کور / کندهار:پيرغمل سوي ملکي وګړي خوشي سول

کندهار:پيرغمل سوي ملکي وګړي خوشي سول

د کندهار ولايت په غورک ولسوالۍ کي وسله والو هغه ملکي وګړي خوشي کړي، چي درې اوونۍ وړاندي د دولت سره د تړاو په تور نيول سوي .

په هغه مهال د سيمې اوسېدونکو تښتول سوي کسان ١١ تنه يادول، خو دولتي چارواکو بيا څلور تنه ښودل.

د کندهار د پوليسو وياند ضيا دورانى وايي، چې دغه کسان د غورک او سنګين ولسوالۍ تر منځ د ګاوخانې په سيمه کې تښتول سوي.

په همدې مهال ويل کېږي، چي غورک ولسوالۍ ته وسله وال مخالفين يو ځل بيا ورغلي دي.

په غورک کې ولې د ٢٠١٢ کال سرنوشت تکرارېږي؟

د ٢٠١٢ زېږديز کال د مارچ په مياشت افغان ځواکونو د ايساف په مرسته وتوانيدل، چي د کندهار شمالي ولسوالۍ د طالبانو له ولکې وباسي.

دغه ولسوالۍ، چي د کندهار ښار شمال ته په شاوخوا سل کېلو متره کي موقعيت لري، د کندهار د ناامنيو ولسواليو خاکرېز او ميوند تر څنګ د هلمند له سنګين او د اروزګان په دهراود ولسواليو سره ګډه پوله لري.

دغه ولسوالۍ، چي د عملياتو وړاندې څلور کاله د وسله والو مخالفينو په ولکه کي وه اوس يو ځل بيا د مخالفينو د ګواښ سره مخ سوې ده.

وسله والو مخالفينو په تکتيکي ډول پر دغه ولسوالۍ حمله وکړه، په سيمه کي يې ځايي پوليس ووژل او حتى داسې راپورنه هم سته، چي د کليو د خلکو په ګډون پوليسو هم د مخالفينو سره د ويري له خاطره لاس يو کړ.

په دغه ولسوالۍ، چي شاوخوا ٨ زره وګړي ژوند کوي، د تېر حالت د تکرار سره مخ ده، ځکه دولت د عملياتو وروسته د ژمنې سره سره هلته کوم د پام وړ کار ونه کړ.

د سيمې څخه ځايي اوسېدونکو، چي د ويري يې د نوم ښودلو ډډه کول تلوکان خبرې پاڼې ته وويل، چي مخالفينو ځينې سيمې نيولي او په عامو لارو کې تلاښي کوي.

خو د کندهار د پوليسو وياند ضيا دورانى په دې برخه کې اندېښنې ردوي او زياتوي چي پوليس د مخالفينو په وړاندې د مقاومت توان لري او چا ته به اجازه ور نه کړي، چي دغه ولسوالۍ د تېر حالت سره مخ کړي.

په همدې مهال په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال بريد جنرال سيد واقف شاه سيدي ومنل، چي هلته ځينې خوځښتونه سوي دي، خو ډاډ يې څرګند کړ، چي دوى به يې په څو ورځو کې کابو کړي.

هغه زياته کړه، چي د ټول کندهار په کچه د چمتو دوه په نوم عمليات روان دي او ډېر ژر به غورک ولسوالۍ هم تر خپل چتر لاندې راولي.

خو اوس اندېښنه داده، چي هلته به د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې څنګه ترسره سي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون څو ورځې وړاندې ويلي وه، چي دوى د امنيتي ارګانونو په راپورونو باور نه لري، نو ځکه يې هڅې پيل کړي، چي خپله يوه سروې ترسره کړي، ترڅو معلومه کړي، چي کومه سيمه د تهديد لاندې ده.