کور / د ماينونو د کشف خبر ورکړل سوى

د ماينونو د کشف خبر ورکړل سوى

افغان امنيتي ځواګونو په تېرو ٢٤ ساعته تصفيوي عملياتو کي ١٥ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي، ياد تصفيوي عمليات د کندهار ولايت په ارغستان، ميوند، شاوليکوټ، معروف او پنجوايي ولسواليو کي ترسره سول.
د يادو تصفيوي عملياتو په پايله کي د ارغستان ولسوالۍ په اندوز سيمه کي ٢ شل کيلويي ډبې، د ميوند ولسوالۍ د لوى کارېز په سيمه کي يوه کړۍ ماين، د شاوليکوټ ولسوالۍ په سياه سنګ سيمه کي ٢ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، د معروف ولسوالۍ په محمدزو کلي کي ٢ کړۍ ماينونه، د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سيمه کي افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کي يو ميل کلاشينکوف، ٩ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.