کور / خبرتیا او پيغامونه / د کرکټ په اړه د کندهار والي…

د کرکټ په اړه د کندهار والي…

د کرکټ په ډګر کي له هنکانګ څخه د افغان لوبغاړو د بريا په وياړ د کندهار والي د مبارکۍ پيغام
د خورا فخر ځاى دی، چي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي څو شېبې وړاندي د کرکټ په ډګر کي هنکانګ هيواد ته ماته ورکړه.

زه د کندهار ولايت د ټولو ملکي او نظامي مسوولينو، منسوبينو، قومونو، پرګنو او ولسونو په استازيتوب د دې ستري بريا مبارکي د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي، جلالتمآب جمهور رئيس، د کابينې محترمو وزير صاحبانو، د هيواد ټول شريف او متدين ولس ته وايم. هيله لرم، چي دغه کاميابي به په هيواد کي د يووالي، اتحاد، اتفاق او ملي پخلايني لپاره زمينه مساعده کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي غړي په ډېر لنډ لوبيز ژوند کي له خداى ورکړو صلاحيتونو او استعدادونو څخه په استفاده وتوانېدل، چي په دغه ډګر کي د نړۍ ډېر پرمختللي ملتونه شاته پرېږدي او نه تصور کېدونکي برياوي ترلاسه کړي.

د افغان ځوانانو دغي لويي بريا يو ځل بيا نړيوالو ته په ډاګه کړه، چي دغه هيواد له خورا غښتلو او قوي استعدادونو څخه برخمن دى او که فرصت ورکړل سي، نو کولاى سي، چي په ټولو ډګرونو کي خپل سيالان شاته پرېږدي.

د کرکټ افغان لوبغاړو په دې او دې ته ورته نورو لوبو سره خپلو خلکو او ستړو، خو مينه ناکو ولسونو ته عالمونه-عالمونه خوښۍ ورکړې او د افغانستان يو ښه اړخ يې نړۍ ته ښکاره کړ.

زه يو ځل بيا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د دې لويي بريا مبارکي وايم او ورته د نورو برياوو هيله لرم.