کور / راپور / د شوراګانو د همږغۍ مرکز د ملي اردو پر ځواکونو برید په کلکه وغندئ

د شوراګانو د همږغۍ مرکز د ملي اردو پر ځواکونو برید په کلکه وغندئ

د افغانستان د قومي شوراګانو د همږغۍ مرکز د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر ځواکونو برید په کلکه وغندئ .
د افغانستان د قومي شوراګانو د همږغۍ مرکز نن له غرمې مخکي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د غونډو په تالار کې غوڼده جوړه کړې وه،چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک او ګڼ شمېر قومي مشرانو ګډون پکښې کړی وو .
د غونډې په پیل کې د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت وروسته د سرحدونو او قبایلوچارو وزیر ډاکټر محمد اکرم خپلواک خبرې وکړې او ويې ویل،چې په کونړ کې د ملي اردو پر زړورو او قهرمانو سرتیرو هغه نا ځوانمردانه برید، چې د پردیو په اشاره او مرسته تر سره شوې او په ترڅ کې يې زموږ ۲۱تنه سرتیري په شهادت ورسیدل په سختو ټکو سره غندو او دا کار د هېواد او خاورې د هغو دښمنانو بولو چې د پردیو غلامان او د پردیو په اشاره د خپل هېواد دامنیتي ځواکونو سرتیري په شهادت رسوي .
ښاغلي خپلواک وویل ،چې زموږ په اند د کونړ پېښه د افغان ټول وژنې (جېنوسايډ) د منظمې لړۍ یوه کړۍ ده . د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت افغان وژنه چې په هر ډول،په هر نامه او هر چا له خوا وي په کلکه غندي او په ملي او نړیواله کچه د هغې د عاملینو محاکمه غواړي.
ورپسې د قومي شوراګانو د انسجام او همږغۍ د مرکز یو شمېر قومي مشرانو په وار سره خبرې وکړې او د کونړ پېښه يې د ټولو افغانانو لپاره زړه دردونکې وبلله،دوی ټولو په یوه اواز دا پېښه په کلکه وغندله او په دې پېښه کې يې شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته يې د جمیل صبر دعاګانې وکړې .
قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې دا کار یوه افغان وژنه وبلله او ويې ویل،چې زموږ په فکرد داسې یو کرغیړنی دسېسې پر وړاندې ټول افغان ولس باید راویښ شي او په ځانګړې توګه دینی عالمان، قومي شوراګاني او په ټولیزه توګه مدنی ټولنه خپل غږ پورته کړي او د ځانګړو ګامونو له لارې د خپلو باتورو ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي،چې هغوې لا د خپلي خاورې او خلکوپه میړانه دفاع ته وهڅیږي.
په غونډه کې قومي مشرانو د افغانستان له ټولو قهرمانو امنیتي ځواکونو څخه بشپړه ملاتړ اعلان کړ او ډاډ يې ورکړ چې په هر ډول ستونزمن حالت کې به د خپلو امنیتي ځواکونو شاه ته ولاړ وي .
همداراز د قومي شوراګانو د همږغۍ مرکز په افغانستان کې پر دایمي سولې او ثبات هم ټینګار وکړ او ويې ویل چې موږ د سولې په برخه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي د سولې له وروستیو هڅو څخه خپل بشپړه ملاتړ اعلانوواو په دې برخه کې جمهور رئیس او د سولي شورا ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکوو .
همداراز دوی د سولې په برخه کې د هغه طالبانو وروستې خپرې شوې اعلاميې چې د سولې په خبرو بوخت دی ګټورې وبللې او پرټولوطالبانو يې ږغ وکړ چې تر بل هر وخت اوس موږ سولې ته سخته اړتیا لرو نو په دې برخه کې باید جدې ګامونه واخلي او له افغان دولت سره د سولې خبرو ته ادامه ورکړي،ځکه په روانه جګړه کې دواړو لورو ته زیان اوړي او ګټه يې پردیو ته رسیږي.
په غونډه کې پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول .