کور / راپور / يو شمېر هالنډ مېشتو افغانانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه

يو شمېر هالنډ مېشتو افغانانو د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه

د روان کال د مارچ په شپاړسمه یو شمېر هالنډ مېشتي افغانان په راتلونکو ټاکنو کې د کاندید ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ سره راټول شوي و.
غونډه د ماذدیګر په څلورو بجو د هالنډ په لایډن کې د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره چې د قاضي نصرت لخوا ولوستل شول پیل شوه.

له ملي سرود وروسته د غونډې چلوونکي ګل احمد[ تیمار] د اشرف غني په اړه معلومات وړاندې کړل او په هالنډ کې د لوی ننګرهار د ټولنې له مشر محمد قاسم عثماني څخه یې هېله وکړه چې د غونډې پرانستونکې وینا واوروي.

عثماني له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې په غونډه کې یې ګډون کړی دی، او همدا ډول یې د اشرف غني احمدزي په اړه وویل چې اشرف غني کولای شي هېواد له روان بحران څخه وژغوري.

ورپسې په هالنډ کې میشت سیاسي شخصیت حکیم خان خبرې وکړې، حکیم خان د اشرف غني احمدزي د پلانونو په اړه وغږید او ووې ویل چې افغانستان بدبختۍ ولېدې او لا هم دا بدبختۍ روانې دي، خو له نیکه مرغه هېواد کې یو دیموکراتیک حالت روان دی او له دې حالت چې ټاکنې دي، هېوادوال باید ښه ګټه واخلي او داسې څوک وټاکي چې هېواد ورته اړتیا لري.
او زما په نظر د اشرف غني پلانونه تشې خبرې نه دي بلکې عملي او حقوقي برخه یې هم په پام کې نیوال شوې، اشرف غني ته رایه په هېواد کې د ستونزو د هواري په برخه کې رغنده ګامونه دي.

له حکیم خان وروسته د افغان ملت د اروپايي څانګې مشر انجینیر عطاالله خان وویل چې اشرف غني احمدزی تر نورو کاندیدانو په نیک نوم پيژندل شوې څېره ده او د اشرف غني احمدزي، د زده کړو، کار او شخصیت په اړه یې خپله مقاله ولوسته او همدا ډول یې د خپل ګوند دريځ روښانه کړ چې ولې یې اشرف غني احمدزی مناسب کس بللی دی.

بل ویناوال د غرغښت ټولنې په استازیتوب نوروز عظیم و. ښاغلي عظیم په هېواد کې د ستونزو په اړه وغږید او وې ویل چې دا ستونزې هغه وخت حل کیږي چې موږ ښه اداره او ښه حکومتي ټيم ولرو، او د ښه حکومت ټاکل د ولس په رایو پورې تړاو لري. روښانفکره هېوادوال په دې برخه کې مسولیت لري او خلک باید د کاندیدانو په پلانونو خبر او تر ټولو غوره پلان درلودنکی چې زما په فکر اشرف غني احمدزی دی وټاکي.

د ځوانانو په استازیتوب محمد انور لمر د اشرف غني په خبرو چې د ځوانانو په اړه یې په خپل کتاب کې لیکلي خپلې خبرې پیل کړې. لمر د ځوانانو د هغو هېلو په اړه وغږید چې ځوانان یې د اشرف غني احمدزی په ولسمشرۍ کې د پوره کیدو خوب ویني. ښاغلي لمر وویل چې ډاکټر غني هغه څوک دی چې په ځوانانو باندې باور لري او په رښتیني توګه وايي چې ځوانان د راتلونکې مشران دي.

ورپسې ښاغلي فاروق کارمند د اشرف غني په اړه وویل چې دا به زموږ لپاره تر ټولو بده وي چې په دومره حساس وخت کې موږ له هغه سیاسي او ټولنیز پوه کس لکه ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ګټه وانخلو. ځینې خلک وايي چې موږ په څلور لارې کې ولاړ یو، خو زه وایم چې موږ په دوه لارې کې ولاړ یو، یوه له بحران څخه د وتلو لاره یعنې د ډاکټر اشرف غني اتنخاب او بله د روان بحران او تر دې بدتر حالت ته د ګرځيدلو لاره ده.

حکیم روان د وطن د ترقۍ د ملي ګوند په استازیتوب خبرې وکړې او له اشرف غني یې خپل ملاتړ اعلان کړ. هغه وویل چې دوه سوه کاله زموږ ټولنه د تغیر هڅه کوي او اشرف غني احمدزی هغه څوک دی چې زموږ هېلې ور پورې تړلي دي او که خدای کول په دې ټولنه کې به مثبت تغیر راولي.

غلام سرور سعیدي د هوايي افسرانو په استازیتوب وویل د تېرې دورې په پیل کې مو ډېرې هېلې درلودې خو له بده مرغه هغسې ونه شول لکه ولس یې چې هېله درلوده. د شکر ځای دی چې موږ بیا دا فرصت لرو چې بیا وطن د نورو سیال کړو. موږ ټول ژمنه کوو چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په بریالیتوب سره به پرته له امتیازاتو د ولس په خدمت کې حاضریږو.

حکیم سمسور بیا د ګاونډیو هېوادونو لخوا د نظامي او کلتوري یرغل په اړه خبرې وکړې او وې ویل چې که اشرف غني بریالی نه شي، نو موږ به یو ښه فرصت له لاسه ورکړی وي. ځکه نړۍ تر ډېره افغانان په دریو ډلو ویشلي دي، یو یې هغه ډله دي چې ترورستان یې یادوي، دوهمه ډله یې بیا هغه کسان یادوي چې پنا اخلي، بله ډله یې قاچاقبران دي. او ددې مفکورې بدلول یوازې او یوازې ډاکټر غني کولای شي. ښاغلي سمسور همدا ډول زیاته کړه چې د یوه بریالی او رښتیني لیډر ټول اوصاف په ډاکټر اشرف غني احمدزي کې شته او موږ بختور یو چې په دومره سختو شرایطو کې بیا هم داسې کس لرو.

اقامیر لشکري بیا د ډاکټر اشرف غني احمدزي د تیر کار او د هغه د صداقت، ایماندارۍ او ولس ته د وفادارۍ په اړه خبرې وکړې. ښاغلي لشکري وویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی هغه څوک دی چې له واک یې غلطه ګټه نه ده اخیستې او نه یې هم د نورو غوندې جایدادونه لاندې کړي دي.

نذیراحمد نذیر د غونډې پریکړه لیک واورولو چې پکې ویل شوي وو، د غونډې ګډونوال په راروانو ټاکنوکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي او ګډونوال به هڅه کوي چې په وطن کې له خپلو کورنیو او ملګرو سره اړیکې ونیسي تر څو له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ وکړي او د ډاکټر اشرف غني د بریالیتوب لپاره هڅه وکړي. او همدا ډول د غونډې ګډونکونکي له حکومت، مدني ټولنو او نړیواله ټولنې غواړي چې په ټاکنو کې د لاسوهنو مخه باید ونیول شي.

غونډه وروستی ویناوال قاضي غزیزالحق رحیق و، ښاغلي رحیق وویل چې د ملي سرود اوریدل هر ځل راته د خوشحالۍ ژړا راولي، موږ کلونه، کلونه له خوشحالۍ بې برخې و، خو خدای ته د دعا لاسونه لپه کوو چې نور مو له تېرو غمونو وساتي او وطن مو سوکاله کړي
او غونډه یې د دعایې په لوستلو سره ماښام ناوخته پای ته ورسوله.