کور / تازه خبرونه / د حق او عدالت ګوند د اشرف ملاتړي سول

د حق او عدالت ګوند د اشرف ملاتړي سول

د پخواني لوی څارنوال عبدالجبارثابت په مشرۍ د حق او عدالت ګوند سلګونه پلویانو د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټرمحمد اشرف غني په ملاتړ په جلال اباد ښارکې غونډه وکړه.
دا غونډه د ډاکټراشرف غني د کمپاین د ختیځ زون په عمومي مرکزکې جوړه شوې وه.
په غونډه کې د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو له تلاوت او د ملي سرود له اورولو څخه وروسته په ننګرهارکې د یاد شوي ګوند ولایتي مسول جنرال میرهاشم خبرې وکړې او ویې ویل:ډاکټراشرف غني د علمیت،ظرفیت،سابقې او طرحو ټولو له مخې د اولسمشرۍ په نوماندانو کې ترټولو وړ،مناسب او د افغانستان لپاره خورا ګټور نوماند دی.
بیا د حق او عدالت ګوند د اجرایه شورا غړي او پخواني لوی څارنوال عبدالجبارثابت وینا وکړه او ډاکټراشرف غني یې له فساده په پوره ډول پاک نوماند وباله.
ښاغلي ثابت زیاته کړه:ډاکټراشرف غني عالم،قاطع او با اعتباره شخصیت دی،موږ ډاډه یوو،چې دی به خامخا د ولس په پراخ ملاتړ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټي او افغانستان به باثباته،پرمختللی او پرځان متکي هېواد کړي.
په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مسول الحاج احسان الله کاموال له ډاکټراشرف غني څخه د ولس د پراخ،داوطلبانه او موثر ملاتړ یادونه وکړه،چې د ډاکټرغني ملاتړ له کوم امتیاز اخیستو پرته کوي.
کاموال دغه راز وویل:د ډاکټر اشرف غني ملاتړ د هېواد راتلونکي برخلیک ته ګټه لري،افغانستان ورسره ودانیږي،باثباته کیږي او زموږ راتلونکی ژوند او نسل له هره پلوه ورسره سوکاله کیږي.
د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون له حق او عدالت ګوند څخه مننه وکړه،چې پرمرکزي ملاتړ سربېره یې په ختیځ زون کې هم د هغه په ملاتړ غونډه وکړه.
استاد ازمون همدا شان له ډاکټراشرف غني څخه د پخواني لوی څارنوال ملاتړ له فساد څخه د هغه د پاکوالي ښه ثبوت وباله او دا ملاتړ یې د ډاکټر اشرف غني د شخصیت د سپېڅلتیا یوه بله نښه وګڼله.
د یادونې وړ ده،چې د ختیځ زون په هرولایت کې د زون د عمومي دفتر ترچتر او همکارۍ لاندې هره ورځ د مختلفو قشرونو سلګونه تنه د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړکوي.