کور / خبرتیا او پيغامونه / په بلجيم كي د افغانانو د ټولني خبرتيا

په بلجيم كي د افغانانو د ټولني خبرتيا

د افغانانو ټولنه په بلجیم کې
((Afghan Community in Belgium
په بلجیم کې د افغانانو د ټولنې رهبري په هېواد کې خپلو ټولو شریفو هېوادوالو او په ځانګړي ډول له هېواده لري ټولو درنو کډوالو ته د نوي (۱۳۹۳) لمریز هجری کال او د نوروز د لرغوني جشن مبارکي وړاندي کوي او هیله لري چې دا کال به په هېواد کې د سولې،ثبات، آرامۍ، خوشحالۍ، یووالي او بریاوو کال وي او د څښتن تعالي دربار ته د دعا لاس پورته کوي چې دا نوی کال زمونږ جګړه ځپلي، آفت ځپلي ولس او هېواد ته د سولې، امن او ورورولی زېری راوړي او د ویني تویوني،جنګ او کړاوونو او دردونو د پای کال وي.
په همدي موخه په بلجیم کې د افغانانو ټولنې د انتویرپین په ښار کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د مارچ په ۲۱ مې نېټې یوه غونډه جوړه وي چې په ترڅ کې د نوروز دا لرغونی جشن او د ټولنې د پرانیستي مراسم په رسمي ډول و لمانځي. نو له همدي امله د ټولنې رهبري په خورا درنښت په اروپا کې ټولو مېشتو افغان کډوالو ته په دې پرتمیني غونډه کې د ګډون بلنه ورکوي.
نوی کال، نوی پسرلی او نوي هیلي مو مبارک شه
وخت: 16:00-21:00
پته: Carnotstraat 123
2060Antwerpen-Belgium
د اړیکي شمېري
0032-466151414. 0032493398932