کور / تازه خبرونه / د اشرف غني احمدزي پلويانو ملي اردو ته وينه ورکړه

د اشرف غني احمدزي پلويانو ملي اردو ته وينه ورکړه

په ختیځ کې د ولسمشرۍ نوماندد ډاکټرمحمد اشرف غني لسګونه پلویانو نن د هېواد د ملي امنیتي ځواکونو د وروستیو تلفاتو د درناوي او ورسره د خواخوږۍ لپاره د دغو ځواکونو او جګړې له ملکي ټپيانو سره د مرستې په هدف د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د وینې بانک سره د وینې مرسته وکړه.
د وینې ورکولو د دغه داوطلبانه کمپاین پیل په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال او د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون د خپلې وینې له ډالۍ کولو سره پیل کړ.
وروسته لسګونه ځوانانو هم په داوطلبه بڼه خپلې وینې ډالۍ او له ملي امنیتي ځواکونو څخه خپل بشپړملاتړ اعلان کړ.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مشر احسان الله کاموال له رسنیو سره په خبرو کې وویل:په کونړ کې د ملي اردو د وروستیو ډله ییزو تلفاتو په ویر د خپل کمپاین د یوې ورځې لګښت،چې د ډاکټراشرف غني پلوي ځوانانو د چندې په بڼه را ټول کړی،د کونړ د شهیدانو وارثینو ته ورکول کیږي.
ښاغلي کامه وال زیاته کړه:له ملي سوداګرو مو هم غوښتي،چې د دغو شهیدانو له وارثینو سره د مرستې په برخه کې موږ سره همکاري وکړي.
ټاکل شوې،چې په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د دفتر په نوښت به د ډاکټرغني زرګونه پلویان د ننګرهارد عامې روغتیا روغتون ته لاړشي او خپلې وینې د ملي امنیتي ځواکونو د مرستې لپاره زېرمه کړي.
د یادونې وړ ده،چې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني په کونړ کې د ملي اردو سرتېرو وروستۍ ډله ییزه وژنه د افغانستان پرناموس او عزت برید ګڼلی او سخته غندنه یې کړې ده.