کور / راپور / دافغان ادبي ناستې دشپږويشتمې غونډې دبهير راپور

دافغان ادبي ناستې دشپږويشتمې غونډې دبهير راپور

د تېرو ادبي او فرهنګي غونډو په سلسله د ناروې هېواد په پلازمېنه اوسلو کښې د افغان ادبي ناستې غړو، يو شمير شاعرانو او د ادب او فرهنګ مينه والو پرون د ٢٠١٤ کال د فبرورى د مياشتې پينځلسمه د يوې تودې غونډې او مشاعرې په بڼه خپله شپږويشتمه غونډه تر سره کړه.
د غونډې پيل د کلام الله مجيد د ځو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه چې د ځوان او مستعد ګډونکونکى مسيح احمد پاييز له خوا قرأت شول. د غنډې لمړى ويناوال د افغانستان نامتو او پېژندل شوى شاعر او ليکوال استاد سيد اسحٰق دلجو حسيني وو چې د شعر ويلو تر څنګ يې دعرفاني اشعاروپه هکله ېې خورا په زړه پورې او تاثير ناکه خبرې وکړې. دويمه وينا دځوان شاعر، ليکوال او فرهنګي فعال ښاغلى اجمل اټک يوسفزي له خوا ورکړل شوه. ښاغلى اټک صاحب ميلمنو ته ښه راغلاست نه وروسته په غونډه کې د ګڼ شمېر شاعرانو، فرهنګيانو او فرهنګپالو حضور د افتخار وړ وګڼه او دمشاعرې لړى ېې په خپل وينا سره پيل کړ.

ورپسې د پښتو ژبې ډېره تکړه شاعره آغلې لينا احمد د خپل ځو غزلې حاضرينوته واورولې او لکه د تېرو ادبي ناستو په ځېر د ټولو حضارو دتاوده هرکلي سره مل وه. همداراز ځوان ليکوال او شاعر يونس هلمند آستانه صاحب ته بلنه ورکړل شوه. ښاغلي هلمند صاحب د خپل يو نوى شعر ېې اورېدنکو ته وړاندې کړ چې د ټولو پام او استقبال سره مل شو. بيا د ننګرهار پوهنتون پخوانى استاد تکړه شاعر او هايکو ليکونکى ښاغلى وارث خان په خپلو خوندورو هايکو ګانو سره ټولې غنډې ته يو خاص ملاحت او خوږښت وبښه.

په همدې ډول په پرلپسې توګه بلل شوي شاعران شعرونه او ادبي ټوټې ېې د غونډې حاضرينوته واورولې، چې دغو اغليو او ښاغليو په کې خپل شعرونه واورول:

ښاغلى ډګروال الحاج محمد اسحٰق امانزى، ښاغلى ضياالدين امين صاحب، ښاغلى يونس هلمند، محترم ډاکتر صاحب پاييز، مېرمن انيسه ژواک رحيمي، ښاغلى ولي خان ځمکنى، ښاغلى پسرلی ژواک، ښاغلى مسيح احمد پاييز، ښاغلى جاوېد نيازى، ښاغلى اسماعيل عمر او ښاغلى خوشحال يوسفزى.
غونډه دکابل پوهنتون پخوانى استاد ښاغلى دين محمد کارواني له خوا وارزول شوه. کارواني صاحب د افغانانو پر يووالي دداسې فرهنگي غونډو اغېزمندتوب ډېر مثبت وګڼه او د ښو پېرزوېنو په ترځ کې د ادبي ناستو د لا پياوړتيا او پراختيا هيله ېې وکړه.
پورتنۍ غونډه چې د ماسپښين پر څلورو بجو پيل شوې وه دشپې پر اوه نيمو بجو پای ته ورسېده.