کور / شعر / غزل (جابرمنظر)

غزل (جابرمنظر)

ستورو ته مې وژړل سپوږمئ ته مې کیسه وکړه
خلکوته مې وخندل جانــــــان ته مې ګیله وکړه

تورې وریځې راغلې د سپوږمئ نه ېې جداکړمه
یوړم طـوفـانونودبـــــاران نه مې ګـــــیله وکړه

ټوله شپه ېواځې دفرېـــاد نه بل څه کار نه وه
ځان مې ملامت کړو خودکشۍ مې اراده وکړه

شړکـنده ادا یی رانـه ټوله دنیـــا هیره کړه
زیاته مې شوه مینه په خندایی اشاره وکړه

ژیړ خزان وهلې دمنظر سترګوته ګورمه
کورمالت مې پریښود بيابان سره مي شپه وکړه