواد مو د دایمې ازادۍ خاوندکړي.

فاروق وردګ

د پوهنې وزیر