کور / شعر / مورنۍ ژبه

مورنۍ ژبه

که پښتو سره پښتو کړۍ پښتنو
سره يؤ شۍ ، شۍ يؤ موټۍ د پنجو
اوس د علم او فن جګړه ده خبردار شۍ
توپک پرېږدۍ قلم خپل کړۍ ميړنو
دغه لنډ عمر کې یؤ د بله جار شۍ
تیر په هیر کړۍ ټغر ټول د تربګنو
مورنۍ ژبه کړۍ خپله مکړۍ تاسې د پردو
که نه درومي درنه لاړو جوړ وطن مو د پلرو
ملتونه پیژانده شي په خپل ژبه هم په کړو
ستا نه دواړه درومي لاړل په ورو ،ورو
د کلتور او د فرهنګ مو تلل مکړۍ په پیسو
دمور ژبه هیره نکړۍ چې ځای راشي د روپو
ګيله مند ، زه د بل نه يم هر څه ورک کړل خپل بچو
ونې تبر ته اسره کړه لاستۍ زما ېي د شاخو
چې پېښې کاندي د نورو خپلې هیرې شي درنو
شي را يادې ماته پیښې بيا د زرکو د کارغو
د حامد چې اوښکې تړمې ، تړمې څاڅي
د اوښانو د کاروان رسۍ تر څو تړۍ په خرو
ما ځولۍ درته نیولې د مور ژبې خیر د غواړم
ګوندې وکوي اغیزه په دا بعضې لیونو