کور / راپور / د اسلام آباد په نړیوال اسلامې پوهنتون کې د افغان محصلینو نوې اتحادیه په رسمې ډول افغان محصلینو ته ورمعرفی شوه

د اسلام آباد په نړیوال اسلامې پوهنتون کې د افغان محصلینو نوې اتحادیه په رسمې ډول افغان محصلینو ته ورمعرفی شوه

نړیوال اسلامې پوهنتون چې په افغانانو کې ډیر مشهور دی د افغانان محصلینو په شمول د ۴۷ هیوادونو محصلین پکی په مختلفوڅانګو کې په لوړو زده کړو بوخت دې،
افغانان چې په فرهنګ، اجتماعی اړیکو، او په ټولنه کې د ژوند تیرولو ساری نلری، دلته په پاکستان کی افغان محصلین د مسافرئ او خپلو سبقونو سره سره په نړیوال اسلامې پوهنتون کې هم د خپل فرهنګ په ژوندی ساتلو، په خپلو کې د ښو اړیکو درلودلو او د یو بل سره په علمې مسایلو کې د کومک کولو لپاره د افغان محصلینو د اتحادېې تر نامه لاندی یوه اتحادیه لرې، چې بشپړه غیر سیاسې اتحادیه ده او موخه یې په علمې ډګر کې د افغان محصلینو خدمت کول دې.
په یاد پوهنتون کې تقریبا ۱۰۰۰ افغان محصلین په مختلفو څانګو کې د لوړو زده کړو په حاصلولو بوخت دې، چې د افغان محصلینو اتحادیې ټول سره په یوه ټغر راټول کړې دې.
د افغان محصلینو اتحادیه چې عضوی یې د ریيس په شمول شپږ نفره وې، د یوه کال لپاره د افغان محصلینو خدمت په مختلو بخشونو کې تر سره کوې، د یادې اتحادېې د ټاکلو لپاره د زړې اتحادیې مسولین مشران، ځیرک او بااستعداده محصلین او د افغان استادانو په شمول یو کمیسیون جوړوې، چې بیا په شرایطو برابر، وړ او با استعداده محصلین یاد کمیسیون ته عریضی جمع کوې او د خپلې خوښې بخش ته پرته له کوم امتیاز او مادیاتو ځان وړاندی کوې او د افغان محصلینو خدمت ته مټې رانغاړې.
په همدې موخه نن د (جمعی په شپه د مارچ په ۶ د ۲۰۱۴ زیږدیز کال) څلورمې لیلیې په خوړنځای کې د افغان محصلینو په شمول ټاکلې کمیسیون غونډه ترسره کړه چې مشري یې دوکتور احمد خالد حاتم کوله او د نوېې ټاکل شوېې اتحادیې مسولین یې په رسمې ډول افغان محصلینو ته معرفې کړل.
غونډه د قاری صیب عبدالرحمن باز په ښکلی غږ د قرآن پاک په څو مبارکو آیاتو پیل شوه.
وروسته دوکتور احمد خالد حاتم د تیرې اتحادیې مسولینو نه د زړه له کومې مننه وکړه چې خپل مسولیتونه یې په ښه توګه تر سره کړې وو، او افغان محصلینو ته یې یاد کسان ورپیژندل.
د نویې اتحادیې مسولین لاندې کسان دې.
رییس: محب الرحمان کاموې
معاون: مجیب الرحمان جیلانې
د مالی چارو مسول: خالد عطاء
د بهرنیو چارو مسول: محکم خان
د فرهنګې چارو مسول: خلیل جلیلی
د نشاطاتو او سپورتې چارو مسول: محب الله ځلاند

دوکتور احمد خالد حاتم زیاته کړه چې یاد مسولین د وړتیا او استعداد په بنیاد ټاکل شویدې، او په اخیره کې په افغان محصلینو غږ وکړ چې تاسې باید د اتحادیې له مسولینو سره هر اړخیزه مرسته وکړئ او خپل په وس پوره خدمتونه ترې ونه سپموئ او په اخیره کې یې ټاکل شوو مسولینو ته یې د الله رب العزت څخه د ښه چارو د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
له دوکتور احمد خالد حاتم څخه وروسته د تیرې اتحادیې رییس قارې عبدالله سعید نوې مسولینو ته د مبارکئ تر څنګ د خپل یو کلنې لاسته راوړنې ذکر کړې چې د یادولو وړ یې د ۴۷ هیوادونو تر منځ د کلتورې اونې لومړئ مقام ګټل وو
د قاری عبدالله سعید وروسته ښاغلې او قدرمن استاد دوکتور فضل الرحمن عبدالغفور د نوې اتحادیې مسولینو ته د مبارکئ تر څنګ افغان محصلینو ته نیکې او زرینې ویناوې وړاندې کړې، او په محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه تر څو خپله رایه په راتلونکو ټاکنو کې وړ او داسې یو شخص ته ورکړې تر څو د خدای او ملت په وړاندې مسول نه وې او د خپلې رایې حق یې په ځای کړی وې.
له دوکتور فضل الرحمن عبدالغفور وروسته ورونو هر یو کلیم الله وصال او محمد فهیم عثمان په زړه پورې ترانه په خواږه آواز واوروله.
وروسته بیا د نوې اتحادیې محترم رییس ښاغلی محب الرحمن کاموې خپل ځان په پوره ډول معرفې او راتلونکی طرحه یې وړاندی کړه. ښاغلی کاموې د افغان محصلینو څخه د ټاکل شوو مسولینو سره د مرستې او همکاری غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې ستاسې مرستې او همکارې کولی شی زمونږ د اتحادیې پلانونه لا پیاوړې کړې،
وروسته بیا په نوبت سره د اتحادیې نورو مسولینو خپل ځانونه معرفی او خپل پلانونه یې په مختصر ډول وړاندې کړل.
د اتحادیې د نویو ټاکل شوو مسولینو د ویناوو وروسته تحایف او جایزی په هغو محصلینو وویشل شوې چا چې له تیري اتحادیي سره په مختلفو برخو کې همکاری کړې وه او خپلې مرستې یې له اتحادیې نه وې سپمولې، او هغه محصلین ورونه هم په تحایفو ونازول شو چا چې په ورزشی مسابقوکې ښې لاسته راوړنې درلودې او هم د اتحادیې د ټاکنې د کمیسیون غړو ته ستاینلیکونه ورکړل شو.
یاده غونډه د قارې عبدالله سعید په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده.
پاتې دې نه وې چې د ویندوېۍ چارې احمد خالد کاموې او کمال الدین کامل په مخ بیولې.