کور / راپور / جرمني: د پوهنیز (علمي) سېمینار راپور

جرمني: د پوهنیز (علمي) سېمینار راپور

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند چې د ټولو پښتنو شریک قامي سنګر دی، په1993 ع کال کې د نوامبر په دولسمه نېټه په یوه غټه تاریخي غونډه کې د ډیورنډ کرښې توافق لیک په رسمي توګه د تل لپاره لغوه اعلان کړ اود نوامبر دولسمه نېټه ئې د پښتنو د يووالي د ورځې په نامه ونوموله او له ۱۹۹۳ ع کال د نوامبر د دولسمې نېټې راهیسې هر کال د پښتنو د يووالي ورځ په بیلابیلو بڼو،بیلابیلو ځایونو اوبیلابیلو وختونو کې نمانځي.

داچې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د څو لسیزو راهیسې د پردیو له خوا په پښتنو تپل شوي پرله پسې جنګونو له امله دپښتون / افغان قوم وینه په ډیرې بې دردۍ سره بهیږي نو د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند ددې ناورین د پاې ته رسیدو لپاره د مناسبو لارو چارو د لټولوپه خاطر د پښتنو د یووالي په وړاندې په بره او کوزه پښتونخوا کې سیاسي او ټولنیز خنډونه تر سرلیک لاندې د جمعې په ورځ د ۲۰۱۴ ع کال د مارچ د میاشتې په ۷ اوومه نېټه د جرمني د هورت په ښار کې یو پوهنیز (علمي) سېمینار جوړ کړ

په سېمینار کې دجرمني سربیره په اروپائي هيوادونو کې میشت ګڼ شمیر پښتنو/افغانانو، پوهانو، اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو، سياسی ،ولسی او ټولنیزو سړيتوبونو (شخصيتونو) اودنظرخاوندانو او دغه راز په ځانګړې ډول د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو سیاسي او روحاني مشر او د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلې محمد افضل خان (خان لالا) مونږ سره برخه واخیسته.

د ګوند دمشرانو د جرګې غړي ډاکتر شیرولي شیر چې د سېمینار د سټیج چار ئې پرمخ بیولې ګډونوالو او د پښتنو دروند مشر ښاغلي محمد افضل خان لالا ته د هرکلې ویلو وروسته ددې سېمینار درا جوړېدو په ضرورت رڼا واچول. ورپسې

دښاغلي سید هاشم پاچا صیب له خوا د قران کریم څو مبارک ایاتونه تلاوت شول.
غونډه د ماښام په اووه بجې د قامی ترانی (ای زما وطنه د لالونو خزاني زما) سره پیل شوه.

ورپسی د ګوند مشر تاریخپوه علیخان محسود په پښتونخوا( لوې افغانستان) کی دپښتنو په عام وژنه ، او د پښتنو/افغانانو په قامې یووالې او ربړو د خپلو خیالاتو څرګندونه وکړه او ویویل چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند یوازېنی ګوند دی چې لر او بر پښتانه پکې په یوه ټغر راټول شوي چې د پښتنو د یووالې لپاره هلې ځلې کوي اوپه پښتنو کې د یووالي د حس د رابیدارولو لپاره کار کوي

ورپسې دګوندلومړی مرستیال ښاغلي محمد شیرین ګردیوال له خوا د ګوند له بنسټه تر دې دمه په ګوندي فعالیتونو رڼا واچول شوه او په خپله وینا کې ئې وویل،چې پښتو ژبي ته دې د يو بنیادي عنصر په توګه پاملرنه وشي . دا خبره دې بیا بیا روښانه او څرګنده شي، چې که د يو اولس څخه ژبه واخستل شوه نو د خپل ملی هویت او تشخص داسي يو څه تري واخستل شو، چې له هغې پرته یو ولس خپل ټول پیژند اوتشخص له لاسه ورکوي ،په دغه کار کې دې د پوهنتونونو استادان ، پښتو علمي مرکزونه ، پښتو ټولني ، پښتو اکاډمي ، او نوري اداري خپله خپله ونډه جوته او تر سره کړی .په ښوونځیو ( سکولونو ) کې دی په خپله مورنۍ ژبه د لومړنيو او لوړو زدکړولپاره د يو منل شوي نړيوال انساني حق د تر لاسه کولو لپاره پر له پسي هلي ځلي وشي .

ورپسې پوهنوال ډاکتر عبدالرشید جلېلې د ویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي لپاره له امو نه تر اباسینه د یو پراخ ازادي غوښتونکي ولسي غورځنګ د منځته راتلو اړتیا تر سرلیک لاندې په خپله پوهنیزه (علمې) مقاله کې د پښتنو د یووالي په وړاندې سیاسي او ټولنیز خنډونو د لیرې کولو لپاره د حل لارې چارې په ګوته شوې ، نوموړې وویل چې د ویشل شوي افغانستان د بیرته یووالي لپاره مبارزه په واقیعت کې د خپلواک، ځواکمن افغانستان لپاره مبارزه ده او په دې مبارزه کې برخه اخستل د هر افغان دنده او مکلفیت دی.نوموړي زیاته کړه چې د اویا میلونو په شاوخوا کې پښتون ملت تاریخي دنده لري چې نه یوازې خپل ځان له هر ډول اسارت ، بربادۍ څخه وژغوري، بلکه د ستر افغان ملت د خپلواکۍ او ملي واکمنۍ په منځ ته راوړلو کې غوڅ رول ولوبوي.

بیا ښاغلي ډاکتر سیداحمد ماموند د پښتنو د یو کیدلو په وړاندې ستونزې تر سرلیک لاندې په خپله پوهنیزه مقاله کې په دې ستونزه رڼا واچوله او د حل لپاره ئې وړاندیزونه وکړل

ورپسی د فرانکفورت د څانګی مشر ښاغلی محمد اقبال لالا د خپلی وینا په ترڅ کی د پښتنو په سیاسی ګوندونو، قامی مشرانو او روښانفکرانو غږ وکړ چی د پښتنو د اوسنی بدو حالاتوپه وړاندی رابیدار شی ، خپله ملی او قامی زمه واری سرته ورسوی او د پښتنو د قامی وحدت لپاره کوټلی ګامونه واخلی

په فرانسه کې د افغاني ټولنې په استازیتوب ښاغلي محسن خان نوابزوی د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند هڅې وستایلې او ویویل چې په اروپا او نوروبهرنیو هیوادونو کې میشت ټول پښتانه افغان ځوانان باید خپل قامې وحدت ته د رسیدو په خاطر لاسونه سره یو کړي اود ملي (قامي) یووالي د حس د رابیداریدو لپاره پوره هلې ځلې وکړي او په دې لاره کې دا مبارزه په ځان داسې فرض وګڼې لکه څنګه چې لمونځ په ځان فرض ګڼۍ.

ورپسې له کاناډا څخه د لوې افغانستان مومنټ مشر ښاغلي مشال خان ټکر په پښتونخوا کې د قامې ګوندونو په هلو ځلو رڼا واچوله

ښاغلې پېښوري شینواری د ژبه او ملې هویت تر سرلیک لاندې خپله لنډه ، خوکوټلې مقاله ولوستله. په خپله وینا کې وویل چې ژبې تعریف باید داسې ومنل شي چې ژبه د انسانیت معیار او د هویت نښه ده

ورپسې د ښاغلي نصیر ستوري له خوا د پښتون قامي وحدت ستر لارښود او د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر ښاغلي محمد افضل خان لالا لنډه بیوګرافي ولوستل شوه او د سېمینار د ویاند له خوا ښاغلي محمد افضل خان لالا ته د وینا بلنه ورکړل شوه

ښاغلي محمد افضل خان (خان لالا) دخپلې ارزښتناکې وینا په یوه برخه کې وویل چې په دونیا کې دوه سوپر پاور ( شوروي او امریکا )ؤ، یو غوښتل چې بل راوپرځوي او بل غوښتل چې دا بل راوپرځوي. ددوۍ دا کشتي د افغانانو په خاوره وشوه ، سیاست د هغوۍ ؤ، او کشتي ئې زمونږ په خاوره وکړه په دې غور پکار دی چې دا ولې؟ ښکاره خبره ده چې دلته یوه خلا ده، خلا چې چیرته وي هلته جکړ راځي ، ګلۍ راځي او دا خلا ډکوي . زه د سکول له وخته پدې نظر یم چې تر څو دا خلا موجود وي او تر څو پوری لر او بر پښتانه یو ځای شوي نه وي اوخپل قامي تشخص ئې نه وي پیداکړی، تر هغې پورې نه لر او نه بر پښتون دعزت او احترام مقام موندی شې. او ترڅو چې مونږ څلور ټوټې پراته یو نو مونږ د نورو قومونو سیال کیدای هم نه شو ښاغلي خان لالا وویل د ډیورنډ د کرښي په دواړو خواو کې چې په پښتون قوم کوم ناورين روان دی، یوستر علت ئې د پښتون قام تقسيم دي. نو راځئ چې دې بنیادي مقصد ته یو شو چې هغه بنیادي مقصد د قوم وحدت دی. خان لالا په پوهانو،لیکوالانو ،د نظر خاوندانو قامې او ولسي مشرانو اوټولوهیوادوالو غږ وکړ چې که په اخلاص تاسې په ۲۴ ساعتونو کې یو ساعت دې ته ورکړۍ چې یو کیږو به څنګه ؟ او په دې سوچ او غور وکړۍ بیدار او ویښ شې او د پښتنو د قامې یووالې د احساس د را پیدا کیدو لپاره هلې ځلې وکړئ او یوموټی شئ نوداملي (قومي) وحدت به خدای مونږ ته راکوي ، دا چې یووالی به کله حاصلوو، لوې خدای دې وکړي چې زما په ژوند حاصل شي.

د سېمینار په پای کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر سلاکار ښاغلی الحاج فضل الرحمن شیر په خپله وینا کې د پښتنو د یووالي په وړاندې په ورپېښو ستونزو رڼا واچوله د ټولو ګډون والو او په ځانګړي ډول ئې له ښاغلې افضل خان لالا څخه مننه وکړه او د پښتنو په نزدی والی، یووالی او اتفاق ئی زور واچاوه.

د غونډی وینا والو یوځل بیا د افغانستان له اوسنیو چارواکو په کلکه غوښتنه وکړه چې د هيواد د ډیره کى قام ژبه (پښتو) دې د ښونى، روزنى او د فتر ژبه کړى.

د پښتنو يووالى په سيمه کې د امن او ثبات ځامن دى. په غير د پښتنو د قامى وحدت، او سوکالۍ څخه په دغه سیمه کې امن،سوکالى او ارامی نه شى راتللى . همدا شان د غونډی ګډونوالود نړۍ د سوله غوښتونکو او ډيموکراټيکو هيوادونو او ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې د پښتنو په بيا يووالى کې مرسته وکړى.

ورپسی ځانګړې مشاعره وشوه چی د سټیج چارې ئې د راډیو تلویزیون تکړه ممثلېنو هریو میرمن رخسانه او ښاغلي اباسین سیلاب له خوا مخ په وړاندې بیول کیدې چې ګڼ شمیر د پښتو ژبی نامتو، تاندو او خوږ ژبو شاعرانو پکې دسېمینار ګډونوالو ته خپل خپل شعرونه واورول چې په چکچکو بدرګه کیدل.

د ټنګ ټکور برخه د خوږ غږي سندرغاړي میوند لمر لالپور وال په موسیقۍ سره ښکلې شوې وه چې د شپې تر درې بجو پورې ئې دوام درلود.