کور / سپورټي / د ډاکټراشرف غني تورنمنټ

د ډاکټراشرف غني تورنمنټ

په جلال اباد کې د ختیځ زون د درېیو ولایتونو په کچه د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرمحمد اشرف غني په نوم د والیبال څلور ورځینی تورنمنټ پای ته ورسید.
دا تورنمنټ په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین د عمومي دفتر لخوا د جلال اباد په سراج العمارت بڼ کې پیل شوی و.
په دې تورنمنټ کې د ننګرهار،کونړ او لغمان ولایتونو ۱۶۰ لوبغاړو د ۱۶ لوبډلو په چوکاټ کې برخه اخیستې وه.
د تورنمنټ په سیالیو کې د سپین غرالف لوبډلې لومړی،سپین غر(ب) لوبډلې دویم او اتحاد لوبډلې درېیم مقام وګټه.
د تورنمنټ د پای ته رسیدو په مراسموکې په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مسول الحاج احسان الله کاموال ورزش ته د ډاکټرمحمد اشرف غني د ځانګړې پاملرنې او د بریالیتوب په صورت کې یې د دې مهمې برخې د لا پرمختګونو لپاره د کار ژمنه وکړه.
د تورنمنټ د برخوالو په استازیتوب نقیب الله او تېمور په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین له دفتره مننه وکړه،چې دوی ته یې د دوستانه سیالۍ زمینه برابره کړه.
دوی همدا شان د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړ.
د تورنمنټ په پای کې د لوبې ښو لوبغاړو ته برابر شوي مډالونه او ډالۍ ووېشل شوې.
د دغه تورنمنټ نندارې ته د جلال اباد ښار او شاوخوا سیمو سلګونه استوګن هره ورځ راتلل او د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه یې د ملاتړ ژمنه کوله.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین دفتر له لوبغاړو سره ژمنه وکړه،چې دوی ته به په راتلونکي کې د لوبو او پرمختګ نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.