کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډاکټر اميرشا حسنيار پر مړينه د پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا پيغام

د ډاکټر اميرشا حسنيار پر مړينه د پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا پيغام

کندهار، افغانستان- په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د علم او پوهي اتل پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار تېره ورځ د زړه د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله د ٧٠ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه وکوچېد. انا لله و انا اليه راجعون.

د ارواښاد پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار مړينه په عمومي توګه د افغانستان لپاره يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايعه ده چي د ډېر وخت لپاره به محسوسه وي.

کندهار ولايت مقام پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار ته د فردوس جنت، د هغه حاميانو، د کورنۍ غړو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي.

ولايت مقام په دغه درانه غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب، ځان شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي.

پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار د کابل پوهنتون رئيس او د لوړو زده کړو وزير پاته سوى دى. د لبنان (بيروت) په امريکايي پوهنتون کي يې لېسانس B.Sc، د نيويارک په کلومبيايي پوهنتون کي يې ماسټري او د کالراډو ايالت په پوهنتون کي يې د Ph.D په نوم زده کړي کړي دي.

نوموړي په خپل اکاډميک ژوند کي پر تدريسي ليکچرونو او نوټونو سربېره زيات شمېر تحقيقاتي اثار او مقالې تاليف کړي دي.

په درنښت
پوهنوال ډاکټر توريالی ويسا
د کندهار والي